Connect with us

تازه خبرونه

د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې د ټاکنو خپلواک کمیسیون وګواښه

خپور شوی

د

د ثبات او همپالنې ټاکنیزه ډله خبرداری ورکوي، چې که کمیسیون د رایو بیا شمېرنه له ټاکنیزو شریکانو سره له جورجاړي مخکې پیل کړي؛ کمیسیون به د ټاکنیز کرکېچ پیلوونکی وي.

د رایو بیا شمېرلو د بهیر له دریدو دوه ورځې وروسته د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې مرستیال ویلي، چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون له مسوولینو سره یې د پنجشنبې پر ورځ( د لړم ۲۴) خبرې بې پایلې پای ته ورسیدې.

 د دې ډلې مرستیال ویلي، د ټاکنو له خپلواک کمیسیون سره د دوی د تېرې ورځې ناسته بې پایلې پای ته ورسیده؛ خو دا ډله له کمیسیون سره خبرو ته چمتووالی ښيي او وایي، دا بنسټ باید فرصت له لاسه ورنکړي.

د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې مرستیال اسدالله سعادتي وايي، چې د رایو له بیا شمېرلو مخکې باید ۳۰۰ زره رایې باطلې شي؛ ځکه په وینا یې دا خیالي، تکراي او له ټاکل شوي وخت مخکې او یا وروسته کاترول شوې دي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون مشرې حوا علم نورستانۍ هم ویلي،  مونږ هم د ټاکنیزو ډلو سره یوې حل لارې موندلو لپاره خبرې اترې روانې ساتلې او د رایو د بیا شمېرنې بهیر مو تر پایلې ځنډولی دی.

د ټولنیزو شبکو ځینې کاروونکي ادعا کوي، چې اعتراضي نظریات یې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ اړوند تویتر او فیس بوک شبکو کې پاکیږي؛ خو یوناما ویلي، چې د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو په اړه ناپېیلي دي.

تازه خبرونه

د حکومت او رسنیو ترمنځ باید واټن نه‌وي –  ستانکزی

شېرمحمد عباس ستانکزي په کابل کې د اسلامي نظام په ټینګښت کې د رسنیو رول تر سرلیک لاندې په یوه سیمینار کې زیاته کړې؛ رسنۍ د نړۍ په تبلیغاتي جګړه کې بنسټیز رول لوبوي او پر اسلامي امارت لازمه ده، چې پرې له فشارونو ډډه وکړي او پرېږدي، چې رسنۍ د هېواد په پرمختګ او هوساینه کې خپل رول په آزاده توګه ولوبوي.

Published

on

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي ويلي، له رسنیو باید داسې ملاتړ وشي، چې د حکومت او دوی ترمنځ واټن رامنځته نشي.

شېرمحمد عباس ستانکزي په کابل کې د اسلامي نظام په ټینګښت کې د رسنیو رول تر سرلیک لاندې په یوه سیمینار کې زیاته کړې؛ رسنۍ د نړۍ په تبلیغاتي جګړه کې بنسټیز رول لوبوي او پر اسلامي امارت لازمه ده، چې پرې له فشارونو ډډه وکړي او پرېږدي، چې رسنۍ د هېواد په پرمختګ او هوساینه کې خپل رول په آزاده توګه ولوبوي.

نوموړي په دې اړه ویلي: " د دوی (رسنیو) ستونزې باید واورېدل شي، د دوی غږ باید واورېدل شي، د دوی لپاره باید داسې چاپېریال برابر شي، چې په ازاده توګه خپل کارونه ترسره کړي."

ستانکزي زیاته کړې، د هېواد د رسنیو په اړه باید داسې نظر وي، چې دواړه لوري یو بل ته د اجنبی په سترګه ونه‌ګوري او اسلامي امارت پر رسنیو له فشار راوړلو ډډه وکړي او رسنیو ته اجازه ورکړي، چې په خلاص لاس کار وکړي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسوولينو هم په دې سيمينار کې ويلي، چې له ازادو رسنيو سره يې د ټکر لار نده غوره کړې او دغه وزارت له دوى سره هر راز همکارۍ ته ژمن دى.

د سیمینار برخه‌والو له رسنیو هم وغوښتل، چې نړۍ ته د افغانستان د مثبت انځور په ځلولو او انعکاس کې له هیڅ راز هڅې ډډه ونکړي.

دا سیمینار په داسې حال کې جوړیږي، چې رسنۍ د ملي ګټو او اسلامي ارزښتونو په چوکاټ کې د بیان ازادۍ او مثبتو فعالیتونو انعکاس ته ژمنې دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له ازبکستان سره د ۲۰۲۵ ز.کال لپاره د برښنا د پېرودلو تړون لاسلیک شو

دغه تړون تاشکند ته د دغه شرکت د عمومی رییس عبدالباری عمر پر مشرۍ د اسلامی امارت د پلاوي له سفر او د دغه هېواد له چارواکو سره له خبرو اترو وروسته لاسلیک شو.

Published

on

د افغانستان برښنا شرکت څرګنده کړې، چې له ازبکستان سره د ۲۰۲۵ ز. کال لپاره د برښنا د پېرودلو تړون لاسلیک شوی دی.

دغه تړون تاشکند ته د دغه شرکت د عمومی رییس عبدالباری عمر پر مشرۍ د اسلامی امارت د پلاوي له سفر او د دغه هېواد له چارواکو سره له خبرو اترو وروسته لاسلیک شو.

د افغانستان برښنا شرکت ویاند حکمت الله میوندي ویلي: " د افغانستان برښنا شرکت عمومي رییس د یوه پلاوي پر مشرۍ ازبکستان ته تللی و او په ازبکستان کې یې د برښنا له مسوولانو سره په کتنه کې د ۲۰۲۵ ز.کال لپاره د برښنا د پېرودلو تړون لاسلیک کړ."

یو شمېر پانګوال له اسلامي امارت څخه غواړي؛ د ۵۰۰ کیلو ولټ برښنا په اړه دې له ازبکستان سره خبرې وکړي او دغه پروژه ژر تر ژره بشپړه کړي، چې په هېواد کې د برښنا د کمښت ستونزې یوه برخه اواره شي.

د افغانستان برښنا شرکت ویلي، چې افغان پلاوي له ازبکستاني چارواکو سره د ۵۰۰ کیلو ولټ برښنا د لېږد پروژې په اړه، چې د سرخان- پلخمري- دشت الوان څخه د کابل تر ارغندي او د ننګرهار شیخ مصري ته، چې د ۸۰۰ څخه تر ۱۰۰۰ میګاواټه برښنا د لېږد ظرفیت لري په اړه هم خبرې کړې دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

څار: د مهاجرو نولواله ورځ

Published

on

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2024 Ariana News. All rights reserved!