Connect with us

تازه خبرونه

د بدخشان پر لاجورد کان د طالبانو څارنې اندېښنې راپارولي

Avatar

خپور شوی

 په

(Last Updated On: چنګاښ ۲۵, ۱۳۹۸)

د مشرانو جرګې غړیو ویلي، چې د بدخشان د کران او منجان ولسوالۍ له سقوط سره د لاجورد کان د طالبانو د تمویل پر ښې سرچینې اوښتی دی.

له هغې وروسته، چې طالبانو د بدخشان پر کران و منجان ولسوالۍ برید وکړ او د دې ولسوالۍ اداره یې بېرته ونیوله، ورسره سم د مشرانو جرګې د غړیو نیوکې او دا اندېښنه راوپاریدله، چې طالبان به د هېواد د لاجورد کان د خپل تمویل پر سرچینې واړوي.

په مشرانو جرګه کې د بدخشان استازي وایي، که حکومت تر ځمکې لاندې سرچینې د پاملرنې وړ ونه ګڼلې؛ ناوړې پایلې به رامنځته کړي.

په مشرانو جرګه کې د بدخشان استازی کامل بیک حسیني وایي، چې د بدخشان ولایت د کران و منجان ولسوالي طالبانو نیولې او د لاجورد کان هم په همدې ولسوالۍ کې دی. طالبان د ولسوالۍ پر نیولو سربېره کولی شي د خپلې مالي سرچینې په توګه له لاجورد ګټه پورته کړي.

په مشرانو جرګه کې د دې ولایت استازې گلالۍ اکبري هم د دې ولسوالۍ نیول مني او وایي، چې د ولسوالۍ د سقوط پر مهال امنیتي ځواکونو ته مرسته ونه رسیده او طالبانو پرې خپله ولکه ټینګه کړه.

د نوموړې د څرګندونو له مخې؛ امنیتي ځواکونه باید د دې ولسوالۍ د بېرته نیولو هڅې پیل کړي او که داسې ونشي، خاش ولسوالي به هم طالبان ونیسي.

د مشرانو جرګې رییس له امنیتي بنسټونو غواړي، چې د کران و منجان ولسوالۍ د بېرته نیولو لپاره خپلې هڅې ګړندۍ او د پام وړ وګرځوي.

د مشرانو جرګې رییس فضل هادی مسلمیار د دې ولسوالۍ نیول د اندېښنې وړ بولي او وایي، چې امنیتي ځواکونه باید د ولسوالیو امنیت خوندي او د دې ولسوالۍ د بېرته نیولو لپاره ګړندۍ هڅې پیل کړي. پرته لدې به په دې ولایت کې ستونزې پراخه شي.

له دې مخکې هم اندېښنې وې، چې وسلوال مخالفان د خپلو جنګي لګښتونو ستره برخه له کانونو پوره کوي او د مشرانو جرګې غړي له همدې کبله له حکومت غواړي، چې د کانونو د امنیت ساتنې لپاره هڅې وکړي، پرته له دې به د هېواد کانونه لوټ شي.

تازه خبرونه

په کابل کې یو افغان ادعا کړې، چې کرونا ضد واکسین یې جوړکړي

Avatar

خپور شوی

په

توسط

(Last Updated On: غبرګولى ۱۰, ۱۳۹۹)

په کابل کې یو سړی ادعا کوي، چې د کرونا ضد واکسین او درمل یې کشف کړي دي.

محمد حکیم الکوزی، چې ځان یوناني ډاکټر بولي وایي، دا واکسین یې له طبیعي بوټو چمتو کړی او پر کرونا ویروس اخته  یو شمېر ناروغان پرې رغیدلي هم دي.

هغه ویلي؛ کلونه کلونه کیږي، چې یوناني ډاکټر دی او اوس ادعا کوي، چې له اوونیو راپدیخوا یې د یاد ویروس د ناروغانو د درملنې لپاره یې هڅې او څېړنو وکړې او په پای کې بریالی شو او واکسین هم چمتو شول.

د کابل د عامې روغتیا مشر خوشال نبي زاده ویلي، د درملو معرفي او یا د درملنې هڅه علمي الزامات غواړي او له همدې کبله درملنه باید خپلسرې نه وي.

نوموړی ټینګار کوي، چې له آزموینو او مجوز له تر لاسه کولو وروسته دا کس کولی شي، خپل درمل تجویز کړي او که په خبره یې دې طبیب خلک تېر ایستي وي، عدلي او قضایي بنسټونو ته به وروپېژندل شي.

د کووېډ – ۱۹ ناروغۍ پر ضد د واکسین چمتو کولو لپاره د امریکا، چین، روسیې او د اروپایي ټولنې غړيو هېوادونو له تېرو څو میاشتو راپدیخوا د واکسین او درمل جوړولو لپاره هحې او څېړنې پیل کړي؛ خو تر دې دمه بریالي شوي ندي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د سولې خبرو پیل او پر مخ بیولو لپاره یې اوربند اړین دی- عبدالله عبدالله

Avatar

خپور شوی

په

توسط

(Last Updated On: غبرګولى ۱۰, ۱۳۹۹)

د پخلاینې عالي شورا مشر که څه هم د افغانانو د خپلمنځي خبرو د پیل لپاره کره نېټه نه ښیي؛ خو وایي، په  دې اړه پرمختګونه شوي او د حکومت مرکچي پلاوی هره شېبه له طالبانو سره خبرو ته چمتو دی او د دې بهیر پیل د دواړو لوریو رښتینې هڅې غواړي.

له ۱۲ ورځو وروسته د پخلاینې عالي شورا د مشر په توګه عبدالله عبدالله په اختر کې درې ورځنی اوربند او د دواړو خواوو له لوري د بندیانو خلاصون د افغانانو د خپلمنځي خبرو د پیل لپاره ګټور ګامونه بولي او د سیمې له هېوادونو غواړي، چې د افغانستان د سولې په بهیر کې خپلې همکارۍ روانې وساتي.

نوموړی که څه هم له طالبانو سره مخامخ خبرو ته د افغان دولت د پلاوي له چمتووالي خبر ورکوي؛ خو ټینګار کوي، چې له طالبانو سره مخامخ خبرې اترې د دواړو لوریو له هڅو سره تړلې دي.

دا په دسې حال کې ده، چې د حکومت لخوا د سلګونه طالب بندیانو له خلاصون وروسته دا دی په کابل کې د طالبانو او حکومت د تخینکي ډلو خبرې اترې د درېیمې ورځې لپاره هم د تړلیو دروازو تر شا روانې دي ، چې له افغان حکومت سره د تبادلې پر مسالې کار وکړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د پاکستان ګوادر بندر افغانستان ته افتصادي ارزښت لري

Avatar

خپور شوی

په

توسط

(Last Updated On: غبرګولى ۱۰, ۱۳۹۹)

د پاکستان د سوداګرۍ وزارت په ډاګه کړې، چې  د اپټا سوداګریز تړون له مخې پر ګوادر بندر افغانستان هم سوداګري کولی شي.

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي؛ دغه وزارت هڅه کوي، چې د افغانستان د صادراتو او وارداتو لپاره ټول سوداګریز ادرسونه او د هلیزونه وکاروي؛ ځکه، چې مونږ ته له  اقتصادي  پلوه  لوړ ارزښت لري.

 د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایی افغان حکومت غواړي د پاکستان په ګډ‌ون ټولو هیوادونو سره منظمې اقتصادي همکاري ولري.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د ویاند مرستیاله سعدیه سیرت څرګندوي، چې د افغانستان د حکومت پالیسي د سیمې او ګاوند هېوادونو سره د منظمو اقتصادي تعاملاتو شتون دی.

د پاکستان ګوادر بندر افغانستان ته تر ټولو نږدې بندر دی؛ خو دا، چې افغان لوری به له دې بندره ګټه پورته کړي او که نه، د صنعت او سداګرۍ وزارت یی په اړه څه نه وایي.

په سوداګریزو چارو کې د پاکستان د لومړي وزیر سلا کار هم ويلي، افغانستان له دې وروسته کولی شي ، چې پر ګوادر بندر د سوداګریزو مالونو راکړه ورکړه وکړي.

 د سوداګرۍ او پانګونې خونې غړی خانجان الکوزی وایي؛ د ګوادر بندر له اقتصادې پلوه د افغانستان  لپاره خورا لنډ او ګټور دی؛ خو اند ېښنه مو داده، چې ګاونډي هېوادونه نه غواړي له افغانستان سره معیاري سوداګریزې او ترانزیتي اړیکې وپالي.

اقتصادي کارپوه کمال الدین کاکړ په دې  باور دی، چې که د پاکستان حکومت نړیوالوسواګریزو او ترانزیتي  قوانینو ته درناوی وکړي افغان سوداګروته د ګوادر بندر خورانږدې او ګتور دی.

پاکستانيو چارواکو په خپلو خبرو کې زیاته کړې؛ دې بندر ته له  ۱۶ زره ټنه کیمیاوي سرې څخه ډکه بېړۍ رارسیدلې او دا به افغانستان ته نه یوازې ورسول شي، بلکې دا بندر به ورته د سوداګرۍ یو نوی باب هم شي.

Continue Reading

Trending