Connect with us

سیمه ییز خبرونه

ایران د ایټالوي خبریالې سیسیلیا سالا نیول تائید کړل

د ایټالیا بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ ۲۹کلنه سالا، چې د Il Foglio ورځپاڼې او د پاډکسټ شرکت Media Chora چورا میډیا لپاره کار کوي؛ د دسمبر پر نولسمه په تهران کې ونیول شوه.

خپور شوی

د

د ایران رسمي خبري سرچینې د دوشنبې پر ورځ راپور ورکړ، چې ایران د " اسلامي جمهوریت له قوانینو څخه د سرغړونې" پر تور ایټالوي خبریاله سیسیلیا سالا نیول تائید کړل.

د ایټالیا بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ ۲۹کلنه سالا، چې د Il Foglio ورځپاڼې او د پاډکسټ شرکت Media Chora چورا میډیا لپاره کار کوي؛ د دسمبر پر نولسمه په تهران کې ونیول شوه.

رویټرز راپور ورکړی: د ایټالیا بهرنیو چارو وزیر انټونیو ټاجاني د شنبې پر ورځ له دې خبرې ډډه وکړه، چې آیا دا قضیه د امریکا په غوښتنه په ایټالیا کې د یو ایراني له نیول کیدو سره تړاو لري؛ له څه ویلو ډډه کړې.

ټاجاني ویلي، د ایټالوي خبریالې قضیه په ایران کې "پیچلې" ده؛ خو روم هیله لري، چې سالا ژر تر ژره کور ته راستنه کړي.

د ایرنا د خبر له مخې؛ د ایران د کلتور وزارت په یوه خبرپاڼه کې لیکلي: « ایټالوي تبعه سیسیلیا سالا د ډسمبر پر دیارلسمه د خبریالې له ویزې سره ایران ته سفر وکړ او د ډسمبر پر نولسمه د اسلامی جمهوریت له قوانینو څخه د سرغړونې پر تور ونیول شوه.

چورا میډیا ویلي، چې سالا د ډسمبر پر دولسمه د روم د خبریالۍ له یوې معتبرې ویزې سره ایران ته تللې وه او څو مرکې یې کړې وې او د هغې د "کیسو" پاډکسټ درې برخې یې چمتو کړې وې. هغه ټاکل شوې وه، چې د ډسمبر پر شلمه بېرته روم ته ستنه شي.

په خبرپاڼه کې راغلي؛ سالا له خپلې کورنۍ سره په ټیلیفوني اړیکه کې وه او په تهران کې د ایټالیا سفارت ته د هغې د توقیف خبر ورکړ شوی و.

په دې راپور کې راغلي؛ په وروستیو کلونو کې د ایران امنیتي ځواکونو لسګونه بهرنیان او دوه ګونی اتباع نیولي، چې ډېري یې د جاسوسۍ او امنیت پر تور نیول شوي دي.

د بشري حقونو ډلو پر ایران تور پورې کړی، چې هڅه کوي د دغه راز نیونو له لارې له نورو هېوادونو امتیازات واخلي. ایران د ډیپلوماټیکو ګټو د ترلاسه کولو لپاره د بندیانو نیول ردوي.

سیمه ییز خبرونه

په پاکستان کې د چاودنې له کبله ۳۶ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې

چارواکو د نوم نه ښودلو پر شرط شین‌هوا ته ویلي؛ پېښه د دغه ولایت په تربت ولسوالۍ کې پر یوه کاروان د برید له کبله رامنځته شوی، چې په کې یو بس هم پر نښه شوی دی.

Published

on

د پاکستان رسنیو او چارواکو ويلي؛ د پاکستان په سوېل لویديځ بلوچستان ايالت کې د شنبې پر ورځ په يوه چاودنه کې لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي او ۳۲ نور ټپيان دي.

چارواکو د نوم نه ښودلو پر شرط شین‌هوا ته ویلي؛ پېښه د دغه ولایت په تربت ولسوالۍ کې پر یوه کاروان د برید له کبله رامنځته شوی، چې په کې یو بس هم پر نښه شوی دی.

په ځايي راپورونو کې ویل شوي، په برید کې یو لوړ پوړی پولیس افسر او د هغه د کورنۍ غړي ټپیان دي او نږدې روغتون ته لېږدول شوي دي.

د بلوچستان ازادي غوښتونکي پوځ د ټولنیزو رسنیو په یو پوسټ کې د برید پړه منلې؛ خو پاکستاني چارواکو د برید پخلی ندی کړی.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

د مسافر وړونکې الوتکې د غورځېدو علت د روسیې په خاوره کې ډزې وې – آذربایجان

الهام علی‌یوف په روسیه کې د حقیقت پټولو پر هڅو خواشیني څرګنده کړې ده.

Published

on

د آذربایجان ولسمشر د یکشنبې پر ورځ ( د مرغومي نهمه) ویلي؛ هغه مسافر وړونکې الوتکه، چې په قزاقستان کې ولوېده او ۳۸ کسان په کې ووژل شول؛ په روسیه کې له ځمکې څخه د ډزو له کبله زیانمنه شوې ده.

الهام علی‌یوف په روسیه کې د حقیقت پټولو پر هڅو خواشیني څرګنده کړې ده.

علی‌یوف پر خواشینۍ څرګنده کړې؛ په روسیه کې ځینې کړۍ هڅه کوي، چې د آذربایجان د مسافر وړونکې الوتکې د نسکورېدو د علتونو په اړه د ناسمو روایتونو پر وړاندې کولو حقیقت پټ کړي.

د شنبې پر ورځ د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین له علي‌یوف څخه د هغه څه له کبله بښنه وغوښته، چې کرملین د روسیې لپاره یوه "غمجنه پېښه" یاده کړې وه.

دا په داسې حال کې ده، مسکو تر اوسه پر رسمي بڼه د آذربایجان د هغې الوتکې د غورځولو مسوولیت ندی منلی، چې د ډسمبر پر پېنځه‌ویشتمه د قزاقستان په خاوره کې ولوېده.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

په ایران کې ځانمرګي دوه پولیس افسرانو ته مرګ او ژوبله واړوله

د ايراني رسنیو د څرګندونو له مخې؛ يو ځانمرګي بريد كوونكي د بندر لنګه د پوليسو سټېشن مخې ته ځان والوزولو او په دې پېښه كې مجتبی شهيدي تختي لومړی ژوبل بیا یې وروسته په روغتون كښې سا ورکړه.

Published

on

د شنبې پر ورځ (د مرغومي اتمه) د ایران د هرمزګان ولایت د بندر لنګه د پوځي استخباراتو مشر مجتبی شهیدي تختي په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شو او یو پولیس ټپي شوی دی.

د ايراني رسنیو د څرګندونو له مخې؛ يو ځانمرګي بريد كوونكي د بندر لنګه د پوليسو سټېشن مخې ته ځان والوزولو او په دې پېښه كې مجتبی شهيدي تختي لومړی ژوبل بیا یې وروسته په روغتون كښې سا ورکړه.

د بندر لنګه امنيه قومندان فواد مرادزاده تسنيم خبري سرچینې ته ويلي: " نن ماښام امنيه قومندانۍ ته څېرمه يوه امنيتي پېښه رامنځته شوې ده."

د بندر لنګه والي دې ته په نغوته کې ویلي، چې له پېښې وروسته په سمدستي توګه امنيتي ځواکونه د پېښې سيمې ته واستول شول. په دې ځانمرګي بريد کې بريد کوونکى هم وژل شوى دى.

د تسنیم د خبر له مخې؛ ځانمرګي بریدګر د ریموټ کنټرول پر کارولو د پولیسو د دوه افسرانو د تګ - راتګ په لاره کې ځان ته چاودنه ورکړې ده.

د راپورونو له مخې؛ د ایران د انصارالفرقان اهل سنت وسله والې ډلې په یوه خبرپاڼه کې د دې برید مسوولیت پر غاړه اخیستی او څرګندوي، چې دې برید مهم استخباراتي کسان پر نښه کذي دي. 

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2024 Ariana News. All rights reserved!