نړۍ
د امریکا بهرنیو چارو وزیر په غزه کې د اوربند لپاره اسرائیلو ته رسېدلی
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه جګپوړي چارواکي ویلي؛ بلینکن د اکتوبر د جګړې له پیل راپدېخوا به سیمې ته په خپل نهم سفر کې د دوشنبې پر ورځ د نتانیاهو په ګډون له لوړ پوړیو اسرائیلي مشرانو سره وګوري.
د امریکا بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن د یکشنبې پر ورځ د منځني ختیځ په یوه بل سفر کې تل ابیب ته رسېدلی دی.
د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې؛ د دې سفر موخه په غزه کې د اوربند د ټینګښت او پر بنیامین نتانیاهو فشار راوړل دي.
ټاکل شوې، انټوني بلېنکن به د سفر پر مهال د اسرائیلو له لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو او یو شمېر نورو اسرائیلي چارواکو سره وګوري.
دغه سفر په داسې حال کې ترسره کیږي، چې د امریکا ولسمشر جوبایډن په دوحه کې د امریکا، مصر او قطر پر منځګړیتوب له خبرو وروسته په غزه کې د اوربند او په جګړه کې د دواړو ښکېلو لوریو تر منځ د رامنځته شوي واټن راکمولو هیله ښودلې وه؛ خو حماس ویلي؛ په روانو خبرو کې کوم پرمختګ نه تر سترګو کیږي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه جګپوړي چارواکي ویلي؛ بلینکن د اکتوبر د جګړې له پیل راپدېخوا به سیمې ته په خپل نهم سفر کې د دوشنبې پر ورځ د نتانیاهو په ګډون له لوړ پوړیو اسرائیلي مشرانو سره وګوري.
له اسرائیلو وروسته بلینکن به مصر ته دوام ورکړي.
د بایډن ادارې یوه جګپوړي چارواکي تل ابیب ته په لاره کې خبریالانو ته ویلي، چې په غزه کې د اوربند او د یرغمل شویو د راستنولو لپاره هڅې په یو اړین پړاو کې دي.
منځګړي هېوادونه - قطر، امریکا او مصر تر دې دمه د څو میاشتو په پرلهپسې خبرو اترو کې یوې هوکړې ته د رسېدو لپاره د اختلافاتو په راکمولو کې پاتې راغلي او ان د یکشنبې پر ورځ هم په غزه کې پر تاوتریخوالي ټینګار روان و.
د فلسطین روغتیايي چارواکو ویلي؛ د یکشنبې پر ورځ د غزې په تړانګه کې پر یوه کورد بمبارډ له کبله لږ تر لږه ۲۱ کسان د شپږ ماشومانو او یوې مور په ګدون وژل شوي.
د اسرائیلو پوځ سمدستي په دې اړه څه ندي ویلي.
په دوحه کې له دوه ورځنۍ غونډې وروسته ټاکل شوې، چې روانه اوونۍ په قاهره کې د اوربند په اړه خبرې اترې وشي.
د امریکا بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن په همدې هیله اسرائیلو ته رسېدلی دی. هغه به هڅه وکړي، چې د امریکا لهخوا وړاندیز شوی اوربند پلی کړي. منځګړي هیوادونه په دې باور دي، چې د جګړې د ښکېلو خواوو ترمنځ واټن راکم کړي.
دغه روانه جګړه د اکتوبر پر اوومه هغه وخت پیل شوه، چې د حماس وسلهوالو پر اسرائیلو برید وکړ؛ د اسرائیلو د څرګندونو له مخې؛ په دې برید کې لږ تر لږه ۱۲۰۰ کسان وژل شوي او شاوخوا ۲۵۰ یې یرغمل کړل.
د فلسطین روغتیایی چارواکو ویلي؛ تر دې دمه د اسرائیلو په ځمکنیو او هوایي بریدونو کې له ۴۰۰۰۰ څخه ډېر فلسطینیان وژل شوي، چې ډېري یې ملکي وګړي دي او د غزې ډېره برخه یې کنډواله کړې ده. اسرائیل وايي، د حماس ۱۷۰۰۰ جنګیالي یې وژلي دي.
دغه تاوتریخوالي په سیمه کې د جګړې وېره زیاته کړې او د اوربند تړون ته د رسیدو اړتیا ورسره پیدا شوې ده.
ایران د جولای پر یودېرشمه په تهران کې د حماس د مشر اسماعیل هنیه له وژل کېدو وروسته ګواښ کړی، چې له اسرائیلو به یې غچ واخلي.
د نتانیاهو دفتر ویلي؛ هغو اوس هم ټینګار کوي، چې اسرائیلي ځواکونه د غزې او مصر ترمنځ په پوله کې د وسلو د قاچاق د مخنیوي لپاره پر پاتې کېدو تینګار کوي.
حماس ویلي، چې د امریکا خوشبینانه څرګندونې تېروتنه ده او پر نتنیاهو یې تور ولګاوه، چې د خبرو اترو د خرابولو په هڅه کې نوي شرایط رامنځته کوي.
حماس د جګړې د پای ته رسولو لپاره د اوربند تړون ته زور ورکړی. په داسې حال کې، چې اسرائیل د جګړې د لنډمهالې درېدو غوښتنه کوي.
نړۍ
په برازیل کې د یوې ترافیکي پېښې له کبله ۳۰ کسان مړه شول
د رویټرز خبري سرچینې د راپور له مخې؛ د باهیا ایالت د اور وژنې ادارې ویلي: پر بس له لارۍ سره له ټکر وروسته اور ولګېد او د نورو سپرو کسانو حالت هم، چې ځايي روغتون ته وړل شوي د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.
د باهیا ایالت د اور وژنې ادارې څرګنده کړې، چې له لارۍ سره په ټکر کې ۳۸ کسان هغه مهال مړه شول، چې له ساو پاولو ایالت څخه دې ایالت ته روان و.
د رویټرز خبري سرچینې د راپور له مخې؛ د باهیا ایالت د اور وژنې ادارې ویلي: پر بس له لارۍ سره له ټکر وروسته اور ولګېد او د نورو سپرو کسانو حالت هم، چې ځايي روغتون ته وړل شوي د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.
د باهیا ایالت د اور وژنې ریاست زیاته کړې: په دې پېښه کې د یوه چټک موټر درې کسه سپرلۍ، چې له یوې لارۍ سره د خپل موټر د ټکر له کبله لاندې شوی؛ په معجزانه ډول ژوندي پاتې شوي او د لارۍ چلوونکی هم په تېښته بریالی شوی دی.
د بهیا ایالت د اور وژنې ریاست زیاته کړې: د عیني شاهدانو له څرګندونو څخه د راټولو شویو بېلابېلو راپورونو له مخې، عدلي څېړنه به د پېښې اصلي لامل معلوم کړي.
د دې پېښې په غبرګون کې د برازیل ولسمشر لوییز اناسیو لولا داسلوا په ایکس پاڼه کې لیکلي: «زه سخت خواشینی یم او د دغې پېښې له ۳۰ څخه د زیاتو قربانیانو کورنیو ته د تسلیت مراتب وړاندې کوم او د دغې غمجنې پېښې د ژغورل شویو کسانو لپاره دعا کوم."
د برازيل ولسمشر هم د دغه هېواد حکومت له ټپيانو سره د هر ډول اړينو مرستو د چمتووالي اعلان وکړ.
نړۍ
ناټو ته د اوکراین د پوځي مرستو د همغږۍ دنده وروسپال شوه
رویټرز د سې شنبې پر ورځ ( د لیندۍ اووهویشتمه / د ډسمبر اووهلسمه ) راپور ورکړ، چې دا اقدام ناټو ته د اوکراین په جګړه کې مستقیم واک ورکوي.
د شمالي اتلانتیک تړون(ناټو) اوکراین ته د پوځي مرستو د همغږي کولو مسوویت پر غاړه اخیستی، چې مخکې د واشنګټن پر غاړه و.
رویټرز د سې شنبې پر ورځ ( د لیندۍ اووهویشتمه / د ډسمبر اووهلسمه ) راپور ورکړ، چې دا اقدام ناټو ته د اوکراین په جګړه کې مستقیم واک ورکوي.
د راپور له مخې؛ دا اقدام د اوکراین لپاره د پوځي ملاتړ د دوام لپاره شوی، چې د دوږنالډ ټرمپ د ولسمشرۍ د دوهیمې دورې له پیل وروسته د راتلونکي کال په جنورۍ کې نوموړي ته زیان ونه رسیږي.
د جرمني په ویسباډن کې د امریکا اډه د ناټو د پوځي مرستو د همغږۍ د مرکزي دفتر په توګه غوره شوې ده.
له دې مخکې د «راماشټاین» ډلې، چې د امریکا پر مشرۍ د ۵۰ هېوادونو له ائتلاف څخه جوړه وه، اوکراین ته د پوځي مرستو د همغږي کولو دنده په غاړه درلوده.
د راپور له مخې؛ سپینه ماڼۍ هڅه کوي، چې د ټرمپ د ولسمشرۍ د دوهیمپېر له رسمي پیل مخکې کیف ته نورې پوځي مرستې ولېږدوي.
په راپور کې راغلي، چې ښايي دغه اقدام د اوکراین په جګړه کې ډېر اغېز ونکړي.
دونالډ ټرمپ د ولسمرۍ په لومړي پېر کې ژمنه کړې وه، چې له ناټوتړون څخه به ووخي.
د امریکا منتخب ولسمشر ډونلډ ټرمپ د خپل ټاکنیز کمپاین پر مهال له کیف سره د واشنګټن پر پوځي مرستو نیوکه کړې وه او دا ژمنه یې کړې وه، چې له بریا وروسته به په اوکراین کې جګړه پای ته رسوي.
د ناټو پوځي تړون ۳۱ غړي لري، چې امریکا، بریټانیا، آلمان، ترکیه او ایټالیا یې مهم غړی دي.
ټرمپ د ناټو له غړو وغوښتل، چې د خپلو ناخالصو کورنیو تولیداتو درې سلنه دې تړون ته ځانګړې کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې روسيې له اوکراين سره د لويديځ د پوځي مرستو زياتوالى غندلى او دا يې د يوې پراخې جګړې له خطر سره مخ کېدل یاد کړي وه.
نړۍ
د سوریې په یوه ډلهییز قبر کې لږ تر لږه ۱۰۰ زره جسدونه براته دي – راپور
معاذ مصطفی له دمشق څخه رویټرز سره په یوه ټیلیفوني مرکه کې ویلي؛ دا ډلهییز قبر د القطیفه په سیمه کې، چې له دمشق څخه څلوېښت کیلومټره لرې یو له هغو پېنځه ډلهییزو قبرونو څخه دی، چې په تېرو څو کلونو کې یې کشف کړي دي.
په سوریه کې د امریکا د یوې موسسې مشر اعلان کړی، چې له دمشق بهر په یوه ډلهییز قبر کې د لږ تر لږه ۱۰۰ زره کسانو جسدونه پراته دي، چې د سوریې د لرې شوي ولسمشر بشارالاسد د حکومت لخوا وژل شوي دي.
معاذ مصطفی له دمشق څخه رویټرز سره په یوه ټیلیفوني مرکه کې ویلي؛ دا ډلهییز قبر د القطیفه په سیمه کې، چې له دمشق څخه څلوېښت کیلومټره لرې یو له هغو پېنځه ډلهییزو قبرونو څخه دی، چې په تېرو څو کلونو کې یې کشف کړي دي.
د سوریې د بیړنیو حالاتو د ډلې مشر معاذ مصطفی ویلي، چې نور ډلهییز قبرونه هم شته او قربانیان یې نه یوازې سوري وګړي، بلکې امریکايي، بریټانیاوي او د نورو هېوادونو هم دي.
د راپورونو له مخې؛ له ۲۰۱۱ کال راپدېخوا، چې د اسد د حکومت پر ضد لاریونونه د کورنۍ جګړې لامل شول، په کې سلګونه زره سوري وګړي وژل شوي دي.
بشار الاسد او پلار یې حافظ الاسد، چې له ده مخکې ولسمشر و او په ۲۰۰۰ کال کې مړ شو؛ د سوریې د خلکو، د بشري حقونو ډلو او نورو حکومتونو لخوا د ډلهییزو اعدامونو په ګډون پر ډلهییزو وژنو تورون دي.
اسد په پرلهپسې توګه د خپل حکومت لخوا د بشري حقونو سرغړونې رد کړي او خپل مخالفان یې افراطیان یاد کړي دي.
ویل کیږي، چې روسیې اسد او کورنۍ ته یې پناه ورکړې ده.
-
تازه خبرونه3 days ago
مونږ او اسلامي امارت ډېر توپيرونه لرو – د سوریې واکمن
-
تازه خبرونه4 days ago
آریانا ټلویزیون د کرکټ ټست نړیوالې اتلولۍ د پایلوبې د خپراوي حق ترلاسه کړ
-
نړۍ4 days ago
ناټو ته د اوکراین د پوځي مرستو د همغږۍ دنده وروسپال شوه
-
لوبی4 days ago
د افغانستان او زمبابوې کرکټ لوبه د باران له کبله لغو شوه
-
تازه خبرونه3 days ago
د کابل- کندهار پر لويه لار د دوه ترافيکي پېښو له کبله له ۱۰۰ ډېرو کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې
-
لوبی3 days ago
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د زیمبابوې پر وړاندې ستره بریا خپله کړه
-
روغتيا3 days ago
د هرات حوزوي روغتون د اسانتیاوو د نشتوالي ستونزه لري
-
نړۍ8 hours ago
په برازیل کې د یوې ترافیکي پېښې له کبله ۳۰ کسان مړه شول