Connect with us

تازه خبرونه

د ترمپ وروستۍ څرګندونې غیرمسوولانه او افغانستان ته سپکاوی دی

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د امریکا د ولسشمر دونالد ترامپ وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې د مشرانو جرګې غړي وایي، چې دغه څرګندونې غیرمسوولانه او افغانستان ته سپکاوی دی.

له هغه وروسته، چې د امریکا ولسمشر دونلد ترمپ په واشنګتن کې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ته څرګنده کړه، چې که دی وغواړي؛ نو د افغانستان جګړه په یوه اوونۍ کې پای ته رسولی شي او د دې کار لپاره دی په لس ورځو کې افغانستان د نړۍ له نقشې ورکولی هم شي؛ خو نه غواړي، چې داسې وکړي، ځکه په میلیونونه انسانان نه غواړې ووژني.

 د مشرانو جرګې غړی عبدالوهاب عرفان دا څرګندونې د خندا وړ خبره بللې او وایي؛ امریکا هڅه کوي، چې په افغانستان کې خپل ناکام ماموریت پټ وساتي.

 د مشرانو جرګي رییس پوښتي؛ امریکا څرنګه کولی شي، چې په یوه اوونۍ کې د افغانستان جګړه ختمه کړي؟ په داسې حال کې، چې ندی توانیدلی په تېرو اتلس کلونو کې دغه جکړه ان راکمه کړي.

د مشرانو جرګي رییس فضل هادي مسلم یار وایي، چې دردونکې او خواشینوونکې ده؛ ځکه امریکا د افغانستان د یو متحد هېواد په توګه  د افغانانو لپاره له درد او رنځ پرته بل څه ډالۍ کړي ندي.

د مشرانو جرګي غړي وایي، د ښاغلي ترمپ د وروستیو څرګندونو په تړاو به د امریکا کانګریس او مشرانو جرګې ته رسمي شکایت وړاندې کړو، چې د ترامپ د غیرمسوولانه خبرو په اړه خلکو ته وضاحت ورکړې. دې هېواد له افغانستان سره خپل امنیتي تړون هیر کړی؛ خو د افغانستان په اړه سترې دسیسې د پلي کیدو په حال کې دي.

تازه خبرونه

افغانستان او چین په سیمه کې پوره همغږۍ او همکاریو ته اړتیا لري – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۴, ۱۴۰۳)

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي ویلي، چې په سیمه کې وروستۍ پېښې او پرمختګونه ښیي، چې افغانستان او چین د ګډو ګټو د ساتلو لپاره پوره همغږۍ او همکارۍ ته اړتیا لري.

امیر خان متقي دغه څرګندونې په کابل کې د چین له سفیر ژاو‌شینګ سره په کتنه کې کړې دي.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت نن (سې شنبه د غویی څلورمه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دواړو لوریو په سیمه کې د افغانستان او چین ترمنځ پر دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او فرهنګي همکاریو او وروستیو پرمختګونو خبرې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړیکو له پراختیا څخه خوښي څرګنده کړه او وایي، چې اسلامي امارت د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې ښه فرصتونه رامنځته کړي دي.

امیرخان متقي وایي: چین ته د انارو او جلغوزیو د صادراتو زیاتوالی او د مس عینک او واخان دهلیز په پروژو کې پرمختګونه د اسلامي امارت د متوازن اقتصادي سیاست ښکاره بېلګې دي.

د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د چین سفیر له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې شوي پرمختګونه مثبت وګڼل او زیاتوي: چینايي سوداګر او پانګوال به وهڅوي، چې له افغانستان سره د اوږدمهاله اقتصادي همکاریو په برخه کې خپل رغنده رول ولوبوي.

هغه دا ډاډ هم ډاډ څرګند کړی، چې هېواد به یې د واخان دهلېز د مسلې په اړه د دوه اړخیزو همکاریو لارې چارې او امکانات وارزوي.

Continue Reading

تازه خبرونه

راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو

Published

on

(Last Updated On: غویی ۴, ۱۴۰۳)

د افغان بیسیم مخابراتي شرکت څرګنده کړې، چې راشد خان د دې شرکت د سوداګریز سفیر په توګه ټاکل شوی دی.

یاد شرکت په فیسبوک پاڼه کې څرګنده کړې؛ راشد خان ځوان، ټولنیز او نومیالی شخصیت دی، چې د هېواد د کرکټ په ډګر کې ښه ځلیدلی دی.

راشد خان هم په فیسبوک پاڼه کې د افغان بیسیم د سوداګریز سفیر په توګه د ټاکل کېدو په اړه خوښي څرګنده کړې ده.

هغه افغان بیسیم د یو غوره شرکت په توګه یاد کړی او څرګندوي، چې افغان بیسیم د مخابراتو په برخه کې یو مخکښ شرکت دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي د اروپايي ټولنې له استازې سره ولیدل

Published

on

(Last Updated On: غویی ۴, ۱۴۰۳)

د اروپايي ټولنې او اسلامي همکاریو ټولنې استازو په افغانستان کې د بشري او تعلیمي وضعیت په اړه خبرې وکړې.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې چارسمبالې رافایلا یودیچه په کابل کې د اسلامي همکاریو ټولنې له ځانګړي استازي طارق علي بخیت او مل پلاوي سره وکتل.

میرمن یودیچه په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې دوی د افغانستان پر بشري، اقتصادي او تعلیمي وضعیت خبرې کړې دي.

هغې زیاته کړې: بنسټیز ملاتړ اوس هم د خلکو لپاره اړین دی. د ښځو غږ باید په افغانستان کې د هر راز خبرو اترو او رغنده تعامل برخه وي.

له دې مخکې د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي د اسلامي امارت له چارواکو سره کتلي دي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!