Connect with us

تازه خبرونه

په هېواد کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر۱۴۵۲۵ ته ورسید 

خپور شوی

د

(Last Updated On: )

           د افغانستان په ۱۸ ولایتونو کې د کرونا ویروس ۸۶۶  تازه مثبتې پېښې ثبت شوي، چې ۴۱۱ یې یوازې د کابل میشتو دي او له دې سره د مثبتو پېښو ټول شمېر ۱۴۵۲۵ ته ورسید.

په هېواد کې د کرونا ویروس چټکه خوریدا ښیي، چې په کابل کې ۴۱۱ ، په هرات کې ۱۷۷ ، په بلخ کې ۳۹ ، په ننګرهار کې ۳۵، په تخار کې ۲۹، په پکتیا کې ۲۸، په  پروان کې ۲۷، په بادغیس کې ۲۶، په بغلان کې ۱۹، په لوګر  کې ۱۹، په کندوز کې ۱۶، په کاپیسا کې ۱۵، په غزني کې ۱۰، په پنجشېر کې ۶، په بدخشان کې ۴، په کونړ کې ۴، په میدان وردګ کې ۳ او په فاریاب کې دوه پېښې مثبتې ثبت شوې دي.

په وروستیو څلیریشت ګړیو کې له دې ویروسه ۳ کسان په فراه، لوګر او پکتیا کې مړه شوي دي.

په وروستیو ورځو کې د کرونا مثبتې پېښې زیاتې شوي، چې د عامې روغتیا وزارت د مسوولینو د څرګندونو له مخې لوی علت یې د خلکو لخوا د روغتیایي سپارښتنو بابیزه ګڼل دي.

تازه خبرونه

د پاکستان ځانګړی استازی کابل ته راغی

دا پلاوی به د پاکستان او افغانستان د همغږۍ ګډې کمیټې په غونډه کې ګډون وکړي.

Published

on

(Last Updated On: )

د افغانستان په چارو کې د پاکستان د ځانګړي استازي محمد صادق پر مشرۍ یو لوړ پوړی پلاوی د یو ورځني سفر لپاره د افغانستان پلازمېنې کابل ته راورسېد.

دا پلاوی به د پاکستان او افغانستان د همغږۍ ګډې کمیټې په غونډه کې ګډون وکړي.

اسلامي امارت کابل ته د پاکستاني پلاوي راتګ تائیدوي او وايي، چې د پلاوي د سفر موخه د پاکستان او افغانستان د همغږۍ ګډې کمېټې په غونډه کې ګډون دی.

د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد آریانا نیوز ته ویلي: “دا اوومه غونډه ده، چې کله په کابل او کله په اسلام‌آباد کې جوړیږي.”

د ذبیح الله مجاهد د څرګندونو له مخې؛ په دې غونډه کې به د امنیت، سوداګرۍ او هغو مسلو په اړه بحث وشي، چې کله ناکله د افغانستان او پاکستان ترمنځ رامنځته کیږي او همدارنګه « د دیورند کرښې په اوږدو کې د احتمالي منازعاتو د اواري او د دواړو لوریو ولسونو ته د تسهیلاتو پر رامنځته کیدو خبرې کیږي. ».

هغه زیاته کړې، چې دا ځل د پاکستان او افغانستان د همغږۍ ګډې کمېټې غونډه په کابل کې ترسره کیږي.

د افغانستان د دفاع وزارت مرستیال عبدالقیوم ذاکر به په دې غونډه کې د افغان لوري مشري وکړي.

د پاکستان او افغانستان د همغږۍ ګډې کمیټې وروستۍ غونډه د ۲۰۲۴ کال په جنورۍ کې د پاکستان پر کوربتوب ترسره شوې ده.

Continue Reading

تازه خبرونه

د ریاست الوزراء اقتصادي کمیسیون د ملي پراختیا سټراټیژۍ مسوده تائید کړه

د ریاست الوزراء د سې‌شنبې د ماښامنۍ خبرپاڼې له مخې: “د ملي پراختیا سټراټیژۍ مسوده جامع، واحد او اوږدمهاله سند دی، چې موخه یې په راتلونکو پېنځه کلونو کې د اقتصادي چارو لپاره د ریاست الوزراء د اقتصادي مرستیالۍ تر مشرۍ لاندې د اقتصاد وزرارت پر سکرټریت او اړوند سکټوري وزارتونو سره په ګډه همکارۍ کې د اساسي ملي اهدافو ټاکل او ترلاسه کول دي.”

Published

on

(Last Updated On: )

د ریاست الوزرء اقتصادي کمیسیون اوونیزې ناستې، چې مشري یې ملا عبدالغني برادر کوله؛ د ملي پراختیا سټراټیژۍ مسوده له هر اړخیزې ارزونې وروسته تصویب کړه.

د ریاست الوزراء د سې‌شنبې د ماښامنۍ خبرپاڼې له مخې: “د ملي پراختیا سټراټیژۍ مسوده جامع، واحد او اوږدمهاله سند دی، چې موخه یې په راتلونکو پېنځه کلونو کې د اقتصادي چارو لپاره د ریاست الوزراء د اقتصادي مرستیالۍ تر مشرۍ لاندې د اقتصاد وزرارت پر سکرټریت او اړوند سکټوري وزارتونو سره په ګډه همکارۍ کې د اساسي ملي اهدافو ټاکل او ترلاسه کول دي.”

په خبرپاڼه کې زیاته شوې: “دا سټراټیژي د یوه باثباته او سوکاله افغانستان لپاره له سیمې او نړۍ سره ښې اړیکې رانغاړي. د دې سټراټیژۍ اهداف د اسلامي شریعت پیاوړي کول، د اغېزمنتوب، شفافیت او حساب ورکولو اصل تضمینول، له سیمې او نړۍ سره د اغېزمنو او ښو اړیکو پراخول، د تلپاتې سولې او عمومي امنیت ټینګول، د کارموندنې او اقتصادي ودې رامنځته کول، د مذهبي او ملي ارزښتونو، ځمکنۍ بشپړتیا او اسلامي حاکمیت ساتل، د ملي او طبیعي سرچینو مدیریت اغېزمنتوب ته وده ورکول، د بنسټیزو خدماتو چمتو کول، ښه کول، د صنعت، سوداګرۍ او خصوصي سکټور وده، د بېخبناوو او سیمه‌ییز اتصال پراختیا، ټولنیز خوندیتوب ته وده ورکول او د چاپیریال ښه کول دي.”

Continue Reading

تازه خبرونه

د اسلامي امارت پلاوی پاکستان ته سفر کوي

د صنایعو او سوداګرۍ وزارت د سې‌شنبې پر ورځ د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ د دې پلاوي د سفر لپاره د دې وزارت د چارسمبالي(سرپرست) نورالدین عزیزي پر مشرۍ د همغږۍ غونډه ترسره شوه.

Published

on

(Last Updated On: )

د صنایعو او سوداګرۍ وزارت پاکستان ته د افغانستان اسلامي امارت د یوه پلاوي له سفر خبر ورکړی، چې په کې به د سوداګرۍ، ټرانزیټ او ټرانسپورټ د خنډونو او ستونزو د لرې کولو او د افغان کډوالو د ستونزو د حل په اړه خبرې وشي.

د صنایعو او سوداګرۍ وزارت د سې‌شنبې پر ورځ د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ د دې پلاوي د سفر لپاره د دې وزارت د چارسمبالي(سرپرست) نورالدین عزیزي پر مشرۍ د همغږۍ غونډه ترسره شوه.

په دې رسنیزه خبرپاڼه کې راغلي؛ په دې پلاوي کې به د ریاست الوزراء د اقتصادي مرستیالۍ، د ادارې چارو د پانګونې اسانتیا ریاست، د بهرنیو چارو، مالیې، کډوالو او راستنېدونکو، ټرانسپورټ او ملکي هوايي چلند، کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارتونو او د هېواد د خصوصي سکټور استازي به د نورالدین عزیزي پر مشرۍ په نږدې راتلونکي کې پاکستان ته سفر وکړي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!