تازه خبرونه
خلیلزاد په قطر کې له حکومتي او طالب پلاوو سره ولیدل
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي په دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو له خبرې کوونکیو پلاوو سره د اختلافاتو د حل لپاره مشورې پیل کړي دي.
زلمي خلیلزاد په فطر کې د خپلمنځي پلاوو تر منځ د منځګړي په توګه پرون له غرمې وروسته د جمهوري غوښتونکو او طالب استازیو سره وکتل، چې دواړه خواوې همغږي کړي.
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند نعیم وردګ ویلي؛ تېر ماښام ملا برادر آخند، شيخ عبد الحکيم او ورسره مل پلاوي یې د امريکا د بهرنیو چارو له ځانګړي استازي زلمي خليلزاد سره د دوحې د هوکړې پر پلي کولو، د اسيرانو پر خلاصون، خپلمنځي خبرو او نورو اړوند موضوعاتو بحث کړی دی.
داسې ښکاري، چې د افغانستان د سولې خبرې له ننګونو سره مخ شوي او روانه ننګونه د تېرو څو اوونیو په سلا مشورو کې هم حل نه شوه. له همدې کبله زلمي خلیلزاد منځګړیتوب پیل کړی دی.
یو شمېر سرچینو په دوحه کې ویلي؛ زلمي خلیلزاد د دواړو لوریو تر منځ د مذاکراتو په کړنلاره کې د اختلافي مواردو د حل په اړه منځګړیتوب پیل کړی دی.
دا سرچینې څرګندوي، د پنجشنبې له غرمې وروسته ښاغلي خلیلزاد د حکومت له مرکچي پاوي سره لیدلي، چې دواړه لوري سره همغږۍ ته ورسول شي.
د حکومت د مرکچي پلاوي یوه غړي آریانا نیوز ته ویلي: حکومتي پلاوي څو بدیلې طرحې د مذاکراتو په کړنلاره کې د وروستي کیدو لپاره د طالبانو پلاوي ته سپارلي؛ خو تراوسه هم د مقابل لوري د ځواب په تمه دي.
آزاد خبریال سمیع یوسف زي ویلي، د دواړو پلاوو اختلافات داسې پړاو ته راورسیدل، چې امریکا منځګړیتوب ته مخه کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د مرکچي پلاوي مشر او نورو غړو هم د دیني عالمانو د نړیوال سازمان له مشر سره په دوحه کې کتلي دي. د طالبانو د مرکچي پلاوي مشر په دې لیدنه کې ویلي؛ د اسلامي حکومت جوړېدو لپاره خبرې د امریکا او دې ډلې د هوکړه لیک له مخې مخته وړي؛ خو د حکومت د مرکچي پلاوي غړي د دوحې د فبروري د نهه ویشتمې ورځې د دې هوکړه لیک له مخې خبرې مخته نه وړي.
تازه خبرونه
له ۲۰۰ ډېر له بنده خوشې شوي کډوال هېواد ته راستانه شول
د کندهار او نیمروز ولایتونو د کډوالو چارو ریاستونو د بیا میشتېدنې ریاستونو د څرګندونو له مخې؛ ۲۲۴ کسان په پاکستان کې له دوه میاشتو بند تېرولو وروسته د سپین بولدک له لارې او ۴ نور هېوادوال په عراق کې د درې میاشتو بند له تېرولو وروسته د نیمروز له لارې خپل هېواد ته راستانه شوي دي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویلي؛ په روانه اوونۍ کې ۲۲۸ افغان کډوال، چې په عراق او پاکستان کې بندیان ول؛ خوشې شوي او افغانستان ته راستانه شوي دي.
د کندهار او نیمروز ولایتونو د کډوالو چارو ریاستونو د بیا میشتېدنې ریاستونو د څرګندونو له مخې؛ ۲۲۴ کسان په پاکستان کې له دوه میاشتو بند تېرولو وروسته د سپین بولدک له لارې او ۴ نور هېوادوال په عراق کې د درې میاشتو بند له تېرولو وروسته د نیمروز له لارې خپل هېواد ته راستانه شوي دي.
یاد کسان د سپین بولډک او نیمروز د بیا میشتیدنې ریاستونو له نوملیکنې او د وزارت همکارو ادارو څخه د مرستې ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي ځایونو ته ولېږدول شول.
تازه خبرونه
په افغانستان کې ټولګډونه حکومت جوړول د جګړې د مخنیوي لپاره اړین دي – ایران
ایرواني د چارشنبې پر ورځ( د لیندۍ نولسمه / د ډسمبر لسمه ) د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې «په افغانستان کې وضعیت» تر سرلیک لاندې وینا کې ویلي: « د داسې یو ټولګډونه حکومت جوړول، چې رښتیا هم د خلکو استازیتوب وکړي؛ د تلپاتې سولې او ثبات، د جګړې د بیا راڅرګندېدو او د پراخو کډوالو د بهیر د مخنیوي، امنیتي تضمین، اقتصادي پرمختګ او د بشري حقونو په ځانګړي توګه د ښځو او نجونو د حقونو د درناوي لپاره اړین دي.»
تازه خبرونه
د افغانستان علماوو له هېواد او شرعي نظام څخه د دفاع فرضیت اعلان کړ
د هغه پرېکړه لیک له مخې، چې آریانا نیوز ترلاسه کړی راغلي؛ تېره ورځ په کابل پوهنتون کې د هېواد له زر ډېرو عالمانو او مشایخو د افغانستان د حریم د نقض په غبرګون کې یو پرېکړه لیک وړاندې کړ، چې په کې راغلي؛ له خپلو حقونو، ارزښتونو او شرعي نظام دفاع فرض عین ده او د تېري پر وړاندې دفاع مقدس جهاد دی.
د افغانستان د ټولو ولایتونو یو شمېر علماوو د اسلامي نظام د دفاع او حريم د ساتنې په اړه د خپلې ناستې پرېکړه اعلان کړې ده.
د هغه پرېکړه لیک له مخې، چې آریانا نیوز ترلاسه کړی راغلي؛ تېره ورځ په کابل پوهنتون کې د هېواد له زر ډېرو عالمانو او مشایخو د افغانستان د حریم د نقض په غبرګون کې یو پرېکړه لیک وړاندې کړ، چې په کې راغلي؛ له خپلو حقونو، ارزښتونو او شرعي نظام دفاع فرض عین ده او د تېري پر وړاندې دفاع مقدس جهاد دی.
په دې پرېکړه لیک کې ټينګار شوي؛ هیچاته به اجازه ورنکړ شي، چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکارول شي او که څوک دغې پرېکړې ته پاملرنه نهکوي؛ اسلامي امارت حق لري، چې پر وړاندې یې تصمیم ونیسي.
د عالمانو په دې غونډه کې له اسلامي امارت غوښتنه وشوه، چې د اسلامي امارت د رهبر د سپارښتنې له مخې هیچاته اجازه ورنهکړ شي، چې نورو هېوادونو ته د پوځي هڅو د ترسره کولو لپاره ولاړ شي.
دا غونډه په داسې وخت کې ترسره کېږي، چې د امنیتي مسلو په اړه د افغانستان او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی بېساري کچې ته لوړ شوی دی.
-
نړۍ3 days agoټرمپ د بېړنۍ ویزې ته د ۱ میلیون ډالرو طلايي کارت پروګرام پیل کړ
-
سیمه ییز خبرونه5 days agoپه پاکستان کې ۱۰ پوځیانو ته مرګ او ژوبله اوښتې
-
تازه خبرونه5 days agoد پاکستان د درملو صادرات له ۲۰۰ میلیون ډالرو زیان سره مخ شول
-
سوداگري5 days agoد پاکستان او افغانستان سوداګر میلیارډونه ډالر زیانمن شول
-
تازه خبرونه4 days agoافغانستان د بې نظمه او جرم ځپلو هېوادونو په نوملړ کې راغی- ټرمپ
-
تازه خبرونه4 days agoیوناما د افغانانو د حقونو د ساتنې غوښتنه وکړه
-
تازه خبرونه3 days agoپه افغانستان کې ټولګډونه حکومت جوړول د جګړې د مخنیوي لپاره اړین دي – ایران
-
تازه خبرونه3 days agoد افغانستان علماوو له هېواد او شرعي نظام څخه د دفاع فرضیت اعلان کړ
