Connect with us

تازه خبرونه

تېر کال په افغانستان کې ۶۱۱ نادولتي موسسو نړیوالې هڅې تر سره کړي

خپور شوی

د

Last Updated on: سلواغه ۱۶, ۱۴۰۱

 د اقتصاد وزارت مسوولین وايي، چې له دې وزارت سره ۲۵۷۰ نادولتي موسسې ثبت او راجستردي، چې په ۲۰۲۲ ز. کال  کې ترې ۶۱۱ هغو په هېواد کې نړیوال فعالیتونه ترسره کړي دي.

د اقتصاد وزارت مسوولینو ويلي، چې په هېواد کې له ۲۵۷۰ کورنیو او بهرنیو نادولتي مواسسو څخه ۶۱۱ فعالیت لري، چې ډېرې یې د هېواد په  بیلا بیلو ولایتونو او مرکز کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو  اړوند فعالیتو نه ترسره کوي.

د اقتصاد وزارت مسوولینو ويلي، چې د دغو نادولتي موسسو له ټولو پروګرامونو څخه په منظم ډول  څارنه لري او تر دېره بریده یې د اقتصادي وزارت له و ضع شويو  ټولو اصول سم خپل فعالیتونه ترسره کړي دي.

د اقتصادي  وزارت مسوولین وايي؛ هغه نادولتي موسسو، چې تر اوسه یې د خپل فعالیت راپور  ندی ورکړی؛ عالت يي هم د مالي تمویل کمښت او د فعالیتونو نشتوالی دی.

د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمان حبیب وایي: له دغو ۶۱۱ نادولتي موسسو څخه ۳۸۰ یې پروژې درلودې او خپل شپږ میاشتیني راپورو نه يي ورکړي او پاتي نورې موسسې فعاله دې؛ خو تردې د مه پروژه نلري.

د اقتصادي چارو یو شمېر پوهان هم له اسلامي امارته غوښتنه کړې، چې په هېواد کې د نادولتي  مواسسو د فعالیتو لپاره نورې اسانتیاوې هم رامنځته کړي، چې دوی و کولی شي له نړیوالو ټولنو سره د همغږۍ له مخې خپلو هېوادوالو ته خدمتونه وړاندې کړي.

دغه راز دوی د هېواد اوسنیو اقتصادي شرایطو له مخې په هېواد کې د نادولتي موسسو فعالیتونه خورا اغېزمن بولي.

د خصوصي سکتور غړی عبد النصیر رشتیا وایي: زمونږ په هېواد کې دمګړۍ خلک له فقر او بیکارۍ  ځوریږي او اوسنیو شرایطو کې خورا اړینه ده، چې د اقتصاد وزارت نور هم نادولتي موسسو د فعالیت ساحه پراخه کړي.

د اقتصادي وزارت مسوولینو ویلي، چې د تېر یوه کال په لړ کې نږدې ۵۰۰ نوې نادولتي موسسو له اقتصاد وزارت سره نوملیکنه کړې ده.

د دې  وزارت مسوولینو زیاته کړې، چې په هېواد کې ورځ  تر بلې د نادولتي موسسو لپاره قانوني چو کاتونه منظم کیږي او د دوی فعالیتونه هم  د پرا ختیا په حال کې دي.

تازه خبرونه

کابل ښاروالۍ د شهرنو پارک د بیارغونې بنسټیزې چارې پیل کړې

کابل ښاروالۍ د یکشنبې پر ورځ( د لیندۍ دېرشمه ) په ایکس پاڼه کې لیکلي: پا ۹۰ زره ۶۶۳ مټر مربع ځمکه کې جوړ دا پارک د کابل یو پخوانی تفریحي ښاري پارک دی، چې اوس په کې د بیارغونې بېخبنایي او بنسټیزې چارې پیل شوې دي.

Published

on

کابل ښاروالۍ ویلي، چې د خصوصي او عامه مشارکت پروژې په چوکاټ کې یې د څه باندې یو میلیارډ او ۹۰۴ میلیون افغانیو پر ارزښت د شهرنو پارک د جوړولو چارې پیل کړې دي.

کابل ښاروالۍ د یکشنبې پر ورځ( د لیندۍ دېرشمه ) په ایکس پاڼه کې لیکلي: پا ۹۰ زره ۶۶۳ مټر مربع ځمکه کې جوړ دا پارک د کابل یو پخوانی تفریحي ښاري پارک دی، چې اوس په کې د بیارغونې بېخبنایي او بنسټیزې چارې پیل شوې دي.

د ښاروالۍ د څرګندونو له مخې؛ د شهرنو پارک پر ۱۴،۳۲ سلنه برخه د لوړپوړیز سوداګریز مارکیټ، تر ځمکې لاندې مارکیټ، د ښځو لپاره ځانګړي مارکیټ، تفریحي ځایونو، رسټورانټونو، جومات، د لامبو وهلو حوض، پارکینک، ورزشي او فرهنګي سیمو او د فاتحې سالون د جوړولو چارې پیل کړې، چې د درې کلونو په موده کې به بشپړې شي.

کابل ښاروالۍ ویلي، چې د دې پارک یوه برخه یې د نیالګیو کېنولو، زرغونو سیمو، د چاپېریال ساتنې سیسټم، پوښلو او آزادو تفریحي امکاناتو جوړولو لپاره ځانګړې کړې ده.

همدارنګه کابل ښاروالۍ ښاریانو ته د یادې پروژې له بشپړېدا سره عمومي برخو ته په وړیا توګه له لاسر سی هم ډاډ څرګند کړی دی.

ویل کیږي، چې د یادې پروژې عواید د ۳۰ کلونو لپاره تنظیم شوي، چې د پارک له سوداګریزو تاسیساتو څخه به ۳۰ سلنه عواید د کابل ښاروالۍ بانکي حساب ته ورځي او قراردادي شرکت د یاد پارک د تاسیساتو د پلورلو، ګروۍ، سرقلفۍ او انتفاعي ګټې اخیستنې حق نلري.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سالنګ کې د ټرافیکي پېښې له کبله ۴۹ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې

د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس وایي: “په دې پېښه کې ۵ مسافر مړه او ۴۴ نور ټپیان شول. د سالنګ د لویې لارې د ساتنې او ساتنې ریاست پرسونل او چارواکي په چټکۍ سره د پېښې ځای ته رسېدلي او ټپیان یې د خنجان کلینیک ته وړي دي.”

Published

on

د ټولګټو چارو وزارت ویلي، چې تېره شپه شاوخوا دوه بجې د شمالي سالنګ د شاوال په اړوند سیمه کې د موټر چلوونکي د بې احتیاطۍ له کبله ۵۸۰ ډوله مسافروړونکی بس له سړک ووت؛ ۵ کسانو په کې خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۴۴ نور ټپیان دي.

د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس وایي: “په دې پېښه کې ۵ مسافر مړه او ۴۴ نور ټپیان شول. د سالنګ د لویې لارې د ساتنې او ساتنې ریاست پرسونل او چارواکي په چټکۍ سره د پېښې ځای ته رسېدلي او ټپیان یې د خنجان کلینیک ته وړي دي.”

حق‌شناس زیاته کړې، چې د واورې او توپاني هوا له کبله د سالنګونو لویه لار تر بلې خبرتیا پورې به تړلې وي.

 
Continue Reading

تازه خبرونه

په کابل منډيي کې د اورلګېدو د خپرېدا مخه ونیول شوه

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع زیاته کړې؛ په اور‌لګېدو کې ۱۰ ګودامونه او ۸ دوکانونه وسوځېدل. د لومړنیو څرګندونو له مخې؛ د پېښې زیان شاوخوا ۷۰۰ زره ډالر اټکل شوی، خو د اور وژنې پولیسو پخپل وخت د نږدې ۱۵۰ میلیون افغانیو پر ارزښت د توکو د سوځېدو مخه ونیوله.

Published

on

د کورنیو چارو وزارت ويلي، چې نن سهار د اور وژنې او پېښو ته د رسېدنې عمومي ریاست غړيو په کابل منډيي کې د بوټانو له یوه مارکېټ څخه د اور د خپرېدا مخه نیولې ده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع زیاته کړې؛ په اور‌لګېدو کې ۱۰ ګودامونه او ۸ دوکانونه وسوځېدل. د لومړنیو څرګندونو له مخې؛ د پېښې زیان شاوخوا ۷۰۰ زره ډالر اټکل شوی، خو د اور وژنې پولیسو پخپل وخت د نږدې ۱۵۰ میلیون افغانیو پر ارزښت د توکو د سوځېدو مخه ونیوله.

عبدالمتین قانع وایي: د اور‌لګېدو لامل د برښنا شارټي وه؛ اور چټک کنټرول شو او د نور زیان مخه ونیول شوه.

ځایی دوکاندارانو ویلي، چې اور‌لګېدنه د سهار شاوخوا ۴ بجې رامنځته شوې وه.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!