تازه خبرونه
د سترې محکمې لخوا د اداري فساد د لویو دوسیو ساتل قانوني ندي – حقوقپوهان

یو شمېر حقوقپوهانو د سترې محکمې لخوا د اداري فساد او جرمونو د لویو دوسیو ساتل د قانون خلاف ګڼي.
د حقوقپوهانو ټولنې مرستیال حقوقپوه عبدالسبحان مصباح وايي، چې په ستره محکمه کې د فساد لویې دوسیې د ځانګړې موخې له مخې ساتل کیږي.
د افغانستان د جزايي اجراتو په قانون کې د یوې دوسیې د بشپړولو لپاره وروستی مهلت نهه میاشتې ټاکل شوی دی.
د یاد قانون ۱۰۱ ماده ښيي، چې د نیولو او حاضرولو په باب امرونه د صادریدلو له نېټې څخه تر شپږ میاشتو پورې چلیږي یا دا، چې څارنوالي یې د یوې بلې مودې لپاره اوږد کړي.
د معلوماتو له مخې؛ په ستره محکمه کې د حکومتي لوړ پوړیو چارواکو لسګونه دوسیې، چې د میلیونو دالرو فساد په کې دی او د جرمونو بېلابېلې دوسیې له کلونو راپدیخوا بې برخلیکه پرتې دي.
د ولسي جرګې غړي یارباز حمیدی ویلي؛ په ستره محکمه کې د لوړپوړیو چارواکو د قضیو ټول ساتل شوي معلومات باید خلکو او رسنیو ته په ډاګه شي.
د سترې محکمې د کار کړنو په اړه د آریانا نیوز دا درېیم راپور دی، چې جوړیږي؛ خو د سترې محکمې مسوولین له مرکې ډډه کوي، چې د سترې محکمې دغه کار اطلاعاتو ته د لاسرسي د کمیسیون د مسوولینو او نورو بنسټونو له نیوکو سره مخ شو.