تازه خبرونه
افغانستان هم د ماینونو له کبله یو سخت ځپل شوی هېواد دی – یوناما
یوناما لیکلي: “هره ورځ له جګړې پاتې چاودېدونکي توکي او ځمکني ماینونه د انسانانو ژوند له ګواښ سره مخ کوي. په ځانګړي توګه د ماشومانو، چې تر ټولو ډېر قربانیان دي.”
د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) د یکشنبې پر ورځ (د مرغومي نهمه) په ایکس پاڼه کې یوه ویډیو خپره کړه، چې د جګړې له کبله یې د پاتې شویو ماینونو د خطر په اړه خبرداری ورکړی دی.
یوناما لیکلي: "هره ورځ له جګړې پاتې چاودېدونکي توکي او ځمکني ماینونه د انسانانو ژوند له ګواښ سره مخ کوي. په ځانګړي توګه د ماشومانو، چې تر ټولو ډېر قربانیان دي."
په افغانستان کې د ماین پاکۍ بېړنۍ اړتیا ته په نغوته کې یوناما د ارمان نومي یوه ماشوم کیسه کړې، چې د چاودېدونکیو توکو له چاودنې وروسته یې بدن او مخ ټپي شوی دی.
د ارمان پلار هم د ماشومانو د لوبو په ځایونو کې د ځمکني ماینونو د ککړتیا په اړه اندېښنه ښیي او د ماشومانو او د هغوی د کورنیو ترمنځ د پوهاوي پر زیاتوالي ټینګار کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې د هالوټرسټ ماین پاکۍ موسسې د روان کال په لړم کې اعلان وکړ، چې د افغانستان د ۲۶ ولایتونو له ۶۵ کیلومټرمربع زیاته ځمکه د ناچاودو توکو له کبله ککړه ده. د دې بنسټ د راپور له مخې، افغانستان په نړۍ کې یو له هغو څلور هېوادونو څخه دی، چې "پر ځمکني ماینونو ډېر ککړ دي."
تازه خبرونه
اسلامي امارت له هیچا سره دښمني او جګړه نه غواړي- مولوي عبدالکبیر
مولوي عبدالکبير زياته کړې، چې هيڅوک نشي کولى په افغانستان کې د فشار له لارې خپلې موخې ترلاسه کړي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال ويلي؛ د خاورې او خلکو ساتنه او دفاع د نظام دنده ده او اسلامي امارت له هیچا سره دښمني او جګړه نه غواړي؛ د افغانستان ثبات د سیمې او نړۍ ثبات دی.
مولوي عبدالکبير زياته کړې، چې هيڅوک نشي کولى په افغانستان کې د فشار له لارې خپلې موخې ترلاسه کړي.
مولوی عبدالکبیر وایي: اوسمهال اسلامي امارت د جګړې او سیاست په ډګر کې ښه پرمخ روان دی. مونږ له هیچا سره جګړه او دښمني نه غواړو، بلکې د خپلو خلکو او خاورې د ساتنې او دفاع مسوولیت لرو.
هغه ویلي، چې اسلامي امارت په سیمه او نړۍ کې سوله غواړي او هیوادونه باید اسلامي امارت په کورني سیاست کې پرناکامۍ او په سیمه کې د نظم خرابولو تورن نکړي.
نوموړي همدا راز ویلي، چې اسلامي امارت د آبادۍ او ځانبسیاینې په لاره کې هیڅ ډول خنډ نه مني او په دې برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکوي. که څه هم ځینې هېوادونه د افغانستان پرمختګ او پرمختیا نشي زغملای.
د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال څرګنده کړې، چې اسلامي امارت غواړي د سترو سيمهييزو پروژو له پلي کولو سره په سيمه کې ثبات رامنځته کړي.
تازه خبرونه
جنوبي کوریا په افغانستان کې له اړمنو کورنیو سره ۵ میلیون ډالر مرسته وکړه
دا مرسته به د نړیوال پروګرام ته دا وس ورکړي، چې زیانمنونکیو کورنیو ته بېړنۍ خوراکي مرستې چمتو کړي؛ د میندو له تغذیې ملاتړ وکړي، په ښوونځیو کې ماشومانو ته ورځني اړین خواړه ووېشي او په کلیوالو ټولنو کې د معیشت او انعطاف رامنځته کولو فعالیتونه پیاوړي کړي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام ویلي، چې جنوبي کوریا په دې هېواد کې له اړمنو کورنیو سره ۵ میلیون ډالر مرسته کړې ده.
دا مرسته به د نړیوال پروګرام ته دا وس ورکړي، چې زیانمنونکیو کورنیو ته بېړنۍ خوراکي مرستې چمتو کړي؛ د میندو له تغذیې ملاتړ وکړي، په ښوونځیو کې ماشومانو ته ورځني اړین خواړه ووېشي او په کلیوالو ټولنو کې د معیشت او انعطاف رامنځته کولو فعالیتونه پیاوړي کړي.
د دغه راپور له مخې؛ دا مرستې په داسې وخت کې کېږي، چې په افغانستان کې د نفوسو یو پر درېیمه برخه یا شاوخوا ۱۵ میلیون وګړي، چې د خوړو د خوندیتوب له سخت بحران سره مخ دي.
په راپور کې راغلي: « په افغانستان کې ژمی وحشیانه دی. د کار او خواړو پرته، کورنۍ د یو ناممکن انتخاب سره مخ دي،چې کورونه تاوده کړي که ماشومان له لوږې وژغوري."
د افغانستان لپاره د سویلي کوریا د سفارت چارسمبالی مون سونګهوان ویلي: " اوسمهال د افغانستان د نفوس یو پر درېیمه برخه - نږدې ۱۵ ملیون وګړي - وږي دي او د ژوندي پاتې کیدو لپاره خوراکي توکو ته اړتیا لري. جنوبي کوریا د افغانستان له خلکو سره ولاړه او له اړمنو کورنیو سره مرستې ته ژمنه ده."
باید وویل شي، چې جنوبي کوریا په تېرو ۵ کلونو کې افغانستان ته د خوړو له نړیوال پروګرام سره ۳۶ میلیون ډالره مرسته کړې ده.
تازه خبرونه
په کابل کې د شاه او عروس د اوبو بند ګټې اخیستنې ته وسپارل شو
له اقتصادي مرستیالۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي: ملا عبدالغني برادر په دې مراسمو کې د اوبو د ارزښت په اړه د خبرو پر مهال ویلي دي: نن ورځ په نړیوال سیاست او اړیکو کې پر اوبو د یو مهم اقتصادي عنصر په توګه بحث کېږي او په یوشمېر هېوادونو کې یې ارزښت له تېلو او ګران بیه کاني زېرمو هم لوړ دی.
د هېوادوالو د هوساینې لپاره نن( د مرغومي یوولسمه ) د کابل ولایت په شکردره ولسوالۍ کې د څښاک پاکو او د کرنې لپاره د اړتیا وړ اوبو د برابرولو لپاره د شاه او عروس د اوبو بند ګټې اخیستنې ته وسپارل شو، چې د برښنا پر تولید سربېره به د فردي اقتصاد او په ټوله کې د هېواد له ملي اقتصاد سره د پام وړ مرسته وکړي.
له اقتصادي مرستیالۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي: ملا عبدالغني برادر په دې مراسمو کې د اوبو د ارزښت په اړه د خبرو پر مهال ویلي دي: نن ورځ په نړیوال سیاست او اړیکو کې پر اوبو د یو مهم اقتصادي عنصر په توګه بحث کېږي او په یوشمېر هېوادونو کې یې ارزښت له تېلو او ګران بیه کاني زېرمو هم لوړ دی.
نوموړي زیاته کړې؛ له بده مرغه پر افغانستان د تپل شویو جګړو او یوشمېر کورنیو او بهرنیو عواملو له کبله په هېواد کې د دغه مهم اقتصادي عنصر د مدیریت لپاره اساسي پانګونه نده شوې او له همدې کبله د موسمي بارانونو او اقلیمي بدلونونو له وجې د زیاتو سېلابونو راوتلو پر مهال یوشمېر هېوادوالو ته د سر او مال زیان رسېږي.
د اوبو او انرژۍ وزارت چارسمبالي عبداللطیف منصور ویلي، چې د شاه او عروس بند د څه باندې ۵۳ میلیون امریکايي ډالرو پر ارزښت د دغه وزارت لخوا د اوبو د مدیریت او ښاریانو ته د څښاک د پاکو اوبو د برابرولو لپاره جوړ شوی دی.
ویل کیږي، چې شاه او عروس بند ۷۸مټره لوړوالي لري؛ د ۹.۴میلیون مټرمکعب اوبو د زیرمه کولو وړتیا لري او شاوخوا ۳۵۰۰ هکټاره ځمکه به خړوبه او ۱.۲میګاواټه برښنا تولید کړي.
-
تازه خبرونه5 days ago
د پاکستان ځانګړي استازي کابل ته د خپل سفر جزئیات له شهباز شریف ته وړاندې کړل
-
ساینس او ټیکنالوژي5 days ago
چینایي هیکرانو د امریکا د خزانې وزارت اسناد غلا کړل
-
تازه خبرونه4 days ago
جنوبي کوریا په افغانستان کې له اړمنو کورنیو سره ۵ میلیون ډالر مرسته وکړه
-
سیمه ییز خبرونه5 days ago
ایران د ایټالوي خبریالې سیسیلیا سالا نیول تائید کړل
-
تازه خبرونه4 days ago
اسلامي امارت له هیچا سره دښمني او جګړه نه غواړي- مولوي عبدالکبیر
-
تازه خبرونه4 days ago
د کورنیو چارو وزارت چارسمبالي په کابل کې د چین له سفیر سره وکتل
-
تازه خبرونه4 days ago
په کابل کې د شاه او عروس د اوبو بند ګټې اخیستنې ته وسپارل شو
-
څار4 days ago
څار: په ۲۰۲۴ کال کې د منځني ختیځ پېښو ته یو کتنه