Connect with us

لوبی

په فوټسال نړیوال جام کې افغانستان ارجنټاین ته لوبه بایلوله

دا لوبه د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې تر سره شوه.

خپور شوی

د

د هېواد فوټسال ملي لوبډلې نن شپه د نړیوال جام په خپله دوه‌یمه زړه‌راکښونکې لوبه کې ارجنټاین ته ۲-۱ لوبه بایلوله.

دا لوبه د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې تر سره شوه.

د افغانستان لپاره په دې لوبه کې یوازنی ګول حسین محمدي وواهه.

د هېواد فوټسال لوبغاړو په خپله لومړۍ لوبه کې د انګولا لوبډله ۶ـ ۴ وړې وه.

افغانستان به په خپله بله لوبه کې د راتلونکې شنبې پر ورځ له اوکراین سره مخامخ شي.

په ټول هېواد کې د فوټسال مینه‌وال کولی شي، چې دا نړیوال جام پر ژوندۍ بڼه له آریانا ټلویزیون څخه وګوري.

لوبی

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې جنوبي افریقا ته تاریخي ماتې ورکړه

فضل الحق فاروقي او الله محمد غضنفر د دې لوبې ستوري وه، چې دواړو لوبغاړو په ټولیزه توګه اووه ویکټې واخیستې.

Published

on

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د یو ورځني نړیوال لوبلړ په لومړۍ لوبه کې خپل سیالان پر یوازي ۱۰۶ منډو له ډګره وتلو ته اړ کړل او د خپلې زړه‌راکښونکې توپ‌اچونې په پایله کې يې د بریا پر لوري خپل ګام پورته کړ.

فضل الحق فاروقي او الله محمد غضنفر د دې لوبې ستوري وه، چې دواړو لوبغاړو په ټولیزه توګه اووه ویکټې واخیستې.

سویلي افریقا د پچې له ګټلو وروسته د توپ‌اچونې پرېکړه وکړه؛ خو د فاروقي له لوري ریزا هینډریکس او آېډن مارکرام ژر وسوځېدل.

فاروقي بیا ټوني ډي زوزي او غضنفر په ورته وخت کې تریسټان سیټبیز او جیسن سمیټ پرته له کومې منډې له ډګره وتلو ته اړ کړل.

د سویلي افریقا، چې خپل وضعیت پر ۲۹ منډو او د پېنځه لوبغاړولرې کېدو له لاسه ورکړي و؛ ډېر ژر پر ۳۶ منډو او ۷ ویکټو بدل شو، کایل ویرین او انډیل فالوکایو وسوځېدل.

په هرصورت، د ویان مولډر او بوورن فورټوین ترمنځ د ۳۹ منډو ملګرتیا د سویلي افریقا وضعیت یو څه ښه کړ.

فورټوین د راشد خان لخوا وسوځول شو؛ خو مولډر د سویلي افریقا سل منډې وغځولې.

مولډر لږ وروسته د فاروقي لخوا وسوځول شو. هغه په ۸۴ توپونو ۵۲ منډې تر سره کړې.

بیا راشد خان لونګي نګيډي وتلو ته اړ کړ او سویلي افریقا په ۳۳.۳ اورونو کې له منځه ولاړه.

افغانستان به د جمعې پر ورځ له سویلي افریقا سره د درې یو ورځنیو لوبو دوه‌یمه لوبه وکړي.

Continue Reading

لوبی

افغانستان په فوټسال نړیوال جام کې له ارجنټاین سره سیالۍ ته چمتو دی

دا لوبه به د کابل پر وخت د ماښام پر ۷:۰۰ بجو د تاشکند په همو آرینا کې پیل شي.

Published

on

نن ( چارشنبه د وږي اته‌ویشتمه / د سپټمبر اتلسمه ) د ازبکستان د فوټبال نړیوال جام سیالیو پر پېنځمه ورځ افغانستان په C ګروپ کې له ارجنټاین سره لوبه کوي.

دا لوبه به د کابل پر وخت د ماښام پر ۷:۰۰ بجو د تاشکند په همو آرینا کې پیل شي.

په داسې حال کې، چې دواړو لوبډلو په خپلو لومړنیو سیالیو کې خپلو سیالانو ته ماتې ورکړي؛ تاریخ د ارجنټاین په ګټه دی، چې د نړۍ پر کچه پېنځم ځای لري، خو د افغانستان ملاتړي افغان لوبډله خوښوي، چې په دېرشم مقام کې ده.

افغان مینه‌وال، چې د دې لوبې لپاره تاشکند ته روان شوي؛ ترې د اور لوبې او ګل اچونې تمه کیږي، ځکه دواړه لوبډلې د بریا لپاره لوبه کوي.

افغان لوبغاړی اکبر کاظمي له لوبې مخکې په خبرو کې ویلي:  فکر کوم، چې دا به د ملاتړو لپاره ډېره زړه‌راکښونکې ننداره وي. ډېرې موخې به ولري.

مونږ غواړو ښکلي فوټسال ولوبوو او ارجنټاین هم همدارنګه. مونږ به پوره هڅې وکړو؛ ځکه، چې غواړو د خپل ګروپ لومړی ځای خپل کړو.

دغه راز ټاکل شوې، چې د چارشنبې پر ورځ انګولا - اوکراین، لیبیا - قزاقستان او اسپانیا د نیوزیلینډ پر وړاندې لوبې وکړي.

هغه افغان مینه‌وال، چې نشي کولی د نن شپې لوبه حضوري وویني؛ کولی شي د لوبې د لیدو لپاره آریانا ټلویزیون وګوري.

اریانا ټلویزیوني شبکه د دې نړیوال جام رسمي خپرونکې ده او هره ورځ دا لوبې پر ژوندۍ بڼه خپروي.

Continue Reading

لوبی

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله له سویلي افریقا سره لوبه لري

د افغانستان د ملي لوبډلې مشري به حشمت الله شهیدي کوي.

Published

on

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د چارشنبې پر ورځ د متحده عربي اماراتو په شارجه لوبغالي کې له جنوبي افریقا سره درې یو ورځنۍ نړیوالې لوبې کوي.

ټاکل شوې دغه لوبه د کابل پر وخت مازیګر څلور بجې د شارجې په لوبغالي کې ترسره شي.

افغانستان او سویلي افریقا له دې مخکې پېنځه ځلې له یو بل سره مخ شوي دي؛ دوه ځله د یو ورځنیو نړیوالو سیالیو (۵۰ اوره) او درې ځله په ۲۰ اوره سیالیو کې سره مخ شوي، چې په دې ټولو لوبو کې ​​سویلي افریقا مخکښه پاتې شوې ده.

افغانستان، چې په ۲۰۱۷ کال کې د کرکټ نړیوالې شورا (ICC) بشپړ غړیتوب ترلاسه کړ؛ په سپین بال ټیسټ لوبو کې له هند او سویلي افریقا پرته نورو ټولو ته یې ماتې ورکړې ده.

د سویلي افریقا کرکټ لوبغاړي لونګي نګدي د دوشنبې پر ورځ ویلي، چې افغانان په همدې خاطر د پام وړ دي.

نګيدي ویلي، د کرکټ لوبډلې نظر یوازې د هغه څه پر بنسټ دی، چې خلک یې فکر کوي؛ خو دا تل رښتیا نه‌وي.

هغه زیاته کړې: د افغانستان د لوبې په اړه د هر چا نظر پر مونږ اغېز نکوي؛ ځکه، چې مونږ ولیدل چې د نورو نړیوالو لوبډلو پر وړاندې څه کولی شي.

هغه وایي: مونږ د لوبو دغه لړۍ ساده نه بولو. دوی د نړۍ پر کچه کرکټ لوبغاړي او د سیالیو ګټونکي لري او پخپل وخت کولی شي د نړۍ غوره لوبډلې ماتې کړي.

دې لوبغاړي زیاته کړې: مونږ  دا پېښه لیدلې؛ ځکه، نو فکر نه کوم، چې څوک به دوی ته د کمزوري پر سترګه وګوري. مونږ یقینا پوهیږو، چې مونږ څه کوو.

باید وویل شي، چې د دې هېواد د کرکټ ستوری راشد خان ارمان به په دغو درې یو ورځنیو نړیوالو سیالیو کې ګګډون ولري؛ ځکه هغه ټپ یې رغېدلی، چې له کبله یې د نیوزیلینډ پر وړاندې له ټیسټ لوبوبې برخې پاتې شو.

د يادونې ده، چې د دې سياليو لومړۍ لوبه به سبا ترسره شي، دوه‌يمه او درېيمه لوبه به پر ترتيب د وږي پر دېرشمه او د تلې پر لومړۍ نېټه ترسره شي.

له دې مخکې د افغانستان کرکټ بورډ د دغو لوبو لپاره د ملي لوبډلې د ۱۷ لوبغاړو نوملړ اعلان کړی دی.

د دغه نوملړ له مخې، ابراهیم ځدراڼ او مجیب الرحمن د ټپي کېدو له کبله په دې سیالیو کې ګډون نشي کولی.

د افغانستان د ملي لوبډلې مشري به حشمت الله شهیدي کوي.

د يادونې ده، چې د هېواد ملي لوبډله د سويلي افريقا او هند لوبډلو ته پر ماتې ورکولو بريالۍ شوې نده.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2024 Ariana News. All rights reserved!