تازه خبرونه
د فوټبال لوبغاړیو د جورج فلایډ په یاد د درناوي مراسم ترسره کړل

د لیورپول ۲۹ لوبغاړیو په آنفیلډ لوبغالي کې د خپلې روزنیزې ناستې پر مهال د درناوي په پار پر ځمکه خپلې ګونډې ولګولې.
الجزیرې په ډاګه کړې؛ په امریکا کې د جورج فلایډ له مړینې او په دې هېواد کې له پراخو څو ورځنیو لاریونونو سره همهاله لیورپول فوټبال لوبغاړیو د دوشنبې پر ورځ په آنفیلډ لوبغالي کې د جورج فلایډ یادونه وکړه او د هغه په ویاړ یې پر ځمکه خپلې ګونډې ولګولې.
لوبغاړیو په خپلو ټولنیزو رسنیو کې د خپلې دغې هڅې انځورونه د یووالي ځواک دی او د تورپوټکو ژوند ارزښت لري؛ خپاره کړل.
دا هڅه د جورج فلایډ پر مرګ د لیورپول لوبغاړو د پیوستون ښکارندویي کوي، چې د پولیسو په بند کې یې سا وختله.
د مانچسټر یونایټډ منډه وهونکي بریدګر مارکس رایشفورډ هم د جورج فلایډ پر مړینه غبرګون ښودلی او وایي: د تور پوټکي ژوند یوه اړتیا ده. تور فرهنګ درناوی غواړي. تورې ټولنې اهمیت لري. مونږ مهم یو.
پر انګلیسي پریمیر لیګ سربېره، د آلمان بونډس لیګا، بوروسیا ډورټمونډ لوبغاړي، جاډون سانچو او اشرف حکیمي په یوه لوبه کې د ” جورج فلایډ لپاره عدالت ” له پیغام لرونکيو کمیسونو سره ډګر ته راودانګل.
باید یادونه وشي، چې تورپوټکی جورج فلایډ د می پر ۲۵ د امریکا په مینیاپولیس کې سا ورکړه، چې یو سپین پوټکي پولیس یې پر اورمېږ د څو دقیقو لپاره خپل زنګون ته زور ورکړ.
د هغه مړینې د امریکا په څو ښارونو کې پراخه لاریونونه راوپارول.