Connect with us

تازه خبرونه

عبدالله او روحاني د سولې بهیر په اړه خبرې تر سره کړې

خپور شوی

د

(Last Updated On: تله ۲۹, ۱۳۹۹)

د ملي پخلاینې عالي شورا مشر د سیمه ییزو هېوادونو د مشرانو د ملاتړ تر لاسه کولو لپاره د دوشنبې پر ورځ د ایران له ولسمشر حسن روحاني سره د افغانستان د سولې د روان بهیر او دوه اړخیزو همکاریو په اړه بحث او خبرې کړې دي.

عبدالله عبدالله د ایران له ولسمشر حسن روحاني سره له کتنې وروسته څرګنده کړې: مونږ د افغانستان د سولې بهیر، په دوحه کې د روانو خبرو او دوه اړخیزو اړیکو په اړه نظرونه تبادله کړل.

داکتر عبدالله د سولې په اړه د ایران د ولسمشر له ملاتړه مننه کړې او وایي، چې ایران د ګاونډ په توګه کولی شي په افغانستان کې د سولې بهیر په پرمختګ کې ارزښتمن رول ولوبوي.

د ایران ایرنا خبري آژانس سره په خبرو کې  عبدالله عبدالله ویلي؛ د افغانستان خلک د ټولو افغانانو لپاره تل پاتې او د منلو وړ سوله او همدارنګه په تېرو ۱۹ کلونو کې د لاسته راوړنو ساتنه غواړي.

هغه دا هم په ډاګه کړې، چې د سیمې هېوادونو ترمنځ همکاري کولی شي د سولې بهیر او روانو خبرو اترو ته وده ورکړي او بریالۍ پایله ترلاسه شي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د ګاونډ هېوادونو مرسته او ملاتړ زمونږ لپاره په سیمه ییزه او نړیواله کچه د مشورې لپاره ډېر ارزښت لري.

د ملي پخلاینې عالي شورا د رسنیو  دفتر څرګنده کړې؛ داکتر عبدالله عبدالله او ورسره پلاوی یې سهار ایران ته له دوه ورخني سفره کابل ته راستانه شول. نوموړي په دې سفر کې د ایران له ولسمشر، بهرنیو چارو وزیر، د ولسي جرګې له مشر او نورو چارواکو سره د سولې د بهیر، د دوحې د خپلمنځي خبرو او دوه اړخیزو همکاریو په اړه بحث او خبرې کړې دي.

د یادونې ده، چې د سولې بهیر ته د سیمه ییزو هېوادونو د مشرانو د ملاتړ تر لاسه کولو په لړ کې د ملي پخلاینې عالی شورا مشر او ورسره پلاوي یې پاکستان او هند ته هم سفرونه تر سره کړي دي.

تازه خبرونه

ایران او پاکستان د افغانستان په اړه ګډه اعلامیه خپره کړه

Published

on

(Last Updated On: غویی ۵, ۱۴۰۳)

ایران او پاکستان په یوه ګډه اعلامیه کې د یو سوله‌ییز، متحد، خپلواک او له ترهګرۍ او نشه‌یي توکو قاچاق څخه د پاک افغانستان په اړه پخپلو ژمنو ټینګار څرګند کړی دی.

دواړو لوریو د ترهګریزو ډلو شتوالي ته په افغانستان کې نغوته کړې، چې سیمې او نړۍ ته امنیتي ګواښ دی؛ نو پر وړاندې یې پر مبارزه، همکارۍ او متحدې جبهې جوړولو ټینګار کړی دی.

دوی دغه راز د سیمې د امنیت او ثبات د ډاډمنولو لپاره د سیمه‌ییزې او نړیوالې همغږۍ د اړتیاوو پر اهمیت خبرې کړې دي.

دواړه لوري د افغانستان حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته د احترام کولو تر څنګ څرګندوي؛ د دې هېواد ټولې خواوې باید په بنسټیزو پرېکړو کې ونډه ولري، چې په هېواد کې د سولې او ثبات لامل شي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له ۱۰۰۰ ډېر افغان مهاجرین له پاکستان څخه جبري وایستل شول

Published

on

(Last Updated On: غویی ۵, ۱۴۰۳)

د مهاجرینو چارو وزارت ویلي، چې د غویي پر څلورمه د سپین بولدک له فرضي کرښې څخه ۱۰۰۱ افغان مهاجرین پر جبري بڼه خپل هېواد ته راستانه شول.

د کندهار سپین بولدک سرحدي آمریت د راپور له مخې؛ ۱۹۱ کورنۍ، چې ۹۹۸ کسان دي او درې کسان نور، چې له بنده ازاد شوي؛ په جبري توګه له پاکستان څخه هېواد ته راستانه شول.

د مهاجرینو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ د مهاجرینو چارو له ریاست سره له نوم لیکنې وروسته د نورو مرستو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د مهاجرت او د خوړو نړیوالې ټولنې دفترونو ته ور وپېژندل شول.

دغه راز له ۱۸ کلونو کم عمره دوه کسان، چې بندیان ول د مرستې لپاره OMPO موسسې ته ور پېژندل شوي.

ویل کیږي، چې له هرې کورنۍ سره د حکومت له لوري لس – لس زره افغانۍ نغدي مرسته هم شوې ده.

Continue Reading

تازه خبرونه

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي د ازبکستان په شپږ اړخیزه غونډه کې ګډون وکړ

Published

on

(Last Updated On: غویی ۵, ۱۴۰۳)

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي حميدالله اخوندزاده پرون (سې شنبه د غویی څلورمه) د يوه پلاوي پر مشرۍ ازبکستان ته سفر کړی او د دې هېواد پر کوبتوب یې د افغانستان، روسيې، بېلاروس، پاکستان، قزاقستان او ازبکستان هېوادونو ترمنځ په شپږ اړخيزه غونډه کې ګډون وکړ.

د افغانستان پلاوي په دې کتنه کې د نورو هېوادونو له استازیو سره د افغانستان، روسيې، بېلاروس، پاکستان، قزاقستان او ازبکستان هېوادونو ترمنځ د شپږ اړخيز دهليز له لارې د راکړې ورکړې د پراختيا په اړه خبرې وکړې.

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ويلي، چې د دې غونډې په څنډه کې د دغه وزارت چارسمبالي د روسیې او بلاروس د ټرانسپورټ له مرستیالانو سره هم وکتل.

دغه راز د ټرانسپورت او هوايي چلند وزارت چارسمبالي د روسيې او بېلاروس د ټرانسپورټ وزارتونو له مرستيالانو سره د افغانستان او روسيې، افغانستان او بېلاروس ترمنځ د ټرانزيټي لارو د پراختيا او د ټرانسپورټي اسانتياوو د برابرولو په اړه خبرې وکړې.

ویل کیږي، چې د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي د افغانستان په چارو کې د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي او د ټرانسپورټ له وزیر سره دوه اړخیزې ناستې کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د ټرانزیټ پر پراختیا بحث او خبرې کړې دي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!