Connect with us

تازه خبرونه

په کابل کې د پاسپورټونو د وېش ۳ مرکزونه پرانستل شول

د کورنیو چارو وزارت مرستیال محمد‌نبي عمري وایي: حکومت د خپلو هېوادوالو لپاره د غوره خدمتونو د وړاندې کولو لپاره ژمن دی؛ خو ځینې هېوادونه هڅه کوي، چې د هېواد ظرفیتونه وباسي. په تېرو درې کلونو کې پر لکونه ظرفیتونه ایستل شوي او دا لړۍ روانه هم ده.

خپور شوی

د

د ریاست الوزرا اداري مرستیال ويلي، چې پاسپورټ د هرافغان حق دی او اسلامي امارت په اسلامي چواکاټ کې د هغو د حقونو ورکړې ته ژمن دی.

د ریاست الوزار اداري مرستیال، چې په دې مراسمو کې برخه درلوده وا يي، چې اسلامي امارت رهبري د اسلامي نظام  په چوکاټ کې د افغانانو د حقونو د خوندیتابه په هڅو کې دی.

د عبدالسلام حنفي د څرګندونو له مخې؛ د پاسپورټونو د نويو مرکزونو له پرانیستلو سره به د هېوادوالو هغه ستونزې حل شي، چې په تېر کې یې د رلودې. اوس به د پاسپورټونو ترلاسه کوونکي خپل پاسپورټونه اسانه تر لاسه کوي.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي وایي: د اسلامي امارت ټوله رهبري هېوادوالو ته د غوره خدمتونو وړاندې کولو ته ژمنه ده او له دې وروسته به هېوادوال د پاسپورټ د ترلاسه کولو په برخه کې هیڅ ډول ستونزې ونلري.

د کورنیو چاور وزارت مسوولینو ويلي، چې هڅه کوي هېوادوالو ته منظم خدمات وړاندي کړي. په کابل کې د پاسپورټونو د وېش د درې نويو مرکزونو له پرانیستلو سره به هېوادوالو ته د یوې اوونې په لړ کې پاسپورټونه ورکړ شي.

په وته وخت کې دا وزارت اندېښنه څرګندوي او وایي؛ د نړۍ یو شمېر هېوادونه هڅه کوي، چې د هېواد وړتیاوې او ظرفیتونه له هېواده وباسي.  په تېرو درې کلونو کې لکونه ځوانان له هېواده ویستل شول.

یاد وزارت له ځوا نانو وغوښتل، چې د خپل هېواد په آبادۍ کې خپل ایماني او ملي مسوولیتونه په نظر کې وساتي.

د کورنیو چارو وزارت مرستیال محمد‌نبي عمري وایي: حکومت د خپلو هېوادوالو لپاره د غوره خدمتونو د وړاندې کولو لپاره ژمن دی؛ خو ځینې هېوادونه هڅه کوي، چې د هېواد ظرفیتونه وباسي. په تېرو درې کلونو کې پر لکونه ظرفیتونه ایستل شوي او دا لړۍ روانه هم ده.

د پاسپورت ریاست مسوولینو هم د دې مرکزونو د پرانیستلو پرمهال ویلي، چې د دې مرکزونو له فعالېدو سره به د هغو هېوادولو ستونزي حل شي، چې غواړي پاسپورټ تر لاسه کړي.

دوی د اسلامي امارت له رهبرۍ غوښتنه کوي، چې په نويو مرکزونو کې مراجعینو ته د خدمتونو د اسانتیا لپاره د افغانستان بانک څانګې هم پرا نیستل شي.

د پاسپورټ عمومي رییس پاسوال عبدالکریم حسیب وایي: په دې درې نويو څانګو کې د پاسپورټونو د اخیستونکیو لپاره ټولي اړتیا وي په نظر کې نیول شوي او له دې وروسته به مراجیعین د پاسپورټ د ترلاسه کولو په برخه کې هیڅ ډول ستونزه ونلري. هیله لرو، چې د افغانستان بانک څانګه د دې مرکزونو دننه هم پرانستل شي، چې د خلکو د تعروفې د تحویلولو ستونزه ورسره حل شي.

د کورنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ د پاسپورټونو د وېش درې نوې څانګې، چې په دارالامان، زمان خان کلا او تره خېل تنګي کې موقعیت لري؛ فعالې شي، چې هره څانګه به یې هره ورځ ۲۰۰۰ پاسپورټ‌غوښتونکیو ته خدمات وړاندې کوي. دغه راز د هېواد په ۱۵ ولایتونو کې د پاسپورټونو د وېش بهیرعادي روان دی او هره ورځ ۱۲ زره پاسپورټونه په کابل او ولایتونو کې وېشل کېږي.

ویل کیږي، چې تېر کال په افغانستان کې ۲ میلیون پاسپورټونه وېشل شوي دي.

تازه خبرونه

سږکال په کابل ښار کې دوه میلیون نیالګي کېنول شول – کابل ښاروالۍ

د کابل ښاروالۍ ویاند نعمت الله بارکزي نن (پنجشنبه د وږي دوه‌ویشتمه) د یوکلنو لاسته راوړنو د بیانولو په مراسمو کې ویلي: کابل ښاروالۍ دوه کاله مخکې ۲۰۰ زره نیالګي کېنول، تېر کال ۶۰۰ زره نیالګي او سږ کال یې په ټول کابل ښار کې دوه میلیون نیالګي او زینتي ګلان کېنولي دي.

Published

on

د کابل ښاروالۍ وياند ويلي، چې د دې ادارې لخوا سږکال په ټول کابل ښار کې دوه ميليون نيالګي او زينتي ګلونه کېنول شوي دي.

د کابل ښاروالۍ ویاند نعمت الله بارکزي نن (پنجشنبه د وږي دوه‌ویشتمه) د یوکلنو لاسته راوړنو د بیانولو په مراسمو کې ویلي: کابل ښاروالۍ دوه کاله مخکې ۲۰۰ زره نیالګي کېنول، تېر کال ۶۰۰ زره نیالګي او سږ کال یې په ټول کابل ښار کې دوه میلیون نیالګي او زینتي ګلان کېنولي دي.

د کابل ښاروالۍ د ښاري خدماتړو او چاپېریال ساتنې رییس محمد خالد سجستاني هم ویلي، چې د کابل ښار څه باندې ۱۲۵ کیلومټره عامه او منځني سړکونه پاخه، پراخه او تیږي لګول شوي دي.

محمد خالد سجستاني زیاته کړې، د ښار د ښکلا لپاره د سړکونو په اوږدو کې پېنځه زره نوي څراغونه لګول شوي او د ښار په بېلابېلو سیمو کې ۹۷۰۰ نور څراغونه رغول شوي دي.

سجستاني څرګنده کړې: په کابل ښار کې نوي سرکونه جوړ شوي او خلک ترې ګټه پورته کوي.

د دې بنسټ د څرګندونو له مخې، دغه راز له کابل ښار څخه څه باندې یو نیم میلیون ټنه کثافات پاک او ځانګړیو ځایونو ته لېږدول شوي دي.

دې ادارې تر اوسه د هوا فلټرونو د نشتوالي له کبله ۶۲۵ لوړې ماڼۍ تړلي او په تېر کال کې د کابل ښاروالۍ عواید ۶ میلیارډ افغانۍ وې.

کابل ښاروال همدا راز زیاته کړې، د سوداګریزو او استوګنې ساحو لپاره تفصیلي پلانونه، وړاندیز شوي پلانونه، د ۲۴۸ ودانیو د جوازونو صادرول او د کابل ښار په ۲۲ ناحیو کې د ۳۰۹۵ ودانیو د سرغړونو مخنیوی د دې ادارې مهمې لاسته راوړنې دي.

له بلې خوا دغه رياست ویلي، چې د نورو موسسو په همکارۍ پر ٢٠٠ پروژو کار کوي، چې د ١٩٠ پروژې کارونه بشپړې شوي دي.

د کابل ښاروالۍ چارواکو د ښاري نظم د رامنځته کولو او د ټرافیکو د بهیر د عادي کولو لپاره د ښار له بېلابېلو برخو څخه ۲۶۰۰ خنډونه راټول کړي دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د اسلامي امارت او ملګرو ملتونو ترمنځ اړيکې د ډاډ وړ دي

د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې ليدنه کې جیل مشاو د ملګرو ملتونو د کارکوونکیو له خوندي امنيت له کبله د مننې تر څنګ ويلي: د اسلامي امارت او ملګرو ملتونو ترمنځ اړيکې پياوړې شوې دي.

Published

on

 د کورنيو چارو وزارت چارسمبالي سراج الدين حقاني د ملګرو ملتونو عمومي منشي مرستيال جيل مشاو او په کابل کې د دغه سازمان د امنيت مسووول انډريکا راټواټ سره وکتل.

د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې ليدنه کې جیل مشاو د ملګرو ملتونو د کارکوونکیو له خوندي امنيت له کبله د مننې تر څنګ ويلي: د اسلامي امارت او ملګرو ملتونو ترمنځ اړيکې پياوړې شوې دي.

هغه له افغانستان سره د مرستو پر دوام هم خبرې کړې دي. ویل کیږي، چې سراج الدین حقاني د ښه راغلاست تر څنګ دغو استازیو ته ډاډ ورکړ، چې په ټول هېواد کې امنيت خوندي دی؛ د ملګرو ملتونو غړي او مرستندویان کولی شي ډاډمنې هڅې ترسره کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

پر توشیح شويو تقنيني اسنادو نیوکه کوونکی له شرعي چلند سره مخ ‌کېږي

د عدلیې وزارت د خبرپاڼې له مخې؛د اسلامي امارت ټول ادارات  اړ دي، چې: د تقنيني سند د ابتدايي مسودې د تسويد لپاره د علماوو، متخصصينو او په دې برخه کې د تجربه لرونکیو مسلکي کارمندانو کمېټه جوړه او توظيف کړي.

Published

on

د اسلامي امارت د رهبر هبة‌الله اخوندزاده د فرمان له مخې د اسلامي امارت اړوند هره اداره اړه ده، چې د شريعت له اصولو سره سم خپل تقنيني اسناد تسويد کړي؛ ځکه، چې نیوکه کوونکي به پرې له شرعي چلند سره مخ شي.

د عدلیې وزارت د خبرپاڼې له مخې؛د اسلامي امارت ټول ادارات  اړ دي، چې: د تقنيني سند د ابتدايي مسودې د تسويد لپاره د علماوو، متخصصينو او په دې برخه کې د تجربه لرونکیو مسلکي کارمندانو کمېټه جوړه او توظيف کړي.

 د عدلیې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي: دا حکم په  ټولو اداراتو کې تعميل شوی دی او د تقنیني سند ابتدایي مسوده له پورتنيو اجراآتو څخه وروسته د شرعي څېړنې، تدقيق او کره کتنې لپاره عدليې وزارت ته لېږل کېږي.  

د عدليې وزارت مکلفيت لري، چې د اړوندې ادارې لخوا د تقنيني سند ابتدایي مسوده د الله تعالی له کتاب، د رسول الله صلی الله عليه وسلم له سنتو او د حنفي فقهې له معتبرو کتابونو څخه تخريج کړي او په اړه یې بشپړه څېړنه او تدقيق ترسره کړي.

د عدلیې وزارت دا هم څرګنده کړې، چې د دې کار لپاره په دې وزارت کې د علماء کرامو، مفتيانو او شيوخو کمېټې جوړې او په دې برخه کې کار او څېړنې کوي او هر تقنيني سند لپاره  د الله تعالی له کتاب، د رسول الله صلی الله عليه وسلم له سنتو او د حنفي فقهې له معتبرو کتابونو څخه تخريج شوی او هرې مادې لپاره په پایڅوړ کې د حوالې ذکر شوی دی.

عدلیې وزارت ټیګار کړی، چې قوانين او نور تقنيني اسناد سل سلنه شرعي دي.

که څوک وروسته له دې په رسنيو او يا په نورو مجالسو کې د اسلامي امارت د تقنیني سندونو مخالفت کوي او پر هغو باندې د تخریب په موخه او یا هم د عناد په اساس نیوکه کوي؛ نو له شرعي چلند سره مخ‌کېږي او محکمو ته به وروپېژندل شي.

ویل کیږي که د قوانينو پر کومه ماده په سمه توګه د چا پوهه حاصله شوې نه‌وي او وضاحت غواړي یا د اصلاح لپاره کوم ملاحظات ولري؛ د عدليې وزارت دروازې د هغوی پر مخ خلاصې دي او کولی شي، چې عدليې وزارت ته مراجعه وکړي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2024 Ariana News. All rights reserved!