تازه خبرونه
پر توشیح شويو تقنيني اسنادو نیوکه کوونکی له شرعي چلند سره مخ کېږي
د عدلیې وزارت د خبرپاڼې له مخې؛د اسلامي امارت ټول ادارات اړ دي، چې: د تقنيني سند د ابتدايي مسودې د تسويد لپاره د علماوو، متخصصينو او په دې برخه کې د تجربه لرونکیو مسلکي کارمندانو کمېټه جوړه او توظيف کړي.
د اسلامي امارت د رهبر هبةالله اخوندزاده د فرمان له مخې د اسلامي امارت اړوند هره اداره اړه ده، چې د شريعت له اصولو سره سم خپل تقنيني اسناد تسويد کړي؛ ځکه، چې نیوکه کوونکي به پرې له شرعي چلند سره مخ شي.
د عدلیې وزارت د خبرپاڼې له مخې؛د اسلامي امارت ټول ادارات اړ دي، چې: د تقنيني سند د ابتدايي مسودې د تسويد لپاره د علماوو، متخصصينو او په دې برخه کې د تجربه لرونکیو مسلکي کارمندانو کمېټه جوړه او توظيف کړي.
د عدلیې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي: دا حکم په ټولو اداراتو کې تعميل شوی دی او د تقنیني سند ابتدایي مسوده له پورتنيو اجراآتو څخه وروسته د شرعي څېړنې، تدقيق او کره کتنې لپاره عدليې وزارت ته لېږل کېږي.
د عدليې وزارت مکلفيت لري، چې د اړوندې ادارې لخوا د تقنيني سند ابتدایي مسوده د الله تعالی له کتاب، د رسول الله صلی الله عليه وسلم له سنتو او د حنفي فقهې له معتبرو کتابونو څخه تخريج کړي او په اړه یې بشپړه څېړنه او تدقيق ترسره کړي.
د عدلیې وزارت دا هم څرګنده کړې، چې د دې کار لپاره په دې وزارت کې د علماء کرامو، مفتيانو او شيوخو کمېټې جوړې او په دې برخه کې کار او څېړنې کوي او هر تقنيني سند لپاره د الله تعالی له کتاب، د رسول الله صلی الله عليه وسلم له سنتو او د حنفي فقهې له معتبرو کتابونو څخه تخريج شوی او هرې مادې لپاره په پایڅوړ کې د حوالې ذکر شوی دی.
عدلیې وزارت ټیګار کړی، چې قوانين او نور تقنيني اسناد سل سلنه شرعي دي.
که څوک وروسته له دې په رسنيو او يا په نورو مجالسو کې د اسلامي امارت د تقنیني سندونو مخالفت کوي او پر هغو باندې د تخریب په موخه او یا هم د عناد په اساس نیوکه کوي؛ نو له شرعي چلند سره مخکېږي او محکمو ته به وروپېژندل شي.
ویل کیږي که د قوانينو پر کومه ماده په سمه توګه د چا پوهه حاصله شوې نهوي او وضاحت غواړي یا د اصلاح لپاره کوم ملاحظات ولري؛ د عدليې وزارت دروازې د هغوی پر مخ خلاصې دي او کولی شي، چې عدليې وزارت ته مراجعه وکړي.
تازه خبرونه
رهبر امارت اسلامی: در گذشته قوانین کشور از منابع اروپایی، امریکایی و بریتانیایی تدوین میشدند
در این دیدار گفته است که نظام کنونی بر مبنای قرآن و شریعت استوار است و به گفتهی او، قوانین بر اساس شریعت تدوین میشوند.
رهبر امارت اسلامی افغانستان، در ادامه سفرش به ولایتهای شمالی کشور، در تخار با مقامهای محلی و علمای این ولایت دیدار کرده است.
در این دیدار گفته است که نظام کنونی بر مبنای قرآن و شریعت استوار است و به گفتهی او، قوانین بر اساس شریعت تدوین میشوند.
رهبر امارت اسلامی از قوانین بینالمللی انتقاد کرده و بیان داشته است که این قوانین بر مبنای خواستههای انسانی تنظیم شدهاند. وی افزوده که قوانین کشور نیز در گذشته از منابع اروپایی، امریکایی و بریتانیایی تدوین میشدند و اکنون این قوانین بر اساس "کتاب الله، فقه و حدیث" تدوین میشوند.
تازه خبرونه
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د چارشنبې پر ورځ د افغانستان په اړه غونډه کوي
په امنیت شورا کې به د افغانستان په اړه یو پرانیستې او توجیهي ناسته او له هغې وروسته به د افغانستان په اړه نظرونه وړاندې شي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا او د ملګرو ملتونو د ښځو د چارو مشره به سبا د وږي پر ۲۸ / د سپټمبر ۱۸ د افغانستان د وضعیت په اړه امنیت شورا ته راپور وړاندې کړي.
په امنیت شورا کې به د افغانستان په اړه یو پرانیستې او توجیهي ناسته او له هغې وروسته به د افغانستان په اړه نظرونه وړاندې شي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا او د ښځو لپاره د دې ټولنې اجرائیه رییسه سیما باهوس به د افغانستان پر وضعیت خپل راپور وړاندې کړي.
له دې غونډې مخکې د ملګرو ملتونو عمومي منشي د افغانستان په اړه خپل درې میاشتنی راپور خپور کړی دی. په دې راپور کې راغلي؛ د تېر کال د همدې مودې پر پرتله امنیتي پېښې زیاتې شوي، پر ښځو محدودیتونه ډېر شوي او تر ۲۴ میلیون ډېر کسان اوس هم بشري مرستو ته اړتیا لري.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي دا هم ویلي، چې د اګست تر دېرشمې له افغانستان سره د اړتیا وړ ۲ اعشاریه ۹ میلیارډ ډالرو مرستو یوازې ۲۴ اعشاریه ۹ سلنه مرستې شوې دي.
د ښځو د حقونو یو شمېر فعالان له دې غونډې تمه لري، چې د ښځو بشري وضعیت به ښه شي.
اسلامي امارت تمه لري، چې د اوتنبایوا راپور به د افغانستان واقعیتونه منعکس کړي او د کوچنیو مسایلو له توجیه کولو به ډډه وکړي.
تازه خبرونه
کورنیو چارو وزارت چارسمبالي د جاپان سفارت له چارسمبالي سره ولیدل
د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع زیاته کړې؛ په دې کتنه کې د جاپان سفیر د هېواد د امنیتي وضعیت پر ښه کېدو د خوښۍ څرګندولو تر څنګ ویلي، چې له افغانستان سره د جاپان هېواد د مرستو د ډېروالي او د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې لپاره یې د یوناما له کاري ډلې سره خبرې کړې دي.
د کورنیو چارو وزارت چارسمبالي سراج الدین حقاني نن (سې شنبه) په کابل کې د جاپان له سفیر تاکایوشي کرومایا سره وکتل.
د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع زیاته کړې؛ په دې کتنه کې د جاپان سفیر د هېواد د امنیتي وضعیت پر ښه کېدو د خوښۍ څرګندولو تر څنګ ویلي، چې له افغانستان سره د جاپان هېواد د مرستو د ډېروالي او د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې لپاره یې د یوناما له کاري ډلې سره خبرې کړې دي.
-
لوبی2 days ago
د افغانستان کرکټ ملي لوبډله له سویلي افریقا سره لوبه لري
-
نړۍ2 days ago
هر هېواد دې د اوکراین د توغندیو د توغولو په اړه خپله پرېکړه وکړي – ستولتنبرګ
-
تازه خبرونه4 days ago
د افغانستان له پامه غورځول به د سپټمبر د یوولسمې پېښې تکرار رامنځته کړي – دُرانی
-
نړۍ1 day ago
موساد د حزب الله په ۵ زره پیجرونو کې چاودېدونکي توکي ځای پر ځای کړي وه – رویټرز
-
تازه خبرونه3 days ago
غیر قانوني افغان کډوال به بېرته افغانستان ته ولېږدول شي – د ایران ولسمشر
-
تازه خبرونه2 days ago
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د چارشنبې پر ورځ د افغانستان په اړه غونډه کوي
-
تازه خبرونه3 days ago
آلمان له ازبکستان سره د مهاجرت هوکړه لاسلیک کړه
-
لوبی4 days ago
افغانستان د انګولا پر وړاندې په فوټسال نړیوال جام کې لوبیږي