سیمه ییز خبرونه
په ایران کې ځانمرګي دوه پولیس افسرانو ته مرګ او ژوبله واړوله
د ايراني رسنیو د څرګندونو له مخې؛ يو ځانمرګي بريد كوونكي د بندر لنګه د پوليسو سټېشن مخې ته ځان والوزولو او په دې پېښه كې مجتبی شهيدي تختي لومړی ژوبل بیا یې وروسته په روغتون كښې سا ورکړه.

د شنبې پر ورځ (د مرغومي اتمه) د ایران د هرمزګان ولایت د بندر لنګه د پوځي استخباراتو مشر مجتبی شهیدي تختي په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شو او یو پولیس ټپي شوی دی.
د ايراني رسنیو د څرګندونو له مخې؛ يو ځانمرګي بريد كوونكي د بندر لنګه د پوليسو سټېشن مخې ته ځان والوزولو او په دې پېښه كې مجتبی شهيدي تختي لومړی ژوبل بیا یې وروسته په روغتون كښې سا ورکړه.
د بندر لنګه امنيه قومندان فواد مرادزاده تسنيم خبري سرچینې ته ويلي: ” نن ماښام امنيه قومندانۍ ته څېرمه يوه امنيتي پېښه رامنځته شوې ده.”
د بندر لنګه والي دې ته په نغوته کې ویلي، چې له پېښې وروسته په سمدستي توګه امنيتي ځواکونه د پېښې سيمې ته واستول شول. په دې ځانمرګي بريد کې بريد کوونکى هم وژل شوى دى.
د تسنیم د خبر له مخې؛ ځانمرګي بریدګر د ریموټ کنټرول پر کارولو د پولیسو د دوه افسرانو د تګ – راتګ په لاره کې ځان ته چاودنه ورکړې ده.
د راپورونو له مخې؛ د ایران د انصارالفرقان اهل سنت وسله والې ډلې په یوه خبرپاڼه کې د دې برید مسوولیت پر غاړه اخیستی او څرګندوي، چې دې برید مهم استخباراتي کسان پر نښه کذي دي.
سیمه ییز خبرونه
ټرمپ د ایران پر اټومي تاسیساتو د اسرائیلو د پلان شوي برید مخه ونیوله
په می میاشت کې اسرائیلو د ایران د اټومي وسلو تولیدي وړتیا د کمزوري کولو لپاره پر اړوند مرکزونو د برید پلانونه جوړ کړي وه.

نیویارک ټایمز د امریکا د حکومتي چارواکو د څرګندونو له مخې راپور ورکړی، چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران پر اټومي تاسیساتو د اسرائیلو د پلان شوي برید مخه نیولې ده.
په می میاشت کې اسرائیلو د ایران د اټومي وسلو تولیدي وړتیا د کمزوري کولو لپاره پر اړوند مرکزونو د برید پلانونه جوړ کړي وه.
نیویارک ټایمز لیکلي، چې د امریکا مرسته نه یوازې د ایران د غچ اخیستنې پر وړاندې د اسرائیلو د دفاع لپاره، بلکې د برید د بریالیتوب ډاډمنولو لپاره هم اړینه ده.
له میاشتو – میاشتو داخلي بحثونو وروسته ټرمپ پرېکړه وکړه، چې د پوځي اقدام ملاتړ کولو پرځای له ایران سره خبرې اترې وکړي.
امریکا او ایران تېره شنبه په عمان کې خبرې اترې پیل کړې. دواړو هېوادونو خبرې اترې “مثبتې” او “رغنده” ګڼلي دي.
د خبرو اترو دوهیم پړاو د شنبې پر ورځ ټاکل شوی او راپورونه ښيي، چې دا ناسته به احتمالاً د ایټالیا په پلازمېنه کې ترسره شي.
سیمه ییز خبرونه
د بل اړخ په اړه ډېر خوشبین نهیم – آیتالله خامنهیي
هغه زیاته کړې: “د عمان خبرې اترې د بهرنیو چارو وزارت د لسګونو دندو څخه یوه ده. راځئ، چې د هېواد مسلې په خبرو اترو پورې ونه تړو.”

د ایران ستر مشر آیتالله خامنهیي په عمان کې له امریکا سره د تهران د خبرو اترو په اړه ویلي، چې خبرې اترې ممکن پایلې ته ورسیږي یا نه؛ مونږ دې خبرو اترو ته نه ډېر خوشبین یوو او نه هم ډېر بدبین. البته مونږ د بل اړخ په اړه ډېر بدبین یوو؛ خو د خپلو وړتیاوو په اړه خوشبین یوو.
هغه زیاته کړې: “د عمان خبرې اترې د بهرنیو چارو وزارت د لسګونو دندو څخه یوه ده. راځئ، چې د هېواد مسلې په خبرو اترو پورې ونه تړو.”
آیتالله خامنهیي له حکومتي او پارلماني غړو، د قضايي قوې لوړ پوړو چارواکو او ځینو بنسټونو استازو سره په یوه غونډه کې زیاته کړه: “هغه تېروتنه، چې مو په اټومي JCPOA تړون کې کړې وه باید دلته تکرار نشي.” د اټومي تړون پر مهال مونږ هېواد مشروط کړ او هرڅه مو د خبرو اترو له پرمختګ تړلي تړلي کړل. “پانګه اچوونکي هغه وخت پانګونه نه کوي، چې وویني هېواد د خبرو اترو تابع دی.”
د ایران رهبر د هېواد په ټولو صنعتي، اقتصادي، ودانیزو، کلتوري برخو او د لویو پروژو پلي کولو کې د فعالیتونو پر دوام له ټینګار سره ویلي، چې له دې مسلو څخه هیڅ یو د عمان له خبرو اترو سره هیڅ تړاو نلري.
د ایران رهبر له دې مخکې ویلي وه، چې له امریکا سره خبرې اترې “هوښیارانه، عاقلانه اوشرافتمندانه” ندي او د ایران هیڅ ستونزه به حل نهکړي.
د خبرو اترو لومړی پړاو په عمان کې د ایران د بهرنیو چارو د وزیر او د ټرمپ د استازي ترمنځ ترسره شو او ټاکل شوې، چې د خبرو دوهیم پړاو راتلونکې شنبه ترسره شي.
سیمه ییز خبرونه
د افغانستان لپاره د متحده عربي اماراتو ځانګړي استازي له خپل پاکستاني سیال سره وکتل
محمد صادق په ایکس پاڼه کې لیکلي؛ په دې ناسته کې، چې دوشنبه( د وري پېنځهویشتمه) ترسره شوه؛ دواړو خواوو پر جیوپولیتیک وضعیت، مخ پر زیاتېدونکي امنیتي اندېښنو او په ځانګړې توګه افغانستان ته پاملرنه بحث وشو.

د افغانستان لپاره د متحده عربي اماراتو ځانګړي استازي سیف محمد الکتبي په اسلامآباد کې له خپل پاکستاني سیال محمد صادق سره ولیدل.
محمد صادق په ایکس پاڼه کې لیکلي؛ په دې ناسته کې، چې دوشنبه( د وري پېنځهویشتمه) ترسره شوه؛ دواړو خواوو پر جیوپولیتیک وضعیت، مخ پر زیاتېدونکي امنیتي اندېښنو او په ځانګړې توګه افغانستان ته پاملرنه بحث وشو.
هغه زیاته کړې: “مونږ د سیمې پر وړاندې د مهمو ننګونو په اړه هم نظرونه تبادله کړل او له هغوی سره د ګډې مقابلې لپاره مو په ګډه ژمنه ټینګار وکړ. د پاکستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ د همکارۍ پیاوړتیا له سیمهییز ثبات او ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره اړینه ده. مونږ د یوې سولهییزې او سوکاله سیمې لپاره د خپلو همکاریو دوام ته سترګې پر لاره یوو.”
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان په چارو کې د پاکستان استازي محمد صادق تېره اوونۍ په اسلامآباد کې د “د خیبر پښتونخوا د امنیتي او حاکمیتي ننګونو جامع ارزونه” سیمینار ته د وینا پر مهال د افغانستان اسلامي امارت ته ګواښ وکړ، چې که د تحریک طالبان پاکستان پر وړاندې اقدام ونکړي؛ نو د دواړو خواوو ترمنځ تړونونه به لغوه شي.
-
نړۍ5 days ago
د اوکراین د شخړې د حل لپاره خبرې ښې روانې دي – ټرمپ
-
نړۍ4 days ago
اروپايي ټولنه د فلسطین له ادارې سره مالي ملاتړ زیاتوي
-
تازه خبرونه19 hours ago
اروپايي ټولنې د کډوالو د ایستلو لپاره د خوندي هېوادونو نوملړ اعلان کړ
-
تازه خبرونه3 days ago
په تورخم کې راستنېدونکو ته منظم، چټک او معیاري خدمتونه وړاندې کېږي
-
تازه خبرونه3 days ago
د افغانستان او ازبکستان د کرنې په سکټور کې به همکاري پراخه شي
-
تازه خبرونه2 days ago
د پاکستان ځانګړی استازی کابل ته راغی
-
سیمه ییز خبرونه19 hours ago
ټرمپ د ایران پر اټومي تاسیساتو د اسرائیلو د پلان شوي برید مخه ونیوله
-
سیمه ییز خبرونه2 days ago
د بل اړخ په اړه ډېر خوشبین نهیم – آیتالله خامنهیي