سیمه ییز خبرونه
ایران پر اسرائیلو مستقیم برید ته چمتو دی – آکسیوس
دغې اوبپاڼې د دوه ناڅرګندو سرچینو د څرګندونو له مخې لیکلي، چې د نومونو له ښودلو یې ډډه کړې په ډاګه کوي: نوې استخباراتي ارزونې ښیي، چې دا برید د پنجشنبې پر ورځ په غزه کې د اوربند له خبرو اترو څخه مخکې ترسره کیدی شي.
د آکسیوس اوبپاڼې په یوه تازه راپور ښیي، چې ایران پر اسرائیلو مستقیم برید ته چمتو دی او ښايي په راتلونکیو څو ورځو کې ترسره شي.
دغې اوبپاڼې د دوه ناڅرګندو سرچینو د څرګندونو له مخې لیکلي، چې د نومونو له ښودلو یې ډډه کړې په ډاګه کوي: نوې استخباراتي ارزونې ښیي، چې دا برید د پنجشنبې پر ورځ په غزه کې د اوربند له خبرو اترو څخه مخکې ترسره کیدی شي.
د آکسیوس یوې سرچینې، چې د اسرائیلو د استخباراتي ټولنې له وروستۍ ارزونې څخه خبر دی دې اوبپاڼې ته ویلي، چې وضعیت اوس هم د بدلون په حال کې دی؛ خو د تېرو ۲۴ ساعتونو ارزونه یو بدلون پر ګوته کوي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په ايران کې داخلي بحثونه روان دي او ښايي د ايران حکومت خپله پرېکړه بدله کړي.
دې اوبپاڼې د خپلو سرچینو د څرګندونو له مخې زیاته کړې؛ د اسرائیلو استخباراتي ټولنه هم پدې باور ده، چې د لبنان حزب الله به لومړی پر اسرائیلو برید وکړي او بیا به ایران مستقیماً پر اسرائیلو برید وکړي.
د دغو سرچینو د څرګندونو له مخ؛ د حزبالله او ایران لهخوا دا بریدونه به شاید د ایران د سپاه پاسداران د بې پیلوټه الوتکو او راکټونو پر پرتله پراخ وي او د ملکي وګړو مرکزونه هم پر نښه شي.
د اکسيوس په دې راپور کې دا هم ويل شوي؛ تېره اوونۍ د اسرائيلو استخباراتي چارواکي دې پایلې ته ورسېدلي، چې ايران تر اوسه د خپل ځواب د وخت او ماهيت په اړه پرېکړه نده کړې او نړيوال فشارونه او کورني بحثونه ښايي د دې هېواد پر رهبر علي خامنهیي فشار راوړي، چې د اسرائیلو پر وړاندې له غچ اخیستنې تېر او یا یې وځنډوي.
په ملګرو ملتونو ته د ایران استازي په یوه خبرپاڼه کې اعلان کړی؛ مونږ هیله لرو، چې زمونږ غبرګون به شوني اوربند ته زیان ونهرسوي او اسلامي جمهوریت به د حماس د هرې پرېکړې ملاتړ وکړي.
اکسیوس دا هم لیکلي، چې د اسرائیلو دفاع وزیر یوآو ګالانټ د یکشنبې پر ورځ د امریکا د دفاع له وزیر لویډ آسټین سره په خبرو کې ویلي؛ د ایران پوځي چمتووالی ښیي، چې د ایران حکومت د یوه ستر برید لپاره چمتووالی نیسي.
په تهران کې د اسماعیل هنیه له وژل کېدو او په بیروت کې د لبنان د حزبالله د مشر فواد شیکر له وژل کېدو وروسته امریکا پراخې ډیپلوماټیکې هڅې وکړې، چې د ایران او د پلوي ډلو د غچ اخیستنې مخه ونیسي او اسرائیل او حماس بېرته خبرو ته حاضر کړي.
له دې مخکې علي خامنهیي او نورو ایراني پوځي او سیاسي چارواکو ټینګار کړی، چې د اسرائیلو پر ضد به لوی غچ واخلي.
سیمه ییز خبرونه
تهران زما په ولسمشرۍ کې روسیې ته وسلې ندي لېږدولي – پزشکیان
امريکا او متحدينو يې تېره اوونۍ پر ايران تور ولګاوه، چې د اوکراين د جګړې لپاره يې روسيې ته بالستيک توغندي سپارلي او په دې اړه یې دواړه هېوادونه له تازه بنديزونو سره مخ کړل.
د رویټرز د راپور له مخې؛ له هغې وروسته، چې لویدیځو هېوادونو په سپټمبر کې تهران مسکو ته د بالیسټیک توغندیو په ورکولو تورن کړ؛ د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د دوشنبې پر ورځ ویلي، چې حکومت په اګست کې واک ته زما له رسېدو راپدېخوا روسیې ته هیڅ ډول وسلې ندي لیږدولي.
امريکا او متحدينو يې تېره اوونۍ پر ايران تور ولګاوه، چې د اوکراين د جګړې لپاره يې روسيې ته بالستيک توغندي سپارلي او په دې اړه یې دواړه هېوادونه له تازه بنديزونو سره مخ کړل.
روسیې او ایران دواړو د لویدیځ دا ادعاوې رد کړې.
پزشکیان واک ته له رسېدو وروسته په خپل لومړني ټلویزیوني خبري کنفرانس کې د دې پوښتنې په ځواب کې، چې آیا ایران روسیې ته توغندي لیږدولي دي؛ ویلي: شونې ده، چې په تېرو وختونو کې سپارل شوې وي... خو زه تاسې ته ډاډ درکوم، چې واک ته زما له رسېدو وروسته داسې څه رامنځته شوي ندي.
رویټرز د فبرورۍ په میاشت کې راپور ورکړی و؛ ایران روسیې ته له ځمکې څخه ځمکې ته ویشتونکي ځواکمن بالیسټیک توغندي ورکړي، چې د امریکا تر بندیزونو لاندې د دواړو هېوادونو ترمنځ نظامي همکاري نوره هم ژوروي.
سیمه ییز خبرونه
د جي – ۷ بهرنیو چارو وزیرانو روسیې ته د ایران د بالستیک توغندیو صادرول وغندل
ایران روسیې ته له ځمکې څخه ځمکې ته ویشتونکي یو زیات شمېر ځواکمن بالستیک توغندي ورکړي دي، چې د دواړو هېوادونو تر منځ پوځي همکاري ژوروي. په داسې حال کې، چې دواړه د امریکا تر بندیزونو لاندې دي.
د جي -۷ ډلې د بهرنیو چارو وزیرانو د شنبې پر ورځ د ایران صادرات او د روسیې لخوا د ایران د بالستیک توغندیو پېرودل پر سختو ټکو وغندل.
ایران روسیې ته له ځمکې څخه ځمکې ته ویشتونکي یو زیات شمېر ځواکمن بالستیک توغندي ورکړي دي، چې د دواړو هېوادونو تر منځ پوځي همکاري ژوروي. په داسې حال کې، چې دواړه د امریکا تر بندیزونو لاندې دي.
د جي - ۷ هېوادونو وزیرانو په یوه خبرپاڼه کې ویلي؛ ایران باید سمدلاسه د اوکراین پر وړاندې د روسیې د غیرقانوني او غیر مشروع جګړې ملاتړ ودروي او د بالیسټیک توغندیو، څارګرو الوتکو او اړوند ټکنالوژۍ لیږد ودروي، چې د اوکراین خلکو او همدارنګه د اروپا او نړیوال امنیت لپاره مستقیم ګواښ دی.
مونږ پخپلو ژمنو ټینګ پاتې یوو، چې ایران به په اوکراین کې د روسیې د غیرقانوني جګړې او ترې د نه منلو وړ ملاتړ حساب ورکوي؛ځکه، چې نړیوال امنیت یې نور هم زیانمن کړی دی. په دې اړه زمونږ له پخوانیو څرګندونو سره سم، مونږ پرېکنده ځواب ورکړو.
ایټالیا اوسمهال د شتمنو صنعتي هېوادونو د جي ـ ۷ ګروپ مشري پر غاړه لري، چې امریکا، جاپان، جرمني، بریټانیا، فرانسه او کاناډا یې غړي دي. – رویټرز
سیمه ییز خبرونه
په پاکستان کې د ګوزڼ واکسين پر مهال دوه کسان ووژل شول
رویټرز راپور ورکړی، چې له افغانستان سره په نږدې سرحدي سیمه کې برید له هغې دوه ورځې وروسته ترسره شوی، چې پاکستان د دې ویروس د له منځه وړلو لپاره خپل وروستی ملي کمپاین د تر ګواښ لاندې سیمو ته پیل کړ. په داسې حال کې په ډېرو سیمو کې یې ګواښ له منځه وړل شوی دی.
د پاکستان پولیسو ویلي؛ د چارشنبې پر ورځ ناڅرګندو وسلهوالو د پاکستان په شمال لویدیځ کې د ګوزڼ یا پولیو پر واکسینکوونکیو ډزې کړي؛ واکسیناتور او ساتونکی پولیس یې وژل شوي دي.
رویټرز راپور ورکړی، چې له افغانستان سره په نږدې سرحدي سیمه کې برید له هغې دوه ورځې وروسته ترسره شوی، چې پاکستان د دې ویروس د له منځه وړلو لپاره خپل وروستی ملي کمپاین د تر ګواښ لاندې سیمو ته پیل کړ. په داسې حال کې په ډېرو سیمو کې یې ګواښ له منځه وړل شوی دی.
د دې سیمې د پولیسو افسر وقاص رفیق رویټرز ته ویلي؛ نامعلومه وسلهوالو د باجوړ په اړوند سیمه کې د ګوزڼ واکسین پر کاري ډلې ډزې وکړې. په داسې حال کې، دوی د واکسین کمپاین ته روان ول.
تر اوسه کومې ډلې د پېښې پړه پر غاړه نده اخيستې؛ خو له دې مخکې په سيمه کې اسلامپالو وسلهوالو ډلو د ګوزڼ پر کاري ډلو د ورته بريدونو ادعا کړې، چې د ماشومانو د عقیمولو لپاره يې د لویديځ د دسيسې په توګه د واکسيناسيون کمپاينونه پر دروغو انځور کړي دي.
د لومړي وزیر دفتر ویلي؛ پاکستان د دې اوونۍ په پیل کې خپل وروستی ملي کمپاین پیل کړ، چې هدف یې ۳۰ میلیون ماشومانو ته واکسین ورکول دي.
په راپور کې راغلي، پاکستان او افغانستان د نړۍ هغه دوه هېوادونه دي، چې اوس هم د پولیو د له منځه وړلو لپاره مبارزه کوي.
د سیمهییزو پولیسو ټولنې د خپل همکار له وژل کېدو وروسته په باجوړ ولسوالۍ کې د واکسین کمپاین لپاره د پولیسو د اعتصاب او د امنیتي دندو د پرېښودو غوښتنه کړې ده.
-
تازه خبرونه2 days ago
د افغانستان له پامه غورځول به د سپټمبر د یوولسمې پېښې تکرار رامنځته کړي – دُرانی
-
لوبی2 days ago
افغانستان د انګولا پر وړاندې په فوټسال نړیوال جام کې لوبیږي
-
تازه خبرونه1 day ago
آلمان له ازبکستان سره د مهاجرت هوکړه لاسلیک کړه
-
تازه خبرونه5 days ago
د اسلامي امارت او ملګرو ملتونو ترمنځ اړيکې د ډاډ وړ دي
-
لوبی2 days ago
د افغانستان فوټسال لوبډلې د ازبکستان په نړیوال جام کې د انګولا پر وړاندې لومړۍلوبه وکړه
-
لوبی1 day ago
د فیفا فوټسال نړیوال جام پر اړتیاوو پوهېدل اړین دي
-
نړۍ2 days ago
په نایجیریا کې د یوې کښتۍ د ډوبېدو له کبله لږ تر لږه ۶۴ کسان مړه شول
-
تازه خبرونه5 days ago
سږکال په کابل ښار کې دوه میلیون نیالګي کېنول شول – کابل ښاروالۍ