Connect with us

تازه خبرونه

د داکتر شریف فایض مړینه هېواد او هېوادوالو ته لویه ضایعه ده

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

په افغانستان کې د امریکایي پوهنتون بنسټ ایښودونکی، استاد او څېړونکی داکتر شریف فایض تېره ورځ د ورپېښې ناروغۍ له کبله ومړ.

ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه اعلامیه کې ویلي، چې ولسمشر اشرف غني د نوموړي کورنۍ او د افغانستان علمي ټولنې ته پر پېښه خواشیني ښیي او څرګندوي؛ د لوړو زدکړو پخواني وزیر هڅه وکړه، چې ځوانان زدکړې وکړي او د هېواد په بیارغاونه کې خپله ونډ‌ه ادا کړي.

خلک په ځانګړې توګه لیکوالان د هغه مړینه لویه ضایعه بولي.

داکتر شریف فایض له ۲۰۰۱ تر ۲۰۰۷ کلونو پورې د افغانستان د لوړو زدکړو وزیر و. هغه د ۷۳ کلونو په عمر د ورپېښې ناروغۍ له کبله ومړ. شریف فایض علمي  سټه وه، چې په ۲۰۰۶ کال کې یې د افغانستان امریکایي پوهنتون د بنسټ ډ‌بره کېښوده او هڅه یې وکړه، چې ځوانان عصري زدکړې وکړي.

د لوړو زدکړو وزارت د نشراتو رییس ضیا ساحل وایي، چې د ارواښاد داکتر فایض مړینه د هېواد علمي ټولنو او خلکو ته ستره ضایعه ده. داکتر فایض یو علمي څېړونکی، د ټینګ عزم او پوهې لرونکی و.       

داکتر فایز د لوړو زدکړو د وزیر، د افغانستان د امریکایي پوهنتون د رییس، څېړونکي او استاد په توګه په خپلو دندو کې ډېر ښه ځلیدلی او هڅه یې کړې، چې ټولنه پر زدکړو سمباله او د علمي مخکښانو لرونکې کړي.

Advertisement

تازه خبرونه

د ټاپي ګاز شرکت اجرائیه رییس له وروستیو پرمختګونو خوښي څرګنده کړه

Published

on

(Last Updated On: وری ۹, ۱۴۰۳)

د کانونو او پټرولیم وزارت چارسمبالي شهاب الدین دلاور د پنجشنبې پر ورځ ( د وري نهمه ) د ټاپي پروژې له اجرائیوي رییس او په کابل کې د ترکمنستان له سفیر سره وکتل او د دغې پروژې د پرمختګونو په اړه یې خوښي وښودله.

د ترکمنستان او افغانستان، پاکستان او هند (ټاپي) د ګازو نلیکې د پروژې اجرائیوي رییس مراد امانوف د پروژې له وروستي پرمختګه ډخوښي وښوده او د پروژې د عملي پیل په اړه یې خبرې وکړې.

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت چارسمبالي شهاب الدین لاور ويلي، چې د ټاپي پروژې لومړني کارونه چټک روان دي او په نږدې راتلونکي کې به د دې نلليکې د غځولو چارې پيل شي.

ویل کیږي، چې د ترکمنستان سفیر یاد هېواد ته د افغان پلاوي د وروستي سفر په اړه معلومات وړاندې کړل او څرګندوي، چې په نږدې راتلونکي کې به د دغه هېواد یو پلاوی هرات ولایت ته سفر وکړي.

TAPI د طبیعي ګاز یوه نللیکه ده، چې د آسیا پراختیایي بانک په ګډون د ګالکینیش – TAPI نللیکې شرکت له‌خوا پراختیا مومي.

دغه نللیکه به د ترکمنستان له ګالکینیش ګازو څخه طبیعي ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او بیا هند ته لېږدوي.

Continue Reading

تازه خبرونه

تحول: په افغانستان کې د بریټانیا د پوځي ماموریت ارزونه

Published

on

(Last Updated On: وری ۹, ۱۴۰۳)

Continue Reading

تازه خبرونه

په فاریاب او سرپل کې سېلابونو ځاني او مالي زیانونه اړولي

Published

on

(Last Updated On: وری ۹, ۱۴۰۳)

سیمه‌ییزو چارواکو ویلي؛ د سېلابونو له کبله دوه کسانو خپل خوږ ژوند له لاسه ور کړی او د مالي زيانونو تر څنګ د دې دوه ولايتونو د يو شمېر ولسواليو د تګ راتګ لارې هم تړل شوې دي.

دوی زياته کړې، چې پر کرنيزو ځمکو، استوګنې کورونو، د ښار او کلي تر منځ د پلونو پر نړېدو سربېره سېلابونو د خلکو ژوند له ستونزو سره مخ کړى دى.

د يادونې ده، چې د سېلابونو له کبله زيانمنې شوې کورنۍ له دولت او مرستندويه ادارو څخه د بېړنیو مرستو غوښتنه کوي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!