تازه خبرونه

په افغانستان کې د صادراتو لړۍ په ټپه ولاړه ده – د سوداګرۍ او پانګونې خونه

Published

on

د افغانستان سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولینو ویلي، چې په هېواد کې د صادراتو لړۍ اوس هم په ټپه ولاړه ده او په دې اړه د صنعت او سوداګرۍ وزارت د اړوند ستونزو په اوارولو کې پاتې راغلی دی.

د افغانستان د خصوصي سکتور غړيو څرګنده کړې؛ که د صنعت او سوداګرۍ وزارت د هېواد صادرتو ته  د نړۍ او سیمې هېوادونو په کچه بازار موندنه ونکړي؛  افغان  کروندګر او سوداګر به سلګونه میلیون ډالر زیانمن شي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې غړی خانجان الکوزی وایي؛ له سیمې او نړۍ سره مو صادارت بند شوي او د سوداګرۍ وزارت هم  خپل مسوولیت ندی ادا کړی.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د پاکستان په ګډون باید د ټولو ځمکنيو او هوایي دهلیزونو له لارې  صادرات تر سره شي؛ خو په خبره یې دا لړۍ اوس په ټپه دریدلې ده.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې بل غړي رحم الدین آغا څرګنده کړې؛ که څه هم د صنعت او سوداګرۍ وزارت ژمنه کړې وه، چې له اختر وروسته به د پاکستان له لارې صادرات تر سره کړي؛ خو پاکستان اوس هم افغان صادراتو ته اجازه نه ورکوي.

هغه زیاته کړې؛ که صادراتو ته پاملرنه ونشي ښایي خصوصي سکتور ته سلګونه میلیون ډالر تاوان ورسیږي.

د اقتصادي چارو کارپوه کمال الدین کاکړ په دې باور دی، چې په صنعت او سوداګرۍ وزارت کې د وړتیا او پلان نشتوالی د دې ستونزې علت دی.

دی وایي، کلونه اوړي؛ خو وزارت مو صادراتو او سوداګرۍ  ته له بنسټیز پلان او تګلارې بې برخې پاتې دی.

د یادونې ده، چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت په دې اړه تر دې دمه چوپتیا غوره ګڼلې ده.

Trending

Exit mobile version