Connect with us

تازه خبرونه

په افغانستان کې د ناتو له ملکي استازي ستیفانو پونتیکوروو سره د زمریالي اباسین ځانګړې مرکه

Ariana News

خپور شوی

 په

(Last Updated On: چنګاښ ۲۵, ۱۳۹۹)

د ناتو ملکي استازي له آریانا نیوز سره په ځانګړې مرکه کې څر ګنده کړې، چې د طالبانو لخوا مخ پر زیاتیدونکی تاوتریخوالی د منلو وړ نه دی او  د یو شمېر طالب زندانیانو د نه خوشې کولو په برخه کې د افغان دولت دریځ او اندېښنې هم مشروع  دي؛ خو وايي، چې دواړه خواوې باید سولې ته د رسیدو لپاره نرمښت وښيي.

له پونتیکوروو سره د زمریالي آباسین پوره مرکه:

آباسین: ښاغلی سفیر! ډېره مننه، چې دغې ځانګړې مرکې ته مو وخت راکړ. مونږ ډېر لیوال یو، چې له تاسې څخه ستاسې د ماموریت په اړه واورو او افغانستان ته د خپل نوي ماموریت په چوکاټ کې ښه راغلاست!

پونتیکورووالسلام علیکم. ډېره مننه! هغه افغانستان، چې ما په ۱۹۸۶کال کې پریښی؛ یو ځل بیا یې د لیدو فرصت تر لاسه شو. زه د هغه مهال، چې دلته وم روښانه خاطرې په ذهن کې لرم او له ځان سره د نورو خاطرو د وړلو هیله من هم یم.

آباسین: ډېره مننه! زه به خپله لومړۍ پوښتنه مطرح کړم؛ تاسې د افغانستان د سولې په بهیر کې روان پرمختګ څنګه ارزوئ؟

مونږ په دوحه کې د فبرورۍ ره نهه ویشتمه د امریکا او طالبانو ترمنځ د یوې هوکړې شاهدان وو، چې اوس د پرمختګ په حال کې ده او ان ځینې ګواښونه هم په مخ کې دي؛ خو هغه پرمختګ، چې تراوسه رامنځته شوی څنګه ارزوئ؟

پونتیکورووپه افغانستان کې له څلوېښت کلنې جګړې وروسته سولې ته رسېدل آسان کار ندی؛ خو د خپلمنځی خبر تر رسېدو ستر پرمختګ رامنځته شوی دی. ناتو د سفیر خلیلزاد د هغو هڅو ملاتړ کوي، چې دواړه لوري د خبرو مېز ته راکاږي. فکر کوم، چې په دې برخه کې ځانګړی حرکت شوی او دواړه لوري پر دې پوه شوي، چې دا جګړه هیڅ ډول پوځي حل لاره نلري. د افغانستان خلک سوله غواړي دوی به هغه کسان، چې د سولې پر وړاندې دریږي نه هېر کړي او نه به یې وبخښي؛ نو له همدې کبله زه فکر کوم، چې دغې موخې ته نږدې شوي یو.

آباسین: هغه بهیر، چې تاسې یې په اړه خبرې وکړې، له شک پرته، چې د سولې په ځانګړي توګه د افغانستان د سولې روان بهیر، چې له ۴ لسیزو خورا خونړی روان دی او له اوږدې جګړې وروسته به خورا حساسه او ستونزمنه وي، چې د خوښې وړ وضعیت ته ورسیږو؛ خو تاسې شته ګواښونه څنګه ګورئ؟

اوس هم یو شمېر ګواښونه او ستونزې د دې بهیر پر وړاندې شته او هغه ستونزې، چې په ځانګړي توګه د بین الافغاني مذاکراتو پر وړاندې پرتې دي. تاسې د حکومت، طالبانو او نورو لوریو لخوا ستونزې څنګه ارزوئ؟

پونتیکورووزه د دوه مسایلو په اړه اندېښنه لرم؛ لومړۍ دا، چې: شرایط د تاوتریخوالي له کچې کمولو پرته بشپړ شوي؛ طالبان باید وښيي، چې نه یوازې د سولې په اړه جدي دي، بلکې د تاوتریخوالي راکمولو هم زمینه برابرولی شي. پر افغان ملکي وګړیو بریدونه او ځاني زیانونه په هیڅ ډول د منلو وړ ندي. له همدې کبله باید دوی وښيي، چې د سولې په برخه کې ښه همکاري کولی شي.

هغه څه، چې له حکومت سره تړاو لري؛ د بندیانو د خوشې کولو مسله ده، چې سیاسي او حقوقي اړخونه لري. مونږ پر ټولو غاړو د نرمښت او انعطاف رامنځته کولو غږ کوو، چې د پېنځه زره بندیانو شمېر پوره کړي او زر نور یې د طالبانو لخوا بشپړ شي. باید له یاده ونه باسو، چې دا یوه دوه اړخیزه معامله ده. مونږ پوهیږو، چې په ځینو مواردو کې مونږ له بندون سره یو. د بندیانو آزادي له خنډ او خنډ سره روانه ده. مونږ غواړو، چې دا چاره یو څه ګړندۍ شي؛ خو ځینې مسایل د حکومت له لوري واقعي دي، چې د بندیانو د پاتې شمېر د خوشې کولو پورې تړاو لري.

آباسین: ستاسې وړاندیز حکومت ته څه دی؟ آیا د بندیانو د خوشې کولو لړۍ چټکه کړي؟

پونتیکوروو: فکر کوم مونږ ډېر مخکې راغلي یو؛ افغان حکومت دا خبره عامه کړې او مونږ ته یې هم ویلي، چې ځینې مسایل موجود دي. دغه راز د امریکا لوري ته، چې د دغه بهیر منځګړیتوب کوي هم ویل شوي، چې ځینې مسایل د رښتینو اندېښنو په توګه مطرح دي. له همدې کبله مونږ پر دواړو لوریو او دغه راز طالبانو د نرمښت ښودلو غږ کوو. په یو ډول ولسمشر غني هم دا روښانه کړې، چې ځینې مسایل او ستونزې موجود دي. حقوقي او د اساسي قانون له مخې ځینې ستونزې شته او دوی اراده لري، چې د بندیانو پېنځه زره شمېر بشپړ کړي، چې دوی یې تر پوښتنې لاندې راوستی. کله، چې یو نوملړ وي باید په پام کې ونیول شي. له همدې کبله مونږ موخې ته د رسېدو لپاره انعطاف ته اړتیا لرو. فکر کوم، چې افغان حکومت خپله اراده په واقعیت کې ښودلې او په حقیقت کې دوی غواړي، چې د پېنځه زره بندیانو شمېر پوره کړي او اوس یوازې د زر بندیانو د شمېر په اړه ستونزه پاتې ده او دا اړه باید ورښانه شي؛ دا مشروع اندېښنې دي او باید بې پاملرنې پاتې نشي.

آباسین:  ورته وخت کې کله، چې مونږ د ګواښونو په اړه خبرې کوو؛ نو سولې ته د وردننه کیدو او له جګړې وتل دی؛ تاسو ښه پوهېږئ، چې په دې اړه اجماع ته اړتیا لرو. مونږ د اجماع دوه جلا اړخونه هم وینو؛ خو لومړی به زه د افغان سولې په تړاو د افغانانو ترمنځ اجماع ته ورشم. تاسې دغه اجماع تراوسه څنګه ارزوئ؟ مونږ د ولسمشر غني او داکتر عبدالله ترمنځ د ګڼو ناندریو او ستونزو شاهدان وو او داسې ښکاري، چې دوی دواړه اوس هم د افغان سولې بهیر په اړه دوه جلا لیدلوري لري. لکه د سولې خبرې، د بندیانو آزادي او خپلمنځي خبرې. اوس څنګه کولی شو دغې اجماع ته ورسیږو او تاسې هغه څنګه ګورئ؟

پونتیکوروو: مونږ پدې اړه اندېښنه لرو او هیله لرو، چې دوی سره متحد شي او د مذاکراتو د مېز پر سر د افغانستان د ټولو خلکو استازیتوب وکړي. له همدې کبله باید ډلې سره یو شي او د یووالي لپاره د مشرۍ تر کچې یووالي ته اړتیا لرو. زه فکر کوم، چې وروستۍ سیاسي هوکړې ډېر پرمختګ رامنځته کړی. له هغه مهاله، چې دغه هوکړه لاسلیک شوې د عملي کېدو په حال کې ده او خپل وروستی عملي پړاو تېروي. مونږ پوهیږو، چې ګڼشمېر بندیان خوشې شوي؛ خو له افغان حکومت غواړو، چې د افغانستان د خلکو هغو هلو ځلو ته مثبت ځواب ووايي، چې په هراړخیزه توګه یې موخه سوله ده او سولې ته د رسېدو لپاره اړتیا د خپلمنځي خبرو پیل دی. زه فکر کوم دې موخې ته رسېدونکي یو.

آباسین: د افغانانو ترمنځ د اجماع ترڅنګ مونږ نړیوالې او سیمه ییزې اجماع ته هم اړتیا لرو. مونږ د ګڼو تضادونو شاهدان وو او نوې مسایل پدې برخه کې راولاړ شول؛ په ځانګړي توګه د واشنګټن او روسیې ترمنځ ناندریزې حرګندونې. هغه څه، چې مونږ غواړو پرې پوه شو په اړه یې ستاسې نظر غواړو. تاسې تراوسه نړیواله او سیمه ییزه اجماع څنګه ګورئ؟

پونتیکوروو: فکر کوم د افغان سولې په تړاو په سیمه او نړۍ کې په پراخه توګه اجماع رامنځته شوې او دا هغه موخه ده، چې ټول یې ملاتړ کوي. زه د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي اتمر د هغه نوښت هرکلی کوم، چې سیمه ییزو او نړیوالو شریکانو ته یې چوکاټ جوړ کړ. پدې برخه کې د افغانانو ترمنځ د سولې هوکړې په موخه د خپلمنځي خبرو لپاره د رامنځته شوې اجماع ملاتړ کوو او دغې موخې ته باید هر څومره ژر، چې کیږي ورسیږو او د حکومت د دریځ ملاتړ وشي. د یو سوله ییز او سوکاله افغانستان رامنځته کېدو لپاره اړینه ده، چې د تېرو نولس کلونو لاسته راوړنې خوندي وساتل شي. مونږ نشو کولی دغه لاسته راوړنې له لاسه ورکړو؛ ځکه دا یوازنۍ لاسته راوړنې دي، چې افغان ټولنې او افغان وګړیو ترلاسه کړي دي او د افغانستان ثبات ډاډمنوي. مونږ ویاړو، چې د دغو لاسته راوړنو یوه برخه یو. مونږ هغه امنیتي وضعیت رامنځته کړی، چې په کې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه د هرې ورځې له تېرېدو سره ښه کیږي. تېر مهال وښوده، چې د افغانستان جګړه له پوځي لارې د ګټلو نده. مونږ ډاډمن یو، چې افغانان به د سولې په اړه د خپلمنځي خبرو له لارې حل لار ومومي.

آباسین: زه به خپله وروستۍ پوښتنه وړاندې کړم؛ د افغان ټولنې، دولت، چارواکو او بېلابېلو سیاسي اړخونو له حساسیتونو سره، ستاسو د تعامل تجربه تر اوسه څنګه وه؟ له شک پرته، چې دا ستونزمنه ده، چې له هر لوري سره تعامل وکړئ، د شخړو کچه او سیاسي ګوندونه پراخ دي؛ نو تاسې له دولتي چارواکو او نورو سیاسي څېرو سره خپله تجربه څنګه ارزوئ ؟

پونتیکوروو: له کابو یوې میاشتې راپدیخوا، چې دلته راغلی یم شاوخوا ۱۴۰ ناستې مې د حکومت د دواړو لوریو له مشرانو، چې پیل یې له جلالتماب ولسمشر وشو، دغه راز داکتر عبدالله او ټولې سیاسي څېرې، چې پدې هېواد کې دي ورسره مې وکتل. ما له بېلابېلو ډلو، ګوندونو، ښځو، ځوانانو او د رسنیو له استازیو سره کتنې وکړې او دې پایلې ته ورسېدم، چې دا یوه پېچلې ټولنه ده. دا هغه ټولنه ده، چې غوښتنه یې سوله، ثبات او د تېرو نولس کلونو لاسته راوړنو خوندي ساتل دي. له همدې کبله زه فکر کوم، چې ټول افغانان موخې ته د رسیدو لپاره ځانونه رسوي او دوی په بشپړه توګه چمتو دی، چې خپلمنځي خبرې پيل کړي. مونږ هیله من یو، چې دغه یووالی به رامنځته شي او رامنځته کیږي به؛ ځکه، چې یووالی د خبرو لپاره اړین دی.

آباسین: ښاغلی سفیر ستيفانو پونټیکوروو له دغې ځانګړې مرکې یوه نړۍ مننه!

پونتیکوروو: ډېره مننه ښاغلیه! زه په رښتیا نه یوازې هیله من یم، بلکې ډاډه هم یم، چې هر څه به یوې پایلې ته ورسیږي. افغانان به توپیرونه یوې خواته پرېږدي او لومړی به د افغانانو لپاره بیا د سیمې لپاره د یو با ثباته او سوکاله افغانستان د رامنځته کېدو په برخه کې بریالي شي. مننه!

آباسین: راځئ، چې د غوره پایلو لپاره هیله من پاتې شو او روښانه ده، چې پدې برخه کې به د ناتو او بل هر هغه لوري ملاتړ ته اړتیا ولرو، چې پدې بهیر کې ښکېل دي. یو ځل بیا ستاسو له وخت راکولو او هغو څرګندونو مننه کوم، چې د افغانستان له خلکو سره مو شریک کړل. په راتلونکیو ماموریتونو کې مو بریالیتوب غواړو.

پونتیکوروو: ډېره زیاته مننه! د وروستیو څرګندونو په توګه مونږ ژمن یو، چې د تل لپاره دلته نه پاتې کیږو؛ خو مونږ به د همکارۍ په موخه تر هغې، چې اړتیا وي شتون ولرو او د دې پرېکړه به هک افغان حکومت کوي. مننه!

تازه خبرونه

د ننګرهار له زندانه د خونړي برید پر مهال سلګونه داعش او طالب بندیان وتښتیدل

Ariana News

خپور شوی

په

توسط

Photo credit Reuters
(Last Updated On: زمری ۱۵, ۱۳۹۹)

د ننګرهار ولایت پر مرکزي زندان د یکشنبې په ماښامني برید کې ۸۰۰ طالب او داعش جنګیالي له بنده وتښتیدل.

د ولسي جرګې د غړي عبدالکریم کریمي د څرګندونو له مخې په دې برید کې د داعشیانو او طالبانو ۸۰۰ بندیان ورک دي.

د ولسي جرګې غړی عبدالکریم کریمي ویلي: د برید پرمهال په زندان کې ۱۷۰۰ بندیان ول، چې ټولو د تېښتې هڅه کړې؛ ۵۰۰ بندیان په زندان کې پاتې دي او نورو  د طالب، داعش او مجرمینو په ګډون ۸۰۰ بندیانو تېښته کړې ده.

د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دې بندیانو کې سیاسي او جرمي بندیان او د طالبانو او داعش غړي هم ول. اوس داعش ادعا کوي، چې برید د دې ډلې د غړو لخوا ترسره شوی و او د بندیانو د تېښتې پخلی یې هم کړی دی.

د ننګرهار والي ویاند منلې، چې سلګونه بندیان تښتیدلي دي.

هغه ټینګار کړی، چې د چارواکو غفلت به بې ځوابه پاتې نشي.

د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوږیاڼي زیاته کړې، د طالبانو، داعش او مجرمینو په ګډون په سلګونه بندیان ورک شوي دي.

سیمه ییزو چارواکو پر تېښته د بریالي شویو بندیانو د هویت او پېژندنې په اړه څه ونه ویل؛ خو د دوی له لټون او نیولو د عملیاتو په اړه یې معلومات ورکړل.

د ننګرهار ولایتي شورا غړیو ویلي، چې په ډېر شمېر طالب جنګیالي هم له بنده تښتیدلي؛ خو د برید کوونکیو لخوا له وژل شويو پېنځه بندیانو څخه درې د طالبانو قومندانان ول.

داعش په یوه شپني خپور شوي لیک کې له خلکو غوښتي، چې د بندیانو د څارنې لپاره دې پولیسو ته د دوی په پلورنځیو او کورونو کې د کمرو عکسونه نه ورکوي.

د ۱۱ وسلوالو بریدګرو، طالبان، یو شمېر ملکي وګړیو او پوځیانو په ګډون په دې خونړي برید کې ۴۱ کسان وژل شوي او ۵۰ نور ټپیان دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د افغانستان په پوهنتونونو کې سر له سبا حضوري زدکړې پیلیږي

Ariana News

خپور شوی

په

توسط

(Last Updated On: زمری ۱۴, ۱۳۹۹)

د ولسمشر ویاند ویلي؛ د کابینې د پرېکړې له مخې، د لوړو زدکړو وزارت طرحه د پوهنتونونو بیا پرانستې ته وروستۍ شوې؛ خو ښوونځي اوس هم نه پرانیستل کیږي.

په هېواد کې د کرونا وبا له رامنځته کیدو وروسته ځینو ښوونیزو او تحصیلي بنسټونو انلاین درسونه پیل کړل؛ خو اوس د کرونا وبا پېښې مخ په  کمیدو دي؛ ځکه، نو کابینې پرېکړه کړې ، چې د زمري له ۱۵ به په حضوري ډول پوهنتونونه د زدکړو لپاره پرانیستل شي.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي ویلي؛ د لوړوزدکړو وزارت د طرحې له منل کیدو وروسته پرېکړه وشوه، چې سبا ته روغتیایي سپارښتونو ته په پاملرنه پوهنتونونه بیا پیل شي.

پوهنې وزارت هم د ښوونځیو بیا پرانیستو لپاره طرحه وړاندې کړې، چې په کابینه کې پرې وروستۍ پرېکړه ونه شوه.

د عامې روغتیا وزارت ویاند اکمل سمسور په دې اړه ویلي، چې د ښوونځیو او پوهنتونونو درسونه دې په تدریج سره پیل شي.

زدکړیالان هم خوښ دۍ او وایي، چې روغتیایي سپارښتنې باید رعایت شي.

وبه کتل شي، چې روغتیایي سپارښتنې به د زدکړیالانو لخوا رعایت شي او که نه.

Continue Reading

تازه خبرونه

د لبنان بیروت ښار یوې زورورې چاودنې ولړزاوه

Ariana News

خپور شوی

په

توسط

(Last Updated On: زمری ۱۴, ۱۳۹۹)

د ځایي سرچینو د څرګندونو له مخې؛ د لبنان ښار د بندر په اړوند سیمه کې زوروره چاودنه رامنځته شوې ده.

د چاودنې بڼه په ډاګه شوې نده او نه هم د تلفاتو په اړه څه ویل شوي دي.

چاودنه دومره زوروره وه، چې د اړوند سیمې د کورونو او ودانیو ښیښې یې ماتې کړې او مالي زیانونه یې اړولي دي.

د پېښې یو لیدونکي رویترز خبري سرچینې ته ویلي: زه د بیروت پر ښار د اور لمبو  او لوګیو د راپورته کیدو لیدونکی وم؛ خلک له اړوند سیمې تښتیدل او پر چغو چغو یې ژړل. د کورونو بالکنونه را وغورزیدل او د لوړپوړو ودانیو ښیښې کوڅو او سړکونو ته راولویدې.

سیمه ییزو رسنیو د دغه هېواد د روغتیا وزارت له قوله ویلي؛ د زیانونو شمېر خورا ډېر دی او په ډېر شمېر خلک ټپیان دي.

ویل کیږي، چې چاودنه د بېلابېلو ګودامونو او زیرو په اړوند سیمه کې رامنځته شوې او تر دې دمه د پوره ځاني او مالي زیانونو شمېر په ډاګه شوی ندی.

Continue Reading

Trending