روغتيا
افغانستان د بیزوتڼاکې ناروغۍ د مخنیوي هڅې پیل کړې
د عامې روغتیا وزارت د رسنیو دفتر د خبرپاڼې له مخې: په دې ناسته کې د عامې روغتیا وزارت چارسمبالي اړوند څانګو ته لارښوونه وکړه، چې په بندرونو کې د بېزوتڼاکې او نورو ساري ناروغیو د کنټرول او مخنیوي لپاره هڅې همغږي او پیاوړې او له شته امکاناتو څخه ګټه پورته کړي.
د عامې روغتيا وزارت د چارسمبالي نور جلال جلالي پر مشرۍ د دې وزارت د چارواکو په ګډون د بیزوتڼاکې ناروغۍ د مخنيوي او کنټرول یوه کاري ناسته ترسره شوه.
د عامې روغتیا وزارت د رسنیو دفتر د خبرپاڼې له مخې: په دې ناسته کې د عامې روغتیا وزارت چارسمبالي اړوند څانګو ته لارښوونه وکړه، چې په بندرونو کې د بېزوتڼاکې او نورو ساري ناروغیو د کنټرول او مخنیوي لپاره هڅې همغږي او پیاوړې او له شته امکاناتو څخه ګټه پورته کړي.
دغه راز نور جلال جلالي اړوند مسوولانو ته سپارښتنه کړې، چې د هېواد په مرکز او ولایتونو کې روغتونونو او روغتیايي مرکزونو ته د درملو د رسولو لپاره لازمې هڅې ترسره کړي، چې د ناروغانو روغتیايي وضعیت تر پاملرنې لاندې ونیول شي.
د عامې روغتیا وزارت مرکزي رییسانو د عامې روغتیا وزارت رهبرۍ ته ډاډ څرګند کړ، چې په هېواد کې د بېزوتڼاکو او نورو ناروغیو د مخنیوي او کنټرول لپاره به لازمې هڅې تر سره او د اړوند څانګو ترمنځ ښه همغږي رامنځته کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان روغتیا وزارت د جمعې پر ورځ (د زمري پر شپږویشتمه ) د بېزوتڼاکې لږ تر لږه یوه پېښه اعلان کړې ده.
روغتيا
یونیسف د بیزوتڼاکې واکسین رسولو لپاره بېړنۍ داوطلبي خپره کړه
یونیسف دا داوطلبي د غواګانو د واکسینولو ائتلاف، د افریقایي ناروغیو د کنټرول او مخنیوي مرکز او د روغتیا نړیوالې ټولنې پر همکارۍ خپره کړې ده.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) د هغو هېوادونو لپاره، چې بیزوتڼاکې له ناورین سره مخ دي د واکسین رسولو لپاره بېړنۍ داوطلبي خپره کړې ده.
یونیسف دا داوطلبي د غواګانو د واکسینولو ائتلاف، د افریقایي ناروغیو د کنټرول او مخنیوي مرکز او د روغتیا نړیوالې ټولنې پر همکارۍ خپره کړې ده.
دغو بنسټونو په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي، چې د دې داوطلبۍ پر بنسټ به تر ۲۰۲۵ ز. کال پورې د ۱۲ میلیون دوز واکسینونو د تولید او رسولو په برخه کې هوکړې وشي.
د دغې داوطلبۍ پربنسټ یونیسف به له واکسین جوړوونکیو سره د مشروط اکمالاتو هوکړه لیکونه رامنځته کړي.
دا هوکړه لیکونه یونیسیف ته اجازه ورکوي، چې د تمویل، غوښتنې، چمتووالي او تنظیمي اړتیاوو له تصویبېدو سره سم واکسین واخلي او واستوي.
د اړوند ادارو ترمنځ همکاري به په لوړ عاید لرونکیو هېوادونو کې له شته زیرمو څخه د واکسینونو د بسپنې د اسانولو بهیر چټک کړي.
دغه راز د روغتیا نړیوالې ټولنې عمومي منشي ویلي، چې په افریقا کې د بیزږتڼاکې ناروغي ښايي په راتلونکیو شپږ میاشتو کې ودریږي.
د روغتیا نړیوالې ټولنې د دوه واکسینونو لپاره د بېړني جواز پر غوښتنلیکونو هم بیاکتنه کوي، چې د باواریان نورډیک او د جاپان کيام بیولوژیکي شرکتونو لخوا جوړ شوي.
د اګسټ په پیل کې د کانګو ډیموکراټیک جمهوریت څخه ګاونډ هېوادونو ته د بیزوټناکې د چټکې خپرېدا وروسته د روغتیا نړیوالې ټولنې د اګست په پیل کې عامې روغتیايي بېړنی حالت اعلان کړ.
تر دې دمه په کانګو کې د بیزوتڼاکې له ۱۸ زره څخه زیاتې شکمنې پېښې ثبت شوې دي. دغه راز د دغه ویروس له کبله ۶۲۹ کسان مړه شوي دي.
روغتيا
په افغانستان کې د بیزوتڼاکې ناروغي ثبت شوې نده – روغتیا وزارت
په کابل او پکتیا کې د بیزوتڼاکې د دوه شکمنو پېښو د پېژندلو په اړه د راپورونو له خپرېدو وروسته د عامې روغتیا وزارت چارواکو څرګنده کړې، چې په افغانستان کې د دې ناروغۍ کومه شکمنه یا مثبته پېښه ثبت شوې نده.
د افغانستان عامې روغتیا وزارت اعلان کړی، چې په افغانستان کې د بیزوتڼاکې کومه شکمنه یا مثبته پېښه ثبت شوې نده.
په کابل او پکتیا کې د بیزوتڼاکې د دوه شکمنو پېښو د پېژندلو په اړه د راپورونو له خپرېدو وروسته د عامې روغتیا وزارت چارواکو څرګنده کړې، چې په افغانستان کې د دې ناروغۍ کومه شکمنه یا مثبته پېښه ثبت شوې نده.
د روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان امرخېل د سېشنبې پر ورځ (د وږي شپږمه) وویل، که د بیزوتڼاکې شکمنه یا مثبته پېښه ولیدل شي؛ نو د عامې روغتیا وزارت به یې اعلان کړي.
له دې مخکې یو شمېر رسنیو د روغتیايي سرچینو د څرګندونو له مخې ویلي وه، چې په کابل او پکتیا کې د ګوزڼ دوه شکمنې پېښې ثبت شوې دي.
د عامې روغتیا وزارت چارواکو شاوخوا یوه اوونۍ مخکې اعلان وکړ، چې د بیزوتڼاکې ناروغۍ د خپرېدو د مخنیوي هڅې کوي.
تر دې دمه په پاکستان، سویډن او افریقا کې د بیزوتڼاکې پېښې ثبت شوې دي.
د روغتیا نړیوالې ټولنې په دې وروستیو کې د بیزوتڼاکې خپریدل یو روغتیایي بېړنی حالت اعلان کړ او ویلې یې دي، چې د دې ویروس نوی بڼه د خپرېدو په حال کې ده.
روغتيا
په افغانستان کې له تېرو ۸ میاشتو راپدېخوا د ګوزڼ ۱۱ پېښې ثبت شوي
د روغتیا نړیوالې ټولنې د دغو څرګندونو تر څنګ په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې په پاکستان کې هم ۱۴ نوې پېښې ثبت شوې دي.
د روغتیا نړیوالې ټولنې ويلي، په افغانستان کې له تېرو ۸ میاشتو راپدېخوا د ګوزڼ یا پولیو ۱۱ نوې پېښې ثبت شوې دي.
په افغانستان کې د ګوزڼ واکسین کمپاین له پلې کېدا سره هممهاله د روغتیا نړیوالې ټولنې دغه شمېر وړاندې کړی دی.
د روغتیا نړیوالې ټولنې د دغو څرګندونو تر څنګ په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې په پاکستان کې هم ۱۴ نوې پېښې ثبت شوې دي.
د دې ټولنې دا شمېر ښيي، چې تېر کال د ګوزڼ شپږ نوې پېښې په افغانستان او شپږ نورې په پاکستان کې ثبت شوې وې.
دا ناروغي اکثراً له پېنځه کلونو څخه ټیټ عمره ماشومان اغېزمنوي. ډېري ناروغان هیڅ نښې نلري؛ خو ځینې یې د زکام په څیر نښې لري: (لوړه تبه، د ستوني درد، سر درد، نس درد، د بدن درد او تهوع ).
دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې مخکې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د ۳ ورځو لپاره د پولیو ضد واکسین کمپاین پیل شوی دی.
-
تازه خبرونه2 days ago
د افغانستان له پامه غورځول به د سپټمبر د یوولسمې پېښې تکرار رامنځته کړي – دُرانی
-
نړۍ19 hours ago
هر هېواد دې د اوکراین د توغندیو د توغولو په اړه خپله پرېکړه وکړي – ستولتنبرګ
-
لوبی3 days ago
افغانستان د انګولا پر وړاندې په فوټسال نړیوال جام کې لوبیږي
-
تازه خبرونه2 days ago
آلمان له ازبکستان سره د مهاجرت هوکړه لاسلیک کړه
-
لوبی10 hours ago
د افغانستان کرکټ ملي لوبډله له سویلي افریقا سره لوبه لري
-
لوبی2 days ago
د افغانستان فوټسال لوبډلې د ازبکستان په نړیوال جام کې د انګولا پر وړاندې لومړۍلوبه وکړه
-
لوبی2 days ago
د فیفا فوټسال نړیوال جام پر اړتیاوو پوهېدل اړین دي
-
سیمه ییز خبرونه20 hours ago
تهران زما په ولسمشرۍ کې روسیې ته وسلې ندي لېږدولي – پزشکیان