Connect with us

تازه خبرونه

لس ایراني پوله ساتي د ایران په سیستان بلوچستان ولایت کې ووژل شول

دولتي رسنیو د کورنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې ویلي، له مشکوکو سني مسلمانو وسلوالو سره په وروستۍ نښته کې د دې هېواد ۱۰ پوله ساتي ځواکونه وژل شوي دي.

خپور شوی

د

رویټرز راپور ورکړی، چې د شنبې پر ورځ د ایران په ناکرار سویل ختیځ ولایت سیستان بلوچستان کې لس ایراني پوله ساتي د وسلوالو د برید له کبله وژل شوي دي.

دولتي رسنیو د کورنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې ویلي، له مشکوکو سني مسلمانو وسلوالو سره په وروستۍ نښته کې د دې هېواد ۱۰ پوله ساتي ځواکونه وژل شوي دي.

جیش العدل د شنبې پر ورځ ناوخته په یوه خبرپاڼه کې د سیستان او بلوچستان ایالت پر ایراني پوځیانو د برید پړه پر غاړه واخیسته.

ویل کیږي، چې د ایران سیستان بلوچستان ولایت له ډېر وخت راپدېخوا یو ناکرار ولایت دی، چې په کې سرحدي ځواکونه له وسلوالو سره ښکېل پاتې دي.  

تازه خبرونه

سبرینا اوګولیني د افغانستان لپاره د ایټالیا د سفارت نوې چارسمبالې وټاکل شوه

نوموړی به په قطر کې خپل ډیپلوماتیک فعالیتونه تر سره کوي.

Published

on

د ایټالیا بهرنیو چارو وزارت ویلي؛ سبرینا اوګولیني یې د افغانستان لپاره د خپل هېواد د نوې استازې په توګه ټاکلې ده.

نوموړی به په قطر کې خپل ډیپلوماتیک فعالیتونه تر سره کوي.

د ایټالیا بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي: یوګولیني ویلي، چې دا دنده پر ویاړ مني؛ د ښځو او نجونو په ګډون د بشري حقونو لپاره کار به یې لومړیتوب وي.

هغې په ​​افغانستان کې د بشردوستانه چارو په برخه کې د خپل هېواد پر ژمنتیا هم ټینګار کړی دی.

سبرینا اوګولیني پر ۱۹۶۸ کال د ایټالیا په روم ښار کې زیږیدلې او له ۱۹۹۲ کال راپدېخوا په ډیپلوماټیکې چارې ترسره کوي؛ خو د سوداګرۍ په برخه کې ځانګړی تخصص لري.

اویل کیږي، چې له دې مخکې په افغانستان کې د ایټالیا د سفارت چارې له دوحې څخه د ایټالیا د سفارت چارسمبالې ناټالیا کوینټاویل پر مخ وړلې.

Continue Reading

تازه خبرونه

افغانستان پر اقتصادي مرکز بدلیدو لپاره علم او پلان ته اړتیا لري – امیر خان متقي

په بهرنیو چارو وزارت کې د ډیپلوماسۍ د اندتون ( انسټیټیوټ ) له خوا د دیپلوماسۍ یوه  روزنیزه د وره پای ته ورسیده او نن پنجشنبه( د تلې درېیمه ترې د ۲۶ دولتي څانګو کارکوونکي فارغ شول.

Published

on

 امیرخان متقي په بهرنیو چارو وزارت کې د ډیپلوماټیکې روزنیزې دورې د فراغت په غونډه کې ویلي، چې دوی د افغانستان د جغرافیې، موقعیت او نړیوال وقار د ساتلو لپاره کار کوي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ هېواد به هغه مهال پرمختګ وکړي، چې افغانستان متحد، باثباته، له فساد او نشه يي توکو لرې وي.

امیرخان متقي وایي، له قضیو سره  باید احساساتي چلند ونه شي، ځکه ډیپلوماسۍ حوصلې ته اړتیا لري.

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي ویلي: په هره څانګه کې ډیپلوماسۍ ته اړتیا ده او دوی باید په دې څانګه کې وړتیاوې پیاوړي کړي.

امیرخان متي زیاته کړې؛ په ډيپلوماسۍ کې تر ټولو مهمه مسله تعقل او پلان جوړول دي، چې له ټکرونو سره مخ نشئ.

متقي وایي؛ دوی هڅه کوي، چې د افغانستان جغرافيه، موقعيت او نړيوال وقار وساتي. هېواد به هغه مهال پوره پرمختګ وکړي، چې افغانستان متحد، باثباته، له فساد او نشه يي توکو لرې وي.

ویل کیږي، چې په تېرو درې کلونو کې د دوی سټراټیژي او بریالۍ پالیسي د دې لامل شوې، چې په نړۍ کې د افغانستان ۴۰ سیاسي استازولۍ له کابل څخه رهبري شي او خلکو ته د قونسلي خدمات وړاندې کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د بریکس غړیو هېوادونو د نجونو پر زده‌کړو د بندیز لرې کولو غوښتنه وکړه

دغه هېوادونه له ترهګرو ډلو څخه د آزاد، خپلواک او متحد افغانستان ملاتړ کوي.

Published

on

د برکس ټولنې غړیو هېوادونو پرون (چارشنبه د تلې دوه‌یمه) په یوه ګډه خبرپاڼه کې له اسلامي امارت وغوښتل، چې د نجونو او ښځو پر زده‌کړو او کار بندیز لرې کړي.

دغه هېوادونه له ترهګرو ډلو څخه د آزاد، خپلواک او متحد افغانستان ملاتړ کوي.

د بریکس په خبرپاڼه کې د افغانستان په اړه راغلي: اسلامي امارت باید د نجونو پر تعلیم بندیز لرې کړي،

بشري حقونو ته درناوی وکړي، د خپلو ټولو وګړو بنسټیز حقونه خوندي او په دې اړه کوټلي او ډاډمنې هڅې تر سره کړي، چې افغانستان د نورو پر ضد ونه‌کارول شي.

د افغانستان د کړکیچ د هواري په بهیر کې د ګاونډیو هیوادونو ګډون په سیمه کې د امنیت او ثبات له ټینګښت سره مرسته کولای شي.

اسلامي امارت هم د دې اعلان په اړه مثبت نظر لري؛ خو دوی د دغه سازمان همکاري او عملي تعامل غواړي او هیله لري، چې په راتلونکې غونډه کې د اسلامي امارت استازی په کې ګډون وکړي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت ویلي؛ دوی غواړي د دې ټولنې له غړیو هېوادونو سره عملي همکاري او اقتصادي تعامل ولري او هیله لري، چې په راتلونکې غونډه کې د افغانستان استازي هم حضور ولري، چې د دوی اندېښنو ته ځواب ووایي او د افغانستان مسایلو منعکس کړي

اسلامي امارت د بریکس غړو هېوادونو د نجونو د تعلیمي محدودیتونو د لرې کولو د غوښتنې په اړه څه نه دي ویلي.

ویل کیږي، چې د بریکس ټولنې غونډه د اسلامي امارت د استازي له حضور پرته د روسیې په کازان ښار کې د چین، هند، روسیې، ترکیې جنوبي افریقا، برازیل، ایران، مصر، متحده عربي امارتو او ایتوپیا په ګډون ترسره شوه.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2024 Ariana News. All rights reserved!