تازه خبرونه
د زابل په سیوري ولسوالۍ کې ملکي وګړي بمبارد شوي- ځایي خلک

ملي دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې څرګنده کړې، چې نن سهار یې د سیوري ولسوالۍ په ګزک سیمه کې د طالبانو د یوه سیمه ییز قومندان په ګډون څلور طالب وسلوال وژلي دي.
وسلوال طالبان په سیوري ولسوالۍ کې د خپل قومندان وژل کیدل ردوي او وایي، چي هلته پر ملکي خلکو بمبارد شوی دی .
د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر د خبرپاڼې له مخې؛ پر اړوند سیمه د بهرنیو ځواکونو دغه هوایي برید، چې په کې د ماشومانو په ګډون یو شمېر هېوادوال ووژل شول په کلکو ټکو کې غندلی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي؛ حامد کرزی یو ځل بیا په هېواد کې د پوځي عملیاتو او ملکي تلفاتو د زیاتوالي له له کبله اندېښنه ښيي او له امریکا غواړي، چې تاوتریخوالي ته د لمن وهلو پر ځای دې د خبرو او تفاهم له لارې په افغانستان کې د تلپاتې سولې او امن لپاره صادقانه او اغېزمن ګامونه اوچت او د سولې بهیر دې ګړندۍ کړي.