تازه خبرونه

د طالب بندیانو خوشې کول، د سولې خبرو پر مختګ ډاډمنوي- مایک بمپیو

Published

on

(Last Updated On: )

د امریکا بهرنیو چارو وزیر د طالب او افغان دولت زندانیانو د خوشي کولو او د سولي د خبرو د مرکچي پلاوي د جوړښت له پرمختګونو خوښ ښکاري او غواړي، چې خپلمنځي خبرې ژر پیل شي.

کابل ته د طالب زندانیانو د خلاصون لپاره د دوی د درې کسیز پلاوي له راتګ او د افغان حکومت لخوا د سولې د مرکچي پلاوي له جوړښت وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د خپلمنځي خبرو د پیل کیدو غوښتنه کړې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په یوه خبري غونډه کې څرګنده کړې، چې د افغانستان مرکچي پلاوی ټولګډونه ښکاري او له ټولو ښکېلو اړخونو یې غوښتي، چې خبرو ته سره کښیني.

نوموړي ویلي؛ د افغان حکومت لخوا جوړ شوی مرکچي پلاوی ټولګډونه ښکاري او مونږ خوښ یو، چې د زندانیانو د خوشې کولو په برخه کې هم پرمختګونه رامنځته شوي دي. ټولې ښکېلې خواوې باید سره کښیني او د سولې خبرې پیل کړي.

د ناټو عمومي منشي هم د افغانستان وضعیت سخت بللی او پر طالبانو او سیاستوالو یې غږ کړی، چې د سولې د خبرو پیلولو لپاره خپل مناسب رول ولوبوي.

ینس سټولټنبرګ وایې: د افغانستان وضعیت حساس او سخت دی. اوس د دې وخت راغلی، چې طالبان او نور سیاستوال خپل رول په سمه توګه ادا، تاوتریخوالی راکم او د سولې خپلمنځي خبري پیل کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د واکمنۍ کابل میشتي لوی څارنوال مولانا جلال الدین شینواري ویلي؛ د افغان حکومت لخوا جوړ شوی پلاوی طالبانو ته د منلو ندی.

د ولسمشر د ویاند مرستیال دوا خان مینه پال ويلي؛ طالبان باید وپوهیږي، چې د افغانستان د حکومت ۲۱ کسیز مرکچي پلاوی نړیوالو ته رسمیت لري.

 د چارو پوهانو ویلي؛ د افغانانو د خپلمنځي خبرو پیل د ۵۰۰۰ طالب او ۱۰۰۰ حکومتي زندانیانو له خوشې کولو سره تړلي، چې څلور میاشتې وخت ونیسي.

Trending

Exit mobile version