Connect with us

سوداگري

په قزاقستان کې د افغانستان د تولیداتو او محصولاتو نندارتون پرانیستل شو

نورالدین عزيزي د ​​دې نندارتون د پرانيستې په مراسمو کې دغه ډول نندارتونونه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګريزو اړيکو په پراختيا کې اغېزمن یاد کړل.

خپور شوی

د

د صنایعو او سوداګرۍ وزارت ويلي؛ په الماتا کې د افغان تولیداتو او محصولاتو د نندارتون پر مهال د دې وزارت چارسمبالي نورالدین عزیزي او د قزاقستان لومړي وزیر مرستیال سیریک ژومنګارین هم حضور درلود.

نورالدین عزيزي د ​​دې نندارتون د پرانيستې په مراسمو کې دغه ډول نندارتونونه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګريزو اړيکو په پراختيا کې اغېزمن یاد کړل.

د قزاقستان د لومړي وزیر مرستيال په دې مراسمو کې ويلي، چې استانه له کابل سره د سوداګريزو، اقتصادي، ټرانسپورټي، لوژستيکي او انرژۍ د خوندیتابه لپاره اړيکو ته لېواله ده.

باید وویل شي، چې په دې نندارتون کې به د درې ورځو لپاره په څه باندې ۷۰ کړکیو کې افغان تولیدات ، چې ۱۲ هغه یې میرمنو ته ځانګړي شوي نندارې ته وړاندې شي.

په نندارتون کې د افغانستان ګڼ شمېر محصولات لکه غالۍ، ګاڼې، ساختماني توکي، کورني او صنعتي کیمیاوي توکي، سابه، میوې او خوراکي توکي نندارې ته وړاندې شوي دي.

دغه نندارتون د اوکټوبر له شلمې څخه تر دوه‌ویشتمې پورې د الماتا ښار د اتاکنټ نندارتون په مرکز کې پیل شوی، چې څه باندې ۲۵۰ افغان سوداګر په کې برخه لري.

قزاقستان په دې وروستیو کې له افغانستان سره د سوداګرۍ د پراختیا لپاره هڅې زیاتې کړي او د جون په میاشت کې یې ولسمشر قاسم جومارت توکایف اعلان وکړ، چې د هغه هېواد د اسلامي امارت نوم د وسلوالو ډلو له نوملړه ایستلی دی.

د اګست په وروستیو کې د قزاقستان د بهرنیو چارو وزارت بیا د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ، مالي او بشري همکاریو د پراخولو په موخه د افغانستان سفارت چارسمبالی ومانه.

سوداگري

افغانستان سږ کال د نږدې ۸۰ میلیون ډالرو پر ارزښت د زعفران او انجې صادرات لرل

دغه راز د لغمان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولینو هم د دې ولایت د جلغوزیو په حاصلاتو کې له ۱۸ سلنه زیاتوالي خبر ورکړی دی.

Published

on

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي، چې په تېرو ۶ میاشتو کې د ۷۷ اعشاریه ۵ میلیون ډالرو پر ارزښت انجه او زعفران له هېواده صادر شوي دي.

د ګلوبل ټایمز د څرګندونو له مخې؛ افغانستان ۱۸ ټنه زعفران او ۶۱۷ انجه صادرات لرل.

یادې سرچینې د صنعت او سوداګرۍ وزارت د ویاند جواد اخوندزاده د څرګندونو له مخې زیاته کړې، چې یاد صادرات پاکستان، چین، هند، متحده عربي اماراتو، ازبکستان او امریکا ته صادر شوي دي.

د زعفرانو د کارګرو ټولنې څرګنده کړې، چې د تېر کال پر پرتله سږ کال د زعفرانو په صادراتو کې زیاتوالی راغلی دی.

دغه راز د لغمان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولینو هم د دې ولایت د جلغوزیو په حاصلاتو کې له ۱۸ سلنه زیاتوالي خبر ورکړی دی.

د یاد ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ځنګلونو د ساتنې آمر توریالي پیغام ویلي، چې تېر کال په دغه ولایت کې د جلغوزیو حاصلات ۱۴ ټنه ول؛ خو سږکال یې حاصلات ۲۵ ټنو ته رسېږي، چې دغه شمېر د تېر کال د همدومره وخت پر پرتله ۱۸ سلنه زیاتوالی ښيي.

نوموړي د یادو حاصلاتو د زیاتوالي لاملونه د ځنګلونو د ساتنې په اړه عامه پوهاوی ښودلی دی.

Continue Reading

سوداگري

له اربکستان سره د ګازو د استخراج تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزارت زیاته کړې؛ نن پنجشنبه (د تلې نولسمه) د جوزجان د ګازو د اکتشاف او استخراج تړون د ریاست الوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په حضور کې له ازبکستاني شرکت سره د یو میلیارډ ډالرو پر ارزښت لاسلیک شو.

Published

on

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت تائید کړه، چې اسلامي امارت د افغانستان د شمال د طوطی میدان د ګازو په ساحه کې د طبیعي ګازو د اکتشاف او استخراج تړون د ازبکستان له یوه شرکت سره لاسلیک کړ.

د کانونو او پټرولیم وزارت زیاته کړې؛ نن پنجشنبه (د تلې نولسمه) د جوزجان د ګازو د اکتشاف او استخراج تړون د ریاست الوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په حضور کې له ازبکستاني شرکت سره د یو میلیارډ ډالرو پر ارزښت لاسلیک شو.

د تړون له مخې، شرکت به په لومړي کال کې سل میلیون ډالر پانګونه وکړي او په راتلونکیو نهو کلونو کې به یې ۹۰۰ میلیون ډالرو ته ورسوي.

په لومړیو دوه کلونو کې به له استخراج شوي ګاز څخه د ۱۰۰ میګاواټه برښنا د تولید لپاره کار واخیستل شي.

د جوزجان ولایت د طوطی میدان د ګازو زیرمې شاوخوا ۷۰۰۰ کیلومټره مربع مساحت لري.

یوځل چې استخراج پیل شي، دا به د هېواد د ګاز اړتیاوو ته د پام وړ وده ورکړي او زرګونه خلکو ته به مستقیم او غیر مستقیم د کار زمینه رامنځته کړي.

Continue Reading

سوداگري

پاکستانیو سوداګرو د پاکستان او افغانستان د ټرانزیټي لارې پر پرانیستلو ټینګار وکړ

فضل مقیم خان د اړوند سوداګریزې خونې په خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې له تېرو څو میاشتو راپدېخوا د پاکستان – افغانستان د لویو لارو د تړل کېدا له کبله دوه اړخیزه سوداګري، ټرانزیټي سوداګري او صادرات څه نا څه پای ته رسېدلي او اړتیا ده، چې سوداګرو ته د زیاتو زیانونو مخه ونیول شي.

Published

on

د پاکستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مشر فضل مقیم خان له چارواکو وغوښتل، چې له افغانستان سره د سوداګرۍ د لارې د پرانستلو لپاره بېړنۍ هڅې تر سره کړي.

فضل مقیم خان د اړوند سوداګریزې خونې په خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې له تېرو څو میاشتو راپدېخوا د پاکستان – افغانستان د لویو لارو د تړل کېدا له کبله دوه اړخیزه سوداګري، ټرانزیټي سوداګري او صادرات څه نا څه پای ته رسېدلي او اړتیا ده، چې سوداګرو ته د زیاتو زیانونو مخه ونیول شي.

نوموړي زیاته کړې، چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د دوه اړخیزې سوداګرۍ او ټرانزیټي سوداګرۍ حجم د سوداګریزې لارې د تړلو له کبله "اندېښمنوونکي" حالت ته راټیټ شوی دی.

دغه راز د پاکستان یو سوداګر زاهدالله شینواري د پاکستان – افغانستان د لویې لارې د تړل کېدو په اړه ويلي، چې اوسمهال د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ حجم ډېر کم دی.

هغه زياته کړې؛ په تېرو څو مياشتو کې د پاکستان او افغانستان د سوداګريزو لارو د تړل کېدو له کبله د افغانستان او پاکستان دوه اړخيزه سوداګري او ټرانزيټي سوداګري سخته اغېزمنه شوې ده.

نوموړی وایي؛ د دوه اړخیزې سوداګرۍ او ټرانزیټي سوداګرۍ ځنډېدا د دواړو غاړو سوداګرو ته ستر مالي زیانونه اړولي دي.

شينواري ويلي، چې ځايي خلک او مسافر هم له ستونزو سره مخ دي.

ویل کیږي، چې سوداګرو د دې ستونزې د حل لپاره پر دوه اړخیزې اجماع او خبرو اترو ټینګار کړی دی.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2024 Ariana News. All rights reserved!