Connect with us

تازه خبرونه

د اسلامي امارت رهبر د صنعتي سیمو قانون توشیح کړ

د دې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه قانون د صنعتي سیمو د تنظیم له لارې د افغانستان د اقتصاد د ودې او پراختیا، د خصوصي پانګونې د جلب او جذب لپاره د زمینې برابرولو او د صنعتي سیمو د ساتنې او پالنې په هدف تدوین شوی دی.

خپور شوی

د

د عدلیې وزارت ويلي، د صنعتي سیمو قانون په ۱۱ فصلونو او ۶۷ مادو کې د اسلامي امارت د رهبر له لوري تصویب او نافذ شوی دی.

د دې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه قانون د صنعتي سیمو د تنظیم له لارې د افغانستان د اقتصاد د ودې او پراختیا، د خصوصي پانګونې د جلب او جذب لپاره د زمینې برابرولو او د صنعتي سیمو د ساتنې او پالنې په هدف تدوین شوی دی.

ویل کیږي، چې دا قانون به د صنعت او سوداګرۍ وزارت له خوا پلی شي.

تازه خبرونه

د افغان کډوالۍ مخنیوی د مسکو فارمټ د اجنډا یوه برخه وه – ایران

هغه ټینګار کړی، چې ګاونډ هېوادونه له ترهګرۍ سره د مبارزې په اړه د همکارۍ او د افغانستان د بیارغونې لپاره د لازمو شرایطو رامنځته کېدا ته په دې سیمه‌ییز نوښت کې راټول شوي وه.

Published

on

د افغانستان په چارو کې د ایران ځانګړي استازي حسن کاظمي قُمي ويلي، د مسکو د شپږمې غونډې یوه مهمه موضوع د افغانانو د کډوالۍ مخنیوی و.

هغه ټینګار کړی، چې ګاونډ هېوادونه له ترهګرۍ سره د مبارزې په اړه د همکارۍ او د افغانستان د بیارغونې لپاره د لازمو شرایطو رامنځته کېدا ته په دې سیمه‌ییز نوښت کې راټول شوي وه.

حسن کاظمي قُمي له ایرنا خبري سرچینې سره په خبرو کې ویلي؛ دغه غونډه د تېرې جمعې پر ورځ په مسکو کې د ۱۰ هېوادونو او د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د چارسمبتالي امیر خان متقي په ګډون ترسره شوه.

هغه زیاته کړې: په نړیوال ډګر او په ځانګړي توګه په فلسطین او لبنان کې له روانو بدلونونو سره - سره، د افغانستان موضوع اوس هم له سیمه‌ییزو لومړیتوبونو څخه ګڼل کیږي.

په افغانستان کې د ایران ځانګړي استازي او سفیر دا ټینګار هم کړی، چې د ګاونډ هېوادونو وړتیاوې او سیمه‌ییزې همکارۍ له اسلامي امارت او د افغانستان له خلکو سره مرسته کوي، چې پر ستونزو بریالی شي.

د ایرنا د راپور له مخې؛ په دې غونډه کې د چاپېریال امنیت هم یو له سیمه‌ییزو اندېښنو څخه ګڼل شوی دی.

د مسکو فارمټ ناسته د چین، هند، ایران، قزاقستان، قرغزستان، پاکستان، روسیې، تاجکستان، ازبکستان او افغانستان د ځانګړو استازو او لوړ پوړیو چارواکو په حضور کې جوړه شوه او د سیمه‌ییزامنیت د ټینګښت، مهاجرت د کمېدا په اړه او د افغانستان اقتصادي او ټولنیزو شرایطو ښه کېدا ته د حل لارو پر لټون راوڅرخېدله.

Continue Reading

تازه خبرونه

د بلوچستان د ډبرو سکارو په کان کې د افغانانو مړي د هغو کورنیو ته وسپارل شول

په دې خبرپاڼه کې راغلي؛ په مړو شویو کسانو کې ۳ یې په پاکستان کې کډوال او هلته خپلو کورنیو ته سپارل شوي او پاتې نور یې، چې د کندهار د معروف ولسوالۍ اوسېدونکي وه؛ د چمن-بولدک او بهلولي له لارې افغانستان ته له رالېږدولو وروسته کورنیو ته سپارل شوي دي.

Published

on

په اسلام‌آباد کې د افغانستان اسلامي امارت سفارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ د هغو ۷ افغانانو مړي، چې د بلوچستان د دوکۍ د ډبرو سکرو کان د کاریګرو مړي په کویټه کې د افغانستان قونسلګرۍ پر هڅو د هغو کورنیو ته وسپارل شول.

په دې خبرپاڼه کې راغلي؛ په مړو شویو کسانو کې ۳ یې په پاکستان کې کډوال او هلته خپلو کورنیو ته سپارل شوي او پاتې نور یې، چې د کندهار د معروف ولسوالۍ اوسېدونکي وه؛ د چمن-بولدک او بهلولي له لارې افغانستان ته له رالېږدولو وروسته کورنیو ته سپارل شوي دي.

تېره ورځ د ناڅرګندو وسلوالو په برید کې ۲۰ کان کېندونکي وژل شوي وه.

ویل کیږي، چې افغانستان د پاکستان له حکومت څخه د پېښې د عاملینو د  نیولو او سزا ورکولو غوښتنه کړې ده.

Continue Reading

تازه خبرونه

د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د کان کیندنې پر کارکوونکیو د برید له کبله ۴ افغانان ووژل شول

د بلوچستان د ډبرو سکرو د دوکي د اړوند سیمې په دې وسلوال برید کې ټول ۲۰ کارګر وژل شوي دي.

Published

on

د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت تائید کړه، چې د پاکستان د بلوچستان ایالت د سکرو د کان د جمعې د ورځې د برید په قربانیانو کې د دغه هېواد څلور اوګړي هم شته دي.

د بلوچستان د ډبرو سکرو د دوکي د اړوند سیمې په دې وسلوال برید کې ټول ۲۰ کارګر وژل شوي دي.

د بهرنیو چارو وزارت دا برید غندلی او د پاکستان له حکومته یې غوښتي، چې د دا ډول پېښو د مخنیوي لپاره لازم اقدامات وکړي.

په کویټه کې د افغانستان اسلامي امارت قونسلګرۍ ته دنده سپارلې، چې هېواد ته د افغانانو د مړو د لېږد لپاره لازمې اسانتیاوې رامنځته کړي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2024 Ariana News. All rights reserved!