سیمه ییز خبرونه
ایران له روسیې څخه سوخوی-۳۵ جیټ الوتکې واخیستې
رویټرز د دوشنبې پر ورځ (د سلواغې اتمه) راپور ورکړ، چې دې ادعا له ایران سره د روسیې د مخ پر زیاتېدونکې پوځي همکارۍ په اړه د لویدیځ اندېښنې رامنځته کړې دي.

د ایران سپاه پاسدران یوه لوړ پوړی قومندان او د خاتم الانبیاء مرکزي قومندانۍ همغږي کوونکي مرستیال علي شادماني اعلان کړی، چې تهران له مسکو څخه سوخوی-۳۵ جنګي الوتکې پېرودلې دي.
رویټرز د دوشنبې پر ورځ (د سلواغې اتمه) راپور ورکړ، چې دې ادعا له ایران سره د روسیې د مخ پر زیاتېدونکې پوځي همکارۍ په اړه د لویدیځ اندېښنې رامنځته کړې دي.
علي شادماني ویلي، چې ایران هڅه کوي خپل هوايي او ځمکني ځواکونه پیاوړي کړي.
هغه زیاته کړې، چې ایران له خپلو اړتیاوو سره سم پوځي تجهیزات اخلي.
دغه ایراني پوځي چارواکي یادونه کړې؛ اسلامي جمهوریت اړتیا لري، چې خپلې پوځي وړتیاوې پراخې کړي؛ خو دا اوس څرګنده نده، چې آیا دا جنګي جیت الوتکې ایران ته سپارل شوي که نه.
تېر کال، ایراني رسنیو راپور ورکړی و، چې د تهران او مسکو ترمنځ د دې جټ الوتکو د پېرلو تړون وروستی شوی دی.
دغه لوړ پوړي چارواکي د اسرائیلو پوځ ته خبرداری ورکړی، چې که تېروتنه وکړي؛ نو په تلابیب کې به هیڅ سیمه خوندي نهوي.
داسې انګیرل کیږي، چې د ټرمپ له بیا واکمنېدو سره به پر ایران فشارونه ډېر شي.
سیمه ییز خبرونه
ایران د امریکا اټومي وړاندیزونو ته منفي ځواب وړاندې کوي
د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي په دې وروستیو کې د عمان له لارې د امریکا وړاندیزونو ترلاسه کول تائید کړل او وایي، چې تهران به دې وړاندیزونو ته د اصولو، ملي ګټو او د ایراني ملت د حقونو له مخې ځواب ووایي.

رویټرز د یو لوړ پوړي ایراني ډیپلومات د څرګندونو له مخې راپور ورکړی، چې ایران د امریکا لیکلي وړاندیزونه رد کړي او څرګندوي، چې دا د منلو وړ ندي او د ایران ګټې نه منعکس کوي.
د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي په دې وروستیو کې د عمان له لارې د امریکا وړاندیزونو ترلاسه کول تائید کړل او وایي، چې تهران به دې وړاندیزونو ته د اصولو، ملي ګټو او د ایراني ملت د حقونو له مخې ځواب ووایي.
نیویارک ټایمز راپور ورکړی، چې د ایران د یورانیمو د بډاینې د بندولو په بدل کې د غني شوي یورانیم د رسولو لپاره د سیمهییز کنسورسیوم جوړول شامل دي.
د دوشنبې پر ماسپښین د ایران مرکچي ډلې ته نږدې یو لوړ پوړي ډیپلومات رویټرز ته وویل: “ایران د امریکا وړاندیز ته منفي ځواب چمتو کوي، چې د امریکا د پلان د ردولو په توګه په نظر کې نیول کیږي.”
د اټومي تړون لپاره د امریکا نوی وړاندیز د شنبې پر ورځ د عمان د بهرنیو چارو وزیر بدر البوسعیدي لخوا وړاندې شو، چې د تهران او واشنګټن ترمنځ د اټومي خبرو اترو منځګړیتوب لپاره ایران ته تللی و.
د ایران اټومي کړکېچ د حل لپاره د عراقچي او د ډونالډ ټرمپ د منځني ختیځ استازي سټیو وټکوف ترمنځ له پېنځه پړاوونو خبرو اترو وروسته، ډېری مسلې حل شوې ندي.
ایران د ټولو هغو امریکایي بندیزونو د سمدستي لرې کولو غوښتنه کوي، چې د تېلو پورې تړلی اقتصاد یې زیانمن کړی دی؛ خو امریکا باور لري، چې د اټومي بندیزونو لرې کول باید تدریجي وي. په هرصورت وال سټریټ ژورنال راپور ورکړی، چې سپینې ماڼۍ پر ایران د بندیزونو د لرې کولو امر کړی دی.
له ۲۰۱۸ کال راپدېخوا د ایران لسګونه مهم اقتصادي بنسټونه د مرکزي بانک او د ملي تېلو شرکت په ګډون د ترهګرۍ د ملاتړ یا د ډلهییزې ویجاړۍ د وسلو د پراختیا پر تور د امریکا د بندیزونو لاندې دي.
د اړوند ډیپلوماټ د څرګندونو له مخې؛ د علي خامنه ای پر مشرۍ د “ایران د اټومي مذاکراتو کمیټې” د امریکا وړاندیزونه “یو اړخیز” ارزولي، چې د ایران ګټې نه خوندي کوي او له همدې کبله یې “نه منلو وړ” ګڼلي او پایله یې دا ده، چې ایران “بد تړون” ته اړ کړي.
په هرحال دوه ایراني چارواکو تېره اوونۍ رویټرز ته ویلي وه، چې که د ایران کنګل شوې شتمني خوشې شي او امریکا د سولهییز غني کولو حق ومني؛ نو تهران ممکن د جامع اټومي تړون لپاره لار اواره کولو لپاره د یورانیمو غني کول ودروي.
سیمه ییز خبرونه
پاکستاني استازي روانه اوونۍ د سوداګریزو خبرو لپاره امریکا ته راځي – ټرمپ
پاکستان د نړۍ له ترټولو لوی اقتصاد سره د ۳ میلیارد ډالرو اضافي سوداګرۍ له کبله امریکا ته د خپلو صادراتو په اړه له ۲۹ سلنې احتمالي تعرفې سره مخ دی، چې واشنګټن یوه میاشت مخکې د نړۍ پر هېوادونو لګولې ده.

د رویټرز د راپور له مخې؛ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې پر ورځ ویلي، چې د پاکستان استازي روانه اوونۍ د تعرفو په اړه د خبرو لپاره امریکا ته راځي.
پاکستان د نړۍ له ترټولو لوی اقتصاد سره د ۳ میلیارد ډالرو اضافي سوداګرۍ له کبله امریکا ته د خپلو صادراتو په اړه له ۲۹ سلنې احتمالي تعرفې سره مخ دی، چې واشنګټن یوه میاشت مخکې د نړۍ پر هېوادونو لګولې ده.
ټرمپ ویلي، چې له پاکستان او د هغه ګاونډ هند سره که په جګړه کې ښکېل شي؛ هیڅ معاملې ته لېوالتیا نلري. دې دوه اټومي وسلوالو سیالانو روانه میاشت څلور ورځې په نښتو کې تېرې کړې او پر یو اوبل یې جنګي جیټ الوتکې، توغندي، ډرون او توپخانې وکارولې، چې له لسیزو راپدېخوا یې تر ټولو بده جګړه وکړه.
ټرمپ له ایر فورس ون له وتلو وروسته د انډروز په ګډه اډه کې خبریالانو ته وویل: “لکه څنګه، چې پوهیږئ مونږ له هند سره هوکړې ته ډېر نږدې یوو.”
د هند سوداګرۍ وزیر پیوش ګویال په دې وروستیو کې پر سوداګرۍ د خبرو لپاره واشنګټن ته سفر وکړ او دواړه خواوې نیت لري، چې د جولای تر پیل پورې یو لنډمهاله تړون لاسلیک کړي.
په دې راپور کې راغلي، چې هند امریکا ته په بار وړلو کې له ۲۶ سلنې تعرفې سره مخ دی.
رویټرز تېره اوونۍ راپور ورکړی و؛ هند احتمال لري امریکایي شرکتونو ته اجازه ورکړي، چې له ۵۰ میلیارډ ډالرو څخه زیاتو تړونونو لپاره داوطلبي وکړي.
سیمه ییز خبرونه
ایران په تېرو ۲۵ ورځو کې ۱۱۳ کسان اعدام کړل
د اعدامونو دا زیاتوالی د سیاسي مخالفانو پر وړاندې د مخ پر زیاتېدونکو کړنو پر مهال رامنځته شوي دي.

د بشري حقونو د څار ادارې (HRW) د سېشنبې پر ورځ راپور ورکړی، چې د ایران چارواکو یوازې د می میاشتې په لومړیو ۲۵ ورځو کې لږ تر لږه ۱۱۳ کسان اعدام کړي دي.
د اعدامونو دا زیاتوالی د سیاسي مخالفانو پر وړاندې د مخ پر زیاتېدونکو کړنو پر مهال رامنځته شوي دي.
د ایران بشري حقونو بنسټ په اوسلو کې میشته نادولتي موسسه ده، چې وایي: د می میاشتې تر اووهویشتمې پورې د ۲۰۲۵ کال د ایران د اعدامونو شمېر ۴۷۸ ته رسېدلی، چې د ۲۰۲۴ کال د ورته وخت پر پرتله ۷۵ سلنه زیاتوالی ښیي.
د بشري حقونو د څار ادارې ويلي: که د اعدامونو دا لړۍ وي؛ نو د کال تر پایه پورې به له ۱۰۰۰ څخه ډېر خلک، چې قومي اقلیتونه، سیاسي بندیان او د مخدره توکو پر جرمونو تورن کسان دي، د اعدام له خطر سره مخ دي.
د بشري حقونو د څار بنسټ لنډمهاله اجرائیوي رییس فیدریکو بورلو ویلي: “د ایران چارواکو تر دې دمه په ۲۰۲۵ کال کې پر منځنۍ کچه هره ورځ لږ تر لږه درې کسان اعدام کړي، چې ډېری مخالفان او څنډې ته شوي خلک د حکومت د ظالمانه کړنو قرباني شوي دي.”
ویل کیږي، چې “د وژنو دا لړۍ د کمېدو نښې نهښیي. په ایران کې د دې کړکیچ کچه د نړیوالې ټولنې لپاره د ټولو اعدامونو د سمدستي بندولو او د اعدام د سزا د ځنډولو غوښتنه پر ګوته کوي.”
-
تازه خبرونه2 days ago
پاکستان به د غیرقانوني بهرنیانو پر وړاندې مبارزه ګړندۍ کړي
-
تازه خبرونه1 day ago
افغان بېسیم په هلمند کې خپلو پېرودونکو ته نوی دفتر پرانیست
-
تازه خبرونه1 day ago
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ښو اړیکو جوړېدا اړینه ده
-
تازه خبرونه2 days ago
د افغانستان برښنا شرکت پلاوی پر برښنایي پروژو د خبرو اترو لپاره ترکمنستان ته روان شو
-
سیمه ییز خبرونه13 hours ago
ایران د امریکا اټومي وړاندیزونو ته منفي ځواب وړاندې کوي
-
تازه خبرونه1 day ago
د تورخم په عمري ښارګوټي کې یوه تاریخي سیمه وموندل شوه
-
نړۍ3 days ago
د امریکا دفاع وزیر د چین د احتمالي ګواښ په اړه خبرداری ورکړ
-
سیمه ییز خبرونه3 days ago
پاکستاني استازي روانه اوونۍ د سوداګریزو خبرو لپاره امریکا ته راځي – ټرمپ