Connect with us

تازه خبرونه

د بریتانیا سفیر بیرته تهران ته ولاړې؛ دې د ایران په احتجاجونو کې نیول شوې و

خپور شوی

د

راب مکیر، په ایران  کې د بریتانیا سفیر چې د اوکرایني الوتکې د راغورځولو د احتجاجونو پر مهال نیول شوې و او بیا وروسته خپل هیواد ته تللې و، اوس بیرته تهران ته رسیدلې دې.

هغه د یوي ویدیو له لاري چي په ایران کې د بریتانیا سفارت د انستګرام پر څپو د پنجشنبې په ورځ خپره شوې، په فارسی ژبه ویلي، دې بیرته له لندن څخه تهران ته رسیدلې او وايي چې د هغه دغه سفر ډیر اړین او دمخه پلان شوې و. دې وايی چې په دغه سفر کې یې د خپل هیواد د بهرنیو چارو وزیر او داسی نورو جګپوړو چارواکو سره لیدنې کتنې کړي او د ایران او بریتانیا ترمنځ د مهمو مسایلو په هکله یې خبرې هم کړي.

مآخذ: په ایران کې د بریتانیا سفارت د انستاګرام پاڼه

تازه خبرونه

د هند او پاکستان ترمنځ روان کړکېچ د سیمې په ګټه ندی – اسلامي امارت

د بهرنیو چارو وزارت په نننۍ (چارشنبه) خبرپاڼه کې د سیمې امنیت او ثبات د ټولې سیمې په ګټه یاد کړی او له دواړو خواوو یې غوښتي، چې زغم وښيي او ستونزې د خبرو اترو او ډیپلوماتیکې همغږۍ له لارې حل کړي.

Published

on

 د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د هند او پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالي د زیاتېدا په اړه اندېښنه څرګندوي او وایي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ روان کړکېچ د سیمې پر ګټه ندی.

د بهرنیو چارو وزارت په نننۍ (چارشنبه) خبرپاڼه کې د سیمې امنیت او ثبات د ټولې سیمې په ګټه یاد کړی او له دواړو خواوو یې غوښتي، چې زغم وښيي او ستونزې د خبرو اترو او ډیپلوماتیکې همغږۍ له لارې حل کړي.

د چارشنبې پر ورځ هند په کشمیر کې د تېرې میاشتې د ترهګریز برید په ځواب کې د پاکستان پر خاوره هدفي پوځي عملیات ترسره کړل، چې نوی ډیلي یې پاکستان ته منسوبوي.

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف د هند هوايي بریدونه وغندل او خبرداری یې ورکړ، چې هېواد به یې دې ” چنګي عمل” ته پرېکنده ځواب ورکړي.

نوموړي ټینګار کړی: “پاکستان د هند حق لري، چې دې تحمیلي جنګي عمل ته بشپړ ځواکمن ځواب ورکړي او دا ځواب د پلي کېدو په حال کې دی.”

له دې بریدونو وروسته د پاکستان د ملي امنیت کمیټې نن سهار یوه بېړنۍ غونډه وکړه او اسلام‌آباد همهاله د هند شارژډافیر احضار کړ او هغه ته یې د احتجاج رسمي یادښت وسپاره.

د چارشنبې پر ورځ د تاوتریخوالي د کمولو نښې هم ولیدل شوې.

د پاکستان رسنیو راپور ورکړی، چې د اسلام‌آباد، لاهور او کراچۍ څو ساعته تړل شويو هوايي ډګرونه  بیا فعالیت پیل کړی دی.

په هند کې لومړي وزیر نریندرا مودي د امنیت په اړه د کابینې له کمیټې سره یوه ځانګړې غونډه وکړه.

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ مودي کروشیا، هالینډ او ناروې ته خپل پلان شوی سفر ځنډولی دی.

د مخ پر زیاتېدونکي تاوتریخوالي په اړه اندېښنې هم راپارېدلي، چې په دې د جنوبي آسیا لپاره یو لوړ پوړی شنونکی مایکل کوګلمن ویلي، چې د هند لخوا په پاکستان وروستي بریدونه په وروستیو کلونو کې د هېواد ترټولو سخت او پراخ ول او تمه ده، چې د پاکستان ځواب به “پرېکنده او ګټور” وي.

هغه زیاته کړې: “دا دواړه حکومتونه ځواکمن پوځونه لري او سره له دې، چې اټومي وسلې لري؛ دوی د یو بل پروړاندې د دودیز پوځي ځواک له کارولو څخه ډډه نه‌کوي. د تاوتریخوالي د زیاتېدو خطر رښتینی دی او چټک  زیاتېدلی شي.”

د ملګرو ملتونو ویاند سټیفن دوجاریک د سې‌شنبې پر شپه اعلان وکړ، چې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوټرش له دواړو هېوادونو د بشپړ زغم غوښتنه کړې او خبرداری یې ورکړی، چې نړۍ د هند او پاکستان ترمنځ د پوځي شخړې زغم نشي کولی.

دا په داسې حال کې ده، چې د هند کورنیو چارو وزارت د هېواد په بېلابېلو ایالتونو کې د ملکي دفاع تمرینونو د ترسره کولو غوښتنه کړې، چې هندیان او امنیتي ځواکونه د “دښمن له احتمالي بریدونو” سره د مقابلې لپاره چمتو شي. دا ډول تمرینونه په هند کې په عادي وختونو کې ډېر کم ترسره کېږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

کابل د متحده عربي اماراتو د پانګوالو او سوداګرو د کنفرانس کوربتوب کوي

د اقتصادي مرستیالۍ د سې‌ شنبې د ورځې په یوه رسنیزه خبرپانه کې لیکلي، چې د محمد الکتبي د څرګندونو له مخې لیکلي؛ دا کنفرانس به د هغو پروژو په اړه بحث وکړي، چې کولی شي په افغانستان کې د اقتصادي ودې لپاره لار اواره کړي.

Published

on

Last Updated on: غویی ۱۷, ۱۴۰۴

د افغانستان لپاره د متحده عربي اماراتو ځانګړي استازي سیف محمد الکتبي د ریاست الوزراء له اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر سره په لیدنه کې اعلان وکړ، چې د دې هېواد د پانګوالو او سوداګرو یو کنفرانس به په کابل کې جوړ شي.

د اقتصادي مرستیالۍ د سې‌ شنبې د ورځې په یوه رسنیزه خبرپانه کې لیکلي، چې د محمد الکتبي د څرګندونو له مخې لیکلي؛ دا کنفرانس به د هغو پروژو په اړه بحث وکړي، چې کولی شي په افغانستان کې د اقتصادي ودې لپاره لار اواره کړي.

د دغې خبرپاڼې له مخې؛ محمد الکتبي د افغانستان د اوسپنې پټلۍ او سړکونو په جوړولو کې د پانګونې لپاره د خپل هېواد لېوالتیا هم څرګنده کړې ده.

په دې ناسته کې دواړو خواوو د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا او په ځانګړي توګه یې د افغانستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ د اقتصادي همکارۍ په اړه هم خبرې کړي دي.

برادر ویلي؛ افغانستان د طبیعي سرچینو له پلوه بډایه هېواد دی او اسلامي امارت هڅه کوي، چې په دې سرچینو کې د پانګونې پر راجلبولو هېواد پر ځان‌بسیا کړي.

هغه زیاته کړې، چې د متحده عربي اماراتو پانګوال کولی شي د افغانستان په بېلابې سکټورونو کې پانګونه وکړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال له امیر خان متقي سره ټیلیفوني خبرې وکړې

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت لخوا د سې‌ شنبې د ورځې د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ دواړو خواوو تېره میاشت افغانستان ته د اسحاق ډار له سفر راپدېخوا په دوه اړخیزو اړیکو کې له پرمختګ څخه رضایت څرګند کړ.

Published

on

Last Updated on: غویی ۱۷, ۱۴۰۴

د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د افغانستان بهرنیو چارو وزارت له چارسمبالي(سرپرست) امیر خان متقي سره ټیلیفوني خبرې کړې دي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت لخوا د سې‌ شنبې د ورځې د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ دواړو خواوو تېره میاشت افغانستان ته د اسحاق ډار له سفر راپدېخوا په دوه اړخیزو اړیکو کې له پرمختګ څخه رضایت څرګند کړ.

په خبرپاڼه کې راغلي؛ د دې اړیکو اصلي تمرکز پر سوداګرۍ، ټرانزیټي اړیکو، اقتصادي همکارۍ، د خلکو ترمنځ اړیکو او د سیاسي مشورتي میکانیزمونو فعالول دي.

دواړو خواوو همدارنګه په سیمه او له هغې هاخوا د سولې او امنیت د ودې لپاره د اوږدمهاله همکارۍ د پیاوړتیا لپاره د لوړې کچې اړیکو د ساتلو پر اړتیا ټینګار وکړ.

اسحاق ډار امیر خان متقي ته د اسلام‌آباد پر وړاندې د هند د وروستیو پاروونکو، غیرقانوني او یو اړخیزو اقداماتو په اړه هم معلومات ورکړل او یو ځل بیا یې د سولې او د خپل ملي حاکمیت د دفاع لپاره د پاکستان پر ژمنې ټینګار وکړ.

امیر خان متقي هم د سوداګرۍ او سفر آسانتیا لپاره د پاکستان د فعالو اقداماتو ستاینه وکړه او اسحاق ډار ته یې بلنه ورکړه، چې بیا افغانستان ته سفر وکړي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!