Connect with us

تازه خبرونه

د بدخشان د کانونو له ناقانونه کیدنو وسلوال ډېره ګټه تر لاسه کوي

Ariana News

خپور شوی

 په

(Last Updated On: مرغومی ۹, ۱۳۹۸)

د بدخشان ولایت د مدني ټولنو مخکښانو ویلي، چې د دولت وسلوال مخالفان د دې ولایت د کانونو له ناقانونه کیندنو له لاری هره میاشت یو میلیون دالر ترلاسه کوي.

د بدخشان مدني ټولني غړي څرګندوي؛ د دی ولایت د کانونو لویه برخه د دولت وسلوالو مخالفانو لخوا ناقانونه کیندل کیږي، چې د ورځي ۳۵ زر دالر له دې لارې د دوی جیبونوته ځي.

که څه هم د دولت وسلوالو مخالفانو لخوا د معادنو ناقانوني کیندنه کومه نوې خبره نده؛ خو د  بد خشان مدني ټولنې یو شمېر غړي ادعا کوي، چې وسلوال مخالفین او زورواکي له دی لاری میلیونونه دالر ترلاسه کوي.

د بدخشان د مدني شبکې مشر سیف الدین سیاس وايي، د ورځي اووه منه سره زر په دې ولایت کې له زورواکانو سره د جوړجاړي له لارې ناقانونه ترلاسه کیږي او پیسې يې د وسلوالو مخالفانو شخصي جبیبونو ته ځي.

د بدخشان د خلکو د شورا مرستیال مامورالدین کوفي ویلي؛ د بدخشان کانونه په حکومتي ماڼیو کې د ناستو خلکو، د نطام د کابینې او سیمه ییزو زورواکانو لخوا، چې له دولت سره نږدې اړیکې لري؛ په وحشیانه توګه لوټ او له منځه ځي.

که څه هم د کانونو او پطرولیم وزارت د دولت وسلوالو مخالفانو، زورواکانو او د سیمي اوسیدونکیو لخوا د کانونو ناقانونه کیندنې مني؛ خو وايي، په هغو سیمو کې، چې د دولت په حاکمیت کې دي ناقانونه کیندنې ډېرې کمې دي.

د کانونو او پطرولیم وزارت ویاند عبدالقدیر متفي که څه هم دکانونو او پطرولیم وزارت د کانونو ناقانونه کیندنې د زورواکانو کار بولي؛ خو څرګندوي؛ هڅه کوي، چې له امنیتي بنسټونو سره په همغږي کې د کانونو ناقانونه کیندنو مخه نیسي او نیول شوې هم ده.

کارپوهانو ويلي، چې که حکومت د کانونو ناقانونه کیندنو مخه ونیسي؛ په اوږد مهال کې به هېواد له اقتصادی پلوه پر ځانبسیا شي.

تازه خبرونه

په دایکندي ولایت کې ماین چاودنې د ۵ ماشومانو په ګډون ۱۴ کسان وژلي

Ariana News

خپور شوی

په

توسط

(Last Updated On: تله ۸, ۱۳۹۹)

کورنیو چارو وزارت څرګنده کړې، چې پېښه نن سهار ۹:۰۰ د دایکندي ولایت د کجران ولسوالۍ د دشت سلیمان آباد په اړوند سیمه کې پر یو فلاینکوچ موتر د سړک غاړې ماین چاودنه تر سره شوې.

د دغه وزارت د څرګندونو له مخې؛ ماین د طالبانو لخوا ځای پر ځای شوی و.

دې وزارت زیاته کړې، چې په دغه موتر کې ۱۷ مسافر سپاره ول، چې په کې ۱۴ کسان مړه او درې نور ټپیان شوي دي.

یاد وزارت وايي، په مړو کې اووه ښځې، پېنځه ماشومان او دوه سړي شامل دي.

په ټول هېواد کې له تېرو دوه میاشتو راپدیخوا تاوتریخوالی ډېر شوی؛ په ځانګړي توګه د عامه سړکونو په اوږدو کې د ماینونو ښخول، چې د پوځيانو په پرتله یې ډېر ملکي وګړي وژلي دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اوسنۍ تاریخي شېبې پرته به وضعیت نور هم بحراني شي – عبدالله عبدالله

Ariana News

خپور شوی

په

توسط

(Last Updated On: تله ۷, ۱۳۹۹)

د ملي پخلاینې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله پاکستان ته د خپل درې ورځني سفر پر مهال ویلي؛ که د سولې له روانې تاریخي شېبې ګټه پورته نشي؛ وضعیت به نور هم ورسره بحراني شي.

نوموړي په خپل دغه کاري سفر کې د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره خبرې کړي دي.

عبدالله عبدالله له پاکستانيو چارواکو مننه کړې، چې طالبان یې د سولې خبرو ته هڅولي دي.

هغه دا غوښتنه هم کړې، چې له خپلمنځي خبرو کلک ملاتړ وکړي.

هغه ویلي، چې د تاوتریخوالي زیاتوالی به د سولې پر روانو هڅو ناوړه اغېزه وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر له عبدالله عبدالله سره په کتنه کې ویلي، چې هېواد یې د افغانستان په چارو کې لاسوهنه نکوي؛ خو د افغانستان د سولې له بهیره ملاتړ کوي.

ټاکل شوې، چې عبدالله عبدالله به په دې درې ورځني سفر کې د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان او د پوځ له لوی درستیز سره هم وګوري.

په اسلام آباد کې د افغان پلاوي لپاره ځانګړي تدابیر نیول شوي دي.

د پخلاینې عالي شورا مسوولینو ويلي، چې دا سفر به د افغانستان او پاکستان په اړیکو کې نوی څپرکی پرانیزي.

په دغه سفر کې د پاکستان لپاره د ولسمشر ځانګړی استازی عمر داوودزی هم ملګری دی.

د نوموړي وینا؛ په کار ده، چې پاکستان خبرو ته د طالبانو هڅول روان وساتي.

د افغانستان په سوله او جګړه کې د پاکستان ونډه مهمه ګڼل کیږي.

اوس نظر دا دی، چې پاکستان د افغانستان لپاره په خپلو پالسیو کې یو څه بدلون راوستی او غواړي، چې د سولې له بهیر ملاتړ وکړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په امریکا کې تیک تاک لنډمهاله فعال پاتې کیږي

Ariana News

خپور شوی

په

توسط

(Last Updated On: تله ۷, ۱۳۹۹)

که څه هم د امریکا ولسمشر پر تیک تاک پروګرام بندیز لګولی و؛ خو سره له دې هم په دې هېواد کې د لاسرسي وړ دی.

که د سپینې ماڼۍ غوښتنه منل شوې وای؛ په امریکا کې به نویو کاروونکیو ته د دغه زړه راکښونکي پروګرام  دانلود بند شوی و.

تیک تاک د امریکا او چین تر منځ هغه وخت د لانجې یو بل ټکی شو، چې کیدی شي چین د امریکایي کاروونکيو معلومات وکاروي.

د امریکا حکومت د څو اوونیو لپاره د تیک تاک د امریکایي برخې د پلورلو هڅه وکړه او مایکروسافت هم چمتو شو، چې ویې پېري.

په هرحال داسې ښکاري، چې اوراکل او والمارت یې اوس د خپلولو لیواله شوی دی.

د یکشنبې پر ورځ، د امریکا قاضي د دې هېواد آنلاین پلورنځیو څخه د تیک تاک پروګرامونو په ترلاسه کولو کې د بندیز د لنډمهاله لرې کولو امر کړی.

نوموړي قاضي پرې پراخ بندیز ونه لګاوه؛ ځکه، چې هغه به د نومبر پر ۱۲ نېټه پلي شي او دا پروګرام په امریکا کې بې ګټې دی.

تیک تاک په ډاګه کړې: مونږ خوښ یو، چې محکمې زمونږ له قانوني دلیلونو سره هوکړه وکړه او امر یې وکړ، چې د تیک تاک پر پروګرام لګیدلی بندیز دې لرې شي.

دغه راز ویل شويو چې مونږ به د خپلې ټولنې او خپلو کارمندانو په ګټه د خپلو حقونو دفاع روانه ساتو.

Continue Reading
Advertisement

Trending