Connect with us

تازه خبرونه

د آذربایجان او افغانستان ولسمشرانو پر دوه اړخیزو همکاریو بحث او خبرې وکړې

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

ولسمشرۍ څرګنده کړې، چې محمد اشرف غني آذربایجان ته د خپل سفر پر مهال د باکو نړیوالې ناستې په څنډه کې نن غرمه د دغه هېواد له ولسمشرالهام علي اوف سره وکتل.

د ولسمشرۍ د خبرپاڼې له مخې؛ په دغه کتنه کې دواړو مشرانو د سوداګرۍ، صادراتو او وارداتو، ترانسپورت او کانونو په برخو کې د دوه اړخیزو همکاریو په  اړه بحث او خبرې وکړې.

د ولسمشرۍ د خبرپاڼې له مخې؛ ولسمشر الهام علي اوف په تېرو څو کلونو کې د آذربایجان او افغانستان ترمنځ د اړیکو پر پراختیا د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ وویل، زمونږ اړیکې چې ورځ تر بلې د پراخیدو په حال کې دي او مونږ ترې هرکلی کوو.

نوموړي د کانونو په برخه کې ښو ظرفیتونو او له افغانستان څخه د میوو او سابو واردولو ته په نغوته کې وویل، د آذربایجان او افغانستان پلاوي به پدې اړه د ګډ کار په پایله کې د عمل پلان ترتیب او پلی کړي.

جمهد ارګ په خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر غني د غوڅ ملاتړ ماموریت په  چوکات او د لاجورد لارې په پرانسته کې د آذربایجان فعاله همکاري او ونډه وستایله او وایي، چې افغانستان به د نفت او ګازو د پېرلو لپاره له آذربایجان سره د دولت په دولت تړونونه لاسلیک کړي.

نوموي زیاته کړې، د ترانزیت او ترانسپورت په برخه کې د رامنځته شویو آسانتیاوو له کبله صادرات او واردات آسانه شوي او افغانستان د کرنې، انرژۍ، کور او سرک جوړولو په برخو کې د پانګونې ظرفیت لري.

ولسمشر غني دا هم ویلي، چې د افغانستان او آذربایجان پلاوي به له افغانستان څخه د مرمرو ډبرو، وچو او تازه میوو، سابو او کچالو د صادرولو په برخه کې یوه بسته د لېږد لپاره چمتو او عملي کړي.

محمداشرف غني دغه راز نظامي ګنجوي د آذربایجان او افغانستان ګډه فرهنګي پانګه وبلله او د اطلاعاتو فرهنګ وزارت ته یې د نوموړي په مناسبت د سمینار جوړولو لارښوونه وکړه.

هغه ویلي؛ مونږ به د تخنیکي زدکړو لپاره نور محصلین هم آذربایجان ته راولېږو.

همدارنګه د دواړو ولسمشرانو په حضور کې د افغانستان او آذربایجان هېوادونو اړوند استازیو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ، فرهنګ او اورګاډي پټلیو په برخو کې د همکاریو هوکړه لیکونه لاسلیک کړل.

د افغانستان او آذربایجان ترمنځ د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې لاسلیک شوي هوکړه لیکونه به په دواړو هېوادونو کې د ګټورو او ډاډ وړ عامه خدماتو، مفکورو، معلوماتو، مهارتونو او تجربو شریکولو او د پانګونې د ودې او پراختیا او ګډې سوداګرۍ په برخه کې آسانتیاوې رامنځته کړي.

د فرهنګي همکاریو هوکړه لیکونه به د دواړو هېوادونو او ملتونو د نږدیوالي او همغږۍ لامل شي او د یو او بل د درک ترڅنګ به په دواړو په هېوادونو کې فرهنګي بنسټونو او شخصیتونو ته د فرهنګي فعالیت آسانتیاوې رامنځته کړي.

د افغانستان او آذربایجان ترمنځ د اورګاډي پټلۍ هوکړه لیک به د دواړو هېوادونو ترمنځ په اړوند برخه کې د دوه اړخیزو تخنیکي همکاریو پراختیا، پانګونې، د دولتي او خصوصي سکتور د مشارکت زمینه برابره کړي.

د یادونې وړ ده، چې نظامي ګنجوي مرکز، د باکو په نړیواله ناسته کې افغان ولسمشر اشرف غني ته د نړیوالې سولې او امنیت په اړه د هغه د هڅو او همکارۍ د درناوي له کبله د نظامي ګنجوي نړیواله جایزه ورکړې ده.

تازه خبرونه

د داعش خراسانی مشر د پاکستان په بلوچستان کې دی – رویټرز

Published

on

(Last Updated On: وری ۹, ۱۴۰۳)

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې د داعش د خراسان څانګې مشر د پاکستان په بلوچستان ایالت کې ژوند کوي.

د دغه خبري آژانس د راپور له مخې: ۲۹ کلن ثناالله غفاري، چې شهاب المهاجر هم یاد شوی؛ دا ډله یې د داعش پر تر ټولو وېرونکې څانګې بدله کړې ده.

رویټرز دا هم څرګنده کړې، چې ثناالله غفاري په ۲۰۲۰ ز. کال کې د داعش خراسان څانګې مشري پر غاړه واخیسته او د ده د مشرۍ پر مهال دغې ډلې سخت بریدونه وکړل او یو شمېر کسان یې ځان ته جلب هم کړل.

رویټرز زیاته کړې، چې د غفاري په اړه د ۲۰۲۱ کال د کابل پر هوايي ډګر د داعش له وژونکي برید مخکې، چې ۱۷۰ افغان ملکي وګړي او ۱۳ امریکايي پوځیان ووژل شول؛ ډېر لږ معلومات خپاره شوي وه.

د داعش د خراسان څانګې بحث وروسته له هغې ګرم شو، چې د تېرې جمعې ورځ مسکو ته نږدې د کنسرت په یوه تالار کې خونړۍ ډزې وشوې او لږ تر لږه ۱۳۹ کسان په کې ووژل شول.

له دې مخکې پاکستانيو چارواکو اعلان کړی و، چې غفاري د تېر کال په جون میاشت کې د افغانستان په کونړ ولایت کې وژل شوی؛ خو اوس رویټرز خبر ورکوي، چې نوموړی پاکستان ته تښتېدلی او د بلوچستان په ایالت کې اوسېږي.

د افغانستان کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع وايي، داعش له څه باندې دوه کلونو راپدیخوا په افغانستان کې ځپل شوی او خپلې عملیاتي وړتیاوې یې له لاسه ورکړي او ګواښ پېښولی نشي.

ویل کیږي، چې داعش په افغانستان کې وروستی برید د کندهار ولایت د کابل بانک پر دفتر وکړ، چې ۳ کسان یې ووژل او ۱۲ نور ټپیان دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د رښتر پر کچه ۵ اعشاریه ۲ درجې زلزلې افغانستان ولړزاوه

Published

on

(Last Updated On: وری ۹, ۱۴۰۳)

د هند د زلزلې ملي مرکز څرګنده کړې، چې نن (پنجشنبه د وري نهمه) له غرمې وروسته د رښتر پر کچه ۵.۲ درجې زلزلې افغانستان ولړزاوه.

دا زلزله د ځمکې په ۷۰ کیلومټره ژوروالي کې رامنځته شوې او مرکز یې د بدخشان ولایت د اشکاشم ولسوالۍ شمال ختیځه غرنۍ سیمه ده.

دغه زلزله پر افغانستان سربېره په تاجکستان، ازبکستان او قرغزستان کې هم احساس شوې ده.

تر اوسه د دې پېښې د ځاني او مالي زیان په اړه څه ندي ویل شوي.

تېر اکټوبر په هرات ولايت کې د رښتر پر کچه شپږ اعشاريه څلور درجې زلزلې له دوه زره زيات کسان مړه او ډېر کلي ویجاړ کړل.

Continue Reading

تازه خبرونه

د بیات بنیاد د روژې مرسته د بلخ ولایت اړمنو ته ورسېده

Published

on

(Last Updated On: وری ۹, ۱۴۰۳)

بیات بنیاد د روژې د مرستو په لړ کې د بلخ ولایت لسګونه اړمنو کورنیو ته خوراکي توکي ووېشل.

د بیات بنیاد د روژې د مرستو په لړ کې دا ځل د بلخ ولایت لسګونه اړمنې کورنۍ تر پوښښ لاندې راغلې. په بلخ ولایت کې د بیات بنیاد استازی یافث ثاقب وایي؛ په دې مرسته کې اوړه، غوړي او وريجې شته، چې پر اړمنو کسانو وېشل شوې دي.

نوموړي زیاته کړې؛ د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د بیات بنیاد د روژې د مرستو لړۍ روانه ده.

هغو کورنیو، چې دغه مرستې ترلاسه کړې د دې بنسټ له مرستو خوښ دي او له نورو مرستندویه بنسټونو هم غواړي، چې له اړو کسانو سره مرستې وکړي.

بیات بنیاد یو له هغو خیریه بنسټونو څخه دی، چې په تېرو ۲۰ کلونو کې یې پر اړمنو کورنیو د مرستو د وېش ترڅنګ یې د هېواد په بېلابېلو برخو کې رغنیزې پروژې هم پلې کړې دي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!