تازه خبرونه
د ډاکټر ایاز نیازي وژنې، پوښتنې راپورته کړي

د دکتور ایاز نیازي د وژنې قضیې یو لړ پوښتنې او اندېښنې را ولاړې کړي دي.
ډاکټر ایاز نیازی پرون ماښام د وزیر محمد خان په جومات کې د ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې هغه مهال ښکار شو کله چې هغه د ماښام لمانځه لپاره چمتووالی نیول.
هغه په مرګوني ټپونو روغتون کې مړ شو.
د پوځي چارو یو شمیر کارپوهان دغه پیښه یوه سیاسي ترهګریز برید بولي او په امنیتي ادارو یې پړه اچولې چې په کابل کې د ورته بریدونو مخه نه نیسي.
د استخباراتو کارپوهان بیا په استخباراتي ادارو کې ضعف ګڼي چې د دا ډول وحشي بریدونو لامل کیږي.
ولسمشر غني د ایاز نیازي د مړي درناوي ته ورغی، او د دې پېښې د څېړلو امر یې وکړ خو خلک حکومت د خلکو په ساتنه او د دغه راز بریدونو په مخنیوي کې ناکام بولي.
همداراز د کورنیو چارو وزارت یو هیئت چمتو کړې چې دغې پېښې اړوند څېړنې وکړي او عاملان په سزا ورسوي.
د ډاکټر ایاز د ژوند لنډه کيسه؛
دکتور محمد ایاز نیازی ۵۶ کلن و، د بدخشان یمګان ولسوالۍ کې زیږیدلی. دوولس کلن و چې د قرآن کریم حافظ شو او د ښوونځي دورې له بشپړولو وروسته د مصر الازهر پوهنتون کې شامل شو، د لسانس او ماستري په کچه زدکړې یې د اسلامي اقتصاد په برخه کې وکړې. د اسلامي فقې له نظره یې د نړیوالو اړیکو په برخه کې د الازهر پوهنتون کې تر دکتورا زدکړې وکړې. نوموړی د کابل پوهنتون شرعیاتو پوهنځي کې استاد و، او دا راز یې د وزیر محمد اکبرخان جومات امامت هم پر غاړه درلود.