Connect with us

تازه خبرونه

مولوي عبدالکبیر د ایران د نوي ولسمشر د لوړې لپاره تهران ته ولاړ

د ایراني خبري سرچینو د څرګندونو له مخې؛ سبا سې شنبه د زمري نهمه / د جولای دېرشمه د تهران پر وخت د مازیګر ٤ بجې د ایران نوی ولسمشر مسعود پزشکیان د ولسمشرۍ لوړه کوي.

خپور شوی

د

د ریاست الوزراء د دفتر سیاسی مرستیال مولوی عبدالکبیر د ایران اسلامی جمهوریت پر بلنه د یو لوړپوړي  پلاوي پر مشرۍ ایران هېواد ته درې ورځنی سفر وکړ.

د ریاست الوزراء له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د هېواد سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر به د ایران اسلامي جمهوریت د نوي غوره شوي ولسمشر مسعود پزشکیان د لوړې په مراسمو کې ګډون وکړي.

دغه راز نوموړی به په دې درې ورځني سفر کې د دغه هېواد له یو شمېر چارواکو سره هم لیده کاته ولري.

همدا راز به په دې سفر کې د افغانستان اسلامي امارت او د ایران اسلامي جمهوریت ترمنځ د سیاسي او اقتصادي اړیکو پر پیاوړتیا، په هغه هېواد کې د مېشتو افغان کډوالو د ستونزو د حل او د همکاریو د پراخولو په اړه خبرې وشي.

مولوي عبدالکبیر او ور سره مل پلاوی به په دې سفر کې د يو شمېر هېوادونو له استازو او چارواکو سره هم وګوري.

د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه‌يي د یکشنبې پر ورځ په رسمي توګه د ولسمشر په توګه د پزشکیان ملاتړ وکړ.

نوموړي د تائید په مراسمو کې له پزشکیان څخه وغوښتل، چې ګاونډ، افریقایي او آسیایي هېوادونو او همدارنګه هغو هېوادونو ته لومړیتوب ورکړي، چې د تهران د بهرنیو اړیکو په سیاستونو کې د ایران "ملاتړ او مرسته" کوي.

د فرانسې خبري سرچینې راپور ورکوي؛ خامنه‌یي پر اروپايي هېوادونو نیوکه وکړه، چې د بندیزونو پر لګولو، د تېلو د بندیز او د بشري حقونو د سرغړونو د ادعاوو له کولو سره " له مونږ سره بد چلند کوي".

هغه همدا راز په غزه کې د ماشومانو، ښځو او په روغتون کې د بستر شویو خلکو د وژلو په اړه د اسرائیلو هغه کړنې هم وغندلې، چې د اسرائیلي ځواکونو پر وړاندې یې "یوه مرمۍ هم ونه ویشتله".

خامنه يي ویلي، صهیونیسټ رژیم د یوه جنګي مجرم په توګه خپله تر ټولو بده څېره په ډاګه کوي او پر اسرائیلو یې تور ولګاوه، چې په وژنو او ظلمونو کې یې نوی ریکارډ جوړ کړی دی.

هغه د امریکا کانګرس هم وغندلو، چې د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ته یې د مقننه ځواک غونډې ته د وینا کولو اجازه ورکړه.

د ایراني خبري سرچینو د څرګندونو له مخې؛ سبا سې شنبه د زمري نهمه / د جولای دېرشمه د تهران پر وخت د مازیګر ٤ بجې د ایران نوی ولسمشر مسعود پزشکیان د ولسمشرۍ لوړه کوي.

ویل کیږي، چې د ولسمشرۍ په دې مراسمو کې له د افغان پلاوي په ګډون له ٧٠ د ډېرو هېوادونو چارواکي او استازي ګډون کوي او دغه راز ٦٠٠ خبریالان به دغو مراسو ته خبري پوښښ ولري.

تازه خبرونه

په پکتیکا کې د پاکستان په هوایي بریدونو کې ۵۲ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت ویلي، چې ډېري قربانیان ماشومان او ښځې دي.

Published

on

د پکتيکا ولايت په برمل ولسوالۍ کې د پاکستانيو ځواکونو په هوايي بريدونو کې لږ تر لږه ۴۶  کسان وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت ویلي، چې ډېري قربانیان ماشومان او ښځې دي.

پاکستان د برمل ولسوالۍ پر څلورو سیمو هوايي بریدونه کړي، چې پراخ غبرګونونه یې پارولي دي.

ملي دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي دا وحشیانه عمل د ټولو نړیوالو اصولو خلاف او ښکاره تېري بولي؛ په کلکه یې غندي او ټینګار کوي، چې بې ځوابه به یې پرې نه‌ ږدي.

نوموړي زیاته کړې، چې پاکستاني لوري باید پوه شي، چې دا ډول خپلسرې کړنې د ستونزې د حل لار نده.

پاکستاني لوری ادعا کوي، چې پاکستاني طالبان يې پر نښه کړي؛ خو اسلامي امارت وايي؛ ملکي وګړي دي، چې زياتره يې وزيرستاني کډوال دي.

ملي دفاع وزارت له خپلې خاورې دفاع خپل حق ګڼي. د هېواد اوسېدونکي هم وايي، چې د پاکستان د بریدونو ځواب باید ورکړ شي.

دا بریدونه په داسې حال کې کېږي، چې کابل ته د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي سفر کړی او له افغان چارواکو سره یې د سیاسي او امنیتي مسایلو پر سر خبرې کړي دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

پر اسلام او اسلامي امارت معامله ناشونې ده – مولوي کبیر

د رییس الوزرا سیاسي مرستیال بغلان ولایت ته د خپل سفر پر مهال او د دیني مدرسو د زده‌کوونکیو د فراغت په مراسمو کې ویلي، چې اسلامي امارت د جهاد ارزښتونه ساتلي او د ژوند په اوږدو کې به خپلو اصولو ته ژمن وي.

Published

on

د رییس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر ويلي، چې اسلامي امارت به د جهاد ارزښتونه ساتي او خپلو اصولو ته به ژمن وي.

د رییس الوزرا سیاسي مرستیال بغلان ولایت ته د خپل سفر پر مهال او د دیني مدرسو د زده‌کوونکیو د فراغت په مراسمو کې ویلي، چې اسلامي امارت د جهاد ارزښتونه ساتلي او د ژوند په اوږدو کې به خپلو اصولو ته ژمن وي.

هغه وایي، چې په اسلام او اسلامي امارت معامله ناشونې ده.

هغه له نړۍ سره د افغانستان د اړیکو په اړه زیاته کړې؛ له نړۍ سره د اسلامي امارت اړیکې د اسلامي اصولو پر بنسټ ولاړې دي او لنډمهالی حکومت له اړوند مسایلو سره مسوولانه چلند کوي.

مولوي عبدالکبير ويلي، چې د تېرې ادارې سرتېري بښل شوي او په بشپړ امنيت کې ژوند کوي.

د سیاسي شنونکيو د څرګندونو له مخې؛ اسلامي امارت په علمي او پرمختيايي برخو كې هڅې پيل كړي، چې په تدريجي ډول به د خلكو ستونزې اوارې شي.

Continue Reading

تازه خبرونه

اسلامي امارت به په پکتیکا کې د پاکستان وحشیانه بریدونه بې ځوابه پرې نه‌ږدي

ملي دفاع وزارت څرګنده کړې، چې په دغو بریدونو کې د ماشومانو په ګډون ملکي وګړي پر نښه شوي دي.

Published

on

د افغانستان اسلامي امارت دفاع وزارت د سې‌شنبې پر ورځ ( د مرغومي څلورمه) په پکتیکا ولایت کې د پاکستان هوایي برید دغه بریدونه تائید کړي او هغه یې پر سختو ټکو غندلي دي.

ملي دفاع وزارت څرګنده کړې، چې په دغو بریدونو کې د ماشومانو په ګډون ملکي وګړي پر نښه شوي دي.

د ملي دفاع وزارت په خبرپاڼه کې راغلي: د افغانستان اسلامي امارت دغه وحشیانه عمل د ټولو نړیوالو اصولو خلاف او ښکاره تېري بولي او پر کلکه یې غندي.

دغه وزارت زیاته کړې، چې پاکستاني لوری باید پوه شي، چې دا ډول خپلسري کړنې د کومې ستونزې د حل لار نده.

په اعلامیه کې ټینګار شوی، چې: "اسلامي امارت به دغه بزدلانه عمل بې ځوابه پرې نږدي، بلکې د خپلې خاورې او هویت دفاع خپل نه منونکی حق ګڼي."

د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې د پاکستان د هوايي برید په اړه د زلمي خلیلزاد غبرګون

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ کې د پاکستان د هوايي بریدونو په غبرګون کې ویلي، چې که دا بریدونه تائید شي، ښايي اسلامي امارت غبرګون وښيي.

زلمي خلیلزاد په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې پاکستان او افغانستان یو داسې روښانه توافق ته اړتیا لري، چې هیڅوک به د بل او بل پر ضد نه خپله خاوره نه‌کاروي.

نوموړي کابل ته د پاکستان د ځانګړي استازي سفر ته په نغوته کې پوښتلي، چې آیا د پاکستان د پوځ مشر جنرال عاصم منیر به دغه استازي ته اجازه ورکړي، چې د دغو کړکېچونو د حل لپاره خبرې اترې پیل کړي؟!

دا بریدونه په داسې حال کې شوي، چې د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق د خبرو لپاره د یوه پلاوي پر مشرۍ کابل ته راغلی او د اسلامي امارت له لوپوړو چارواکو سره یې پر دوه اړخیزو همکاریو خبرې کړې دي.

د یادونې ده، چې پاکستانيو جیټ الوتکو د سې شنبې پر ورځ (د مرغومي څلورمه) د پکتیکا د برمل ولسوالۍ ځینې سیمې په نښه کړې دي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2024 Ariana News. All rights reserved!