تازه خبرونه

د ایراني پوځیانو لخوا اوبو ته په اچول شويو کسانو کې ماشومان هم ول

Published

on

(Last Updated On: )

تازه موندنې ښيي چې د ایراني سرحدي پوځیانو لخوا د هریرود سیند ته د غورځول شوو افغانانو په جمع کې ماشومان هم شامل ول.

په هرات کې د هغو کسانو کورنیو له ایران سره په پوله کې د ایراني پوځیانو له خوا سیند ته د غورځول شویو کسانو د پوره څېړنې غوښتنه کړې او د بشري حقونو خپلواک کمیسیون هم څرګنده کړې، چې په دې پیښه کې څو ماشومان هم مړه شوي دي.

د ایران په خاوره کې سیند ته د افغان مسافرو د غورځیدلو په اړه د هرات د محلي چارواکو څلورم کنفرانس جوړ  شو؛ خو د څیړنو پایلې اوس هم روښانه شوې ندي.

 د هرات والي سید وحید قتالي ویلي، چې د څېړنې پایله به د بهرنیو چارو وزارت لخوا اعلان شي. په داسې حال کې، چې د دغې پېښې د قربانیانو کورنۍ د پېښې اصلي عاملین ایراني پوځیان بولي.

د بشري حقونو خپلواک کمسیون مرستیال نعیم نظري ټینګار کړی، چې په دې پېښه کې ۱۰ کسانو ژوند له لاسه ورکړی، ۱۵ کسان تريتم او ۲۱ نور ژغورل شوي دي.

د یاد کمیسیون د څرګندونې له مخې؛ په دې پېښه کې څو دولس کلن ماشومان هم سیند ته غورځول شوي او مړه شوي دي.

د پېښې د قربانیانو د کورنیو استازی مولوي جان محمد وایي؛ دولت تراوسه ندی توانیدلی، چې د پېښې عاملین پر ایراني چارواکو ایراني پوځیان ومني.

هغه زیاته کړې، چې دولت باید د څيړنو پایلې ژر اعلان کړي.

که څه هم دا پېښه له ملي او نړیوالو غبرګونونو سره مخ شوې او ولسمشر یې د جدي څېړنې لارښوونه هم وکړه؛ خو د نږدې یوې میاشتې له تېریدو تراوسه د دغې څېړنې پایلې اعلان شوې ندي.

Trending

Exit mobile version