تازه خبرونه
د برښنا شرکت کارکوونکي د پوروړیو لخوا وهل شوي- وحیدالله توحیدي
د افغانستان برښنا شرکت مسوولین وايي؛ څلور نیم میلیارد افغانۍ د برښنا د لګښت پیسې د هېواد جهادي، سیاسي او پارلماني څېرو نیولي او د برښنا شرکت هغه کارکوونکي، چې غوښتل يي له دوی پیسې وغواړي د رهبرانو د ساتونکیو لخوا وهل شوي او ان وژل شوي هم دې.
دوی دا هم څرګنده کړې، چې له برښنا شرکت سره باید امنیتي او عدلي ارګانونه خپله همکاري ډېره کړي.
د افغانستان برښنا شرکت د نشراتو رییس وحید الله توحیدي وایي، چې له واک و ځواک برخه منو( یو شمېر جهادي، سیاسي، پالماني او دولتي) څېرو له ګڼو ستونزو سره مخ کړي یو او نه حاضریږي، چې خپلې د برښنا د لګښت پیسې تادیه کړي.
د افغانستان د صنعت کارانو ټولنې غړيو هم ويلي، چې د زور واکو لخوا د پیسو نیول د افغانستان برښنا شرکت له مالي پلوه ننګولی شي او ان پر دغو پیسو په هېواد کې د اوبو او برښنا یو شمېر بندونه هم رغیدی شي.
د صنعتکارانو ټولنې مشر سخي احمد پیمان وایي، چې دا ډېرې پیسې دي حکومت باید دغه پیسې واخلي؛ دا د ملت پیسي باید برښنا شرکت ته وسپارل شي، چې د برښنا په تولید کې یې ولګوي.
د اقتصادي چارو کارپوهان په دې باور دي، چې که دا پیسې ترلاسه نشي ښايي برښنا شرکت له سترو مالي ننګونو سرمخ شي او ان د سقوط ترحده ورسیږي.
خبریال: اسلم حجاب
تازه خبرونه
افغانستان او چین په سیمه کې پوره همغږۍ او همکاریو ته اړتیا لري – امیر خان متقي
د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي ویلي، چې په سیمه کې وروستۍ پېښې او پرمختګونه ښیي، چې افغانستان او چین د ګډو ګټو د ساتلو لپاره پوره همغږۍ او همکارۍ ته اړتیا لري.
امیر خان متقي دغه څرګندونې په کابل کې د چین له سفیر ژاوشینګ سره په کتنه کې کړې دي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت نن (سې شنبه د غویی څلورمه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دواړو لوریو په سیمه کې د افغانستان او چین ترمنځ پر دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او فرهنګي همکاریو او وروستیو پرمختګونو خبرې کړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړیکو له پراختیا څخه خوښي څرګنده کړه او وایي، چې اسلامي امارت د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې ښه فرصتونه رامنځته کړي دي.
امیرخان متقي وایي: چین ته د انارو او جلغوزیو د صادراتو زیاتوالی او د مس عینک او واخان دهلیز په پروژو کې پرمختګونه د اسلامي امارت د متوازن اقتصادي سیاست ښکاره بېلګې دي.
د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د چین سفیر له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې شوي پرمختګونه مثبت وګڼل او زیاتوي: چینايي سوداګر او پانګوال به وهڅوي، چې له افغانستان سره د اوږدمهاله اقتصادي همکاریو په برخه کې خپل رغنده رول ولوبوي.
هغه دا ډاډ هم ډاډ څرګند کړی، چې هېواد به یې د واخان دهلېز د مسلې په اړه د دوه اړخیزو همکاریو لارې چارې او امکانات وارزوي.
تازه خبرونه
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
د افغان بیسیم مخابراتي شرکت څرګنده کړې، چې راشد خان د دې شرکت د سوداګریز سفیر په توګه ټاکل شوی دی.
یاد شرکت په فیسبوک پاڼه کې څرګنده کړې؛ راشد خان ځوان، ټولنیز او نومیالی شخصیت دی، چې د هېواد د کرکټ په ډګر کې ښه ځلیدلی دی.
راشد خان هم په فیسبوک پاڼه کې د افغان بیسیم د سوداګریز سفیر په توګه د ټاکل کېدو په اړه خوښي څرګنده کړې ده.
هغه افغان بیسیم د یو غوره شرکت په توګه یاد کړی او څرګندوي، چې افغان بیسیم د مخابراتو په برخه کې یو مخکښ شرکت دی.
تازه خبرونه
د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي د اروپايي ټولنې له استازې سره ولیدل
د اروپايي ټولنې او اسلامي همکاریو ټولنې استازو په افغانستان کې د بشري او تعلیمي وضعیت په اړه خبرې وکړې.
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې چارسمبالې رافایلا یودیچه په کابل کې د اسلامي همکاریو ټولنې له ځانګړي استازي طارق علي بخیت او مل پلاوي سره وکتل.
میرمن یودیچه په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې دوی د افغانستان پر بشري، اقتصادي او تعلیمي وضعیت خبرې کړې دي.
هغې زیاته کړې: بنسټیز ملاتړ اوس هم د خلکو لپاره اړین دی. د ښځو غږ باید په افغانستان کې د هر راز خبرو اترو او رغنده تعامل برخه وي.
له دې مخکې د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي د اسلامي امارت له چارواکو سره کتلي دي.
-
لوبی5 days ago
د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې له ایران ماتې وخوړه
-
نړۍ2 days ago
د جاپان دوه پوځي چورلکې بحر ته وغورځېدې
-
تازه خبرونه2 days ago
د پاکستان سرحدونو وزیر د افغان کډوالو پر باعزته ستنېدا ټینګار وکړ
-
لوبی1 day ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
تازه خبرونه9 hours ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
تازه خبرونه2 days ago
چینایي سوداګر کابل ته د پنجشېر اوبو لیږدولو په پروژه کې پانګونې ته لیوالتیا لري
-
سیمه ییز خبرونه1 day ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ
-
سوداگري20 hours ago
د اوسپنې پټلۍ له لارې ترکیې ته د افغانستان صادرات پیل شول