سوداگري

په افغانستان کې اقتصادي بېوزلي مخ پر پراخېدو ده – د پیسو نړیوال صندوق

Published

on

(Last Updated On: )

په افغانستان کې د اقتصادي کړکېچ په اړه د رامنځته دشویو اندېښنو سره جوخت د پیسو نړیوال صندوق په افغانستان کې له اقتصادي بېوزلۍ خبرداری ورکړی او څرګندوي، چې واک ته د اسلامي امارت له رسېدو مخکې هم خلکو ډېرې اقتصادي ستونزې درلودې.

د پیسو نړیوال صندوق د منځني ختیځ او مرکزي آسیا د څانګې مدیر جهاد آزور ویلي؛ د طالبانو لاسونو ته د واک له لوېدو مخکې هم افغانستان له اقتصادي ګواښونو سره مخ و.

نوموړی له نړیوالې ټولنې غواړي، چې د افغانستان له خلکو بشردوستانه ملاتړ وکړي او وایي: هغوی مخکې هم له قتصادي شوک سره مخ ول؛ وچکالي، کرونا ویروس او اقتصادي بندیزونه پرې ور اضافه شوي؛ نو، ځکه اټکل کوو او له دې فشاره وېره لرو.

په دې رپوټ کې ویل شوي چې افغانستان سره غیر بشردوستانه مرستې په یو ډول درول شوي، بهرنۍ پانګې عمدتا کنګل شوي او د افغانستان بانکونه واک ته د طالبانو له را ستنېدو سره د پیسو کمي له امله فلج شوي.

نوموړي زیاته کړې؛ دا جټکې کولی شي تر دېرش سلنه تولید کم کړي او واردات هم محدود شي؛ د افغانۍ ارزښت را ولویږي او د تورم او پړسوب چټکتیا رامنځته شي. له همدې کبله د ژوند کچه ټیټه شوې، میلیونونه کسان بېوزلي ګواښي او کولی شي انساني ناورین را منځته کړي.

دغه راز خلک وایي د هرې ورځې پر تېرېدو په بازارونو کې خوراکي توکي ګرانیږي او ډېرو خلکو دندې له لاسه ورکړي دي.

د کابل اوسېدونکی صمد علي وایي؛ خلک هم په دې ورځو کې د دندو له لاسه ورکولو له خطرسره مخ دي. په داسې حال کې، چې د خوراکي توکو بیې هم د لوړېدو په حال کې دي.

نوموړی زیاتوي؛ سهار مو ماښام شي، خو مونږ ۵ دوډۍ کورته وړلی نشو.

د اسلامي امارت مسوولین وایي، چې هڅه کوي اقتصادي کړکېچ ته د پای ټکی کېدي او له نړۍ سره په تعامل کې د افغانستان کنګل شوې پیسې آزادې کړي.

Trending

Exit mobile version