تازه خبرونه
له ابو نصر فراهي بندر څخه افغانستان ته د مالونو لېږد اته برابره زیات شوی – ایران
د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولینو هم ويلي، چې ورځ تربلي د افغانستان او ایران ترمنځ سوداګري او اقتصادي فعالیتونه د پراختیا په حال کې دي.
![](https://www.ariananews.af/wp-content/uploads/2024/07/Transit.jpg)
د ایران د خراسان د جنوب د ګمرکونو مسوولینو ويلي؛ د روان کال په لومړیو درې میاشتو کې د ۹۱۳۴ لاریو ۲۳۶ زره ۲۳۵ ټنه سوداګریز توکي د ابو نصر فراهي بندر له لارې افغانستان ته لیږدول شوي، چې د تېر کال د همدې مودې پر پرتله نږدې اته چنده زیاتوالی ښيي.
د ایران سویلي خراسان د ګمرک رییس محمد کوهګرد ويلي؛ د روان کال په لومړیو درې میاشتو کې ۹۱۳۴ لارۍ له (ابو نصر فراهي) بندر څخه افغانستان ته لېږدول شوې دي.
د محمد کوهګرد د څرګندونو له مخې؛ د وزن له پلوه افغانستان ته د سوداګریزو توکو لېږد د تېر کال د همدې مودې په پرتله ٧٣٥ سلنه زيات شوى دى.
کوهګرد ویلي، چې د افغانستان د فراه له لارې د ټرانزیټي توکو ټول وزن ۲۳۶ زره او ۲۳۵ ټنه و او ټول ارزښت یې له ۳۵ میلیون ډالرو ډېر دی. په دغو ټرانزیټي توکو کې کیمیاوي سرې، پرزې او خوراکي توکي شته، چې له ترکیې، متحده عربي اماراتو، روسیې او اندونیزیا څخه د ماهیرود یا ابو نصر فراهي بندر له لارې افغانستان ته لېږدول شويدي.
محمد کوهګرد وایي: په دې موده کې د ۳۵ میلیون ۴۶۴ زره ۵۵۵ ډالرو پر ارزښت د جنوبي خراسان ۲۹۵ زره ۵۵۶ ټنه تولیدي توکي صادر شوي، چې د تېر کال د همدې مودې پر پرتله پرمختګونه راغلي دي.
دغه راز زیاتوي؛ سمنټ، سپک هایدرو کاربن، تېل، ډیزل، ټایرونه، هګۍ، سولري تختې، سرامیک، ټایرونه او پلاستیکي محصولات د جنوبي خراسان د ګمرک له صادراتي توکو څخه دي او ډېري دغه توکي افغانستان او پاکستان ته صادرېږي.
د ایراني رسنیو د خبرونو پر بنسټ له افغانستان سره اقتصادي او سوداګریزې اړیکي ورځ تر بلي د پراختیا په حال کې دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولینو هم ويلي، چې ورځ تربلي د افغانستان او ایران ترمنځ سوداګري او اقتصادي فعالیتونه د پراختیا په حال کې دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند عبد السلام اخند زاده وايي، چې له ایرانې لوري سره سوداګرۍ او اقتصادي اړیکې ورځ تر بلې د پراختیا په حال کې دي.
نوموړی وایي: له ایران سره مو ورځ تربلي په ټولو اقتصادي برخو کې د روان کال له پیل څخه تر اوسه پورې مو ایران ته د ۱۶ میلیون ډالر پر ارزښت صادارت او د ۷۴۰ میلیون ډالرو پر ارزښت واردات او چاري نورې هم د منظم کیدو په حال کې دي.
د ا قتصادي چارو شنونکی نذیر احمد خلیل وایي: ایران د افغانستان د ټرانزیټ لپاره ترټولو ښه مسیر دی. هیله لرم، چې د دواړه هېوادونو ترمنځ اقتصادي اړیکو او ټرانزیټ په بهیر کې نوره پراختیا هم رامنځته شي.
د هیواد د خصوصي سکتور غړي ایران په سیمه کې د افغانستان تر ټولو ستر سوداګریز او اقتصادي شریک بولي او زیاتوي، چې ورځ تربلې د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي اړیکې د پراختیا په حال کې دي.
ویل کیږي، چې د ایران او افغانستان ترمنځ تېر کال د درې میلیارډ ډالرو څخه زیاته راکړه ورکړه تر سره شوې ده.
تازه خبرونه
تحول: په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت د جوړولو غوښتنې
تازه خبرونه
د روسیې او چین ولسمشرانو د شانګهای غونډې په څنډه کې وکتل
د شانګهای همکاریو ټولنه په ۲۰۰۱ کې د چین او روسیې لهخوا د منځنۍ آسیا د امنیت لپاره جوړ شوه؛ خو اوس یې اصلي او ناظر غړي زیات شوي او په یوه ډول یې لويدیځ ضد دریځ غوره کړی دی.
![](https://www.ariananews.af/wp-content/uploads/2024/07/rs.png)
ولادمیر پوتین او شي جین پینګ پرون د دواړو هېوادونو د اړیکو پر پیاوړتیا خبرې وکړې. لوېدیځو خبري سرچینو ویلي، دا په تېرو شاوخوا دوه میاشتو کې دوهیم ځل دی، چې پوتین او شي سره مخامخ لیده کاته کوي.
د سیمې د دوه قدرتونو دغو مشرانو د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې د شانګهای د دوه ورځنۍ غونډه پرانیسته.
د شانګهای همکاریو ټولنه په ۲۰۰۱ کې د چین او روسیې لهخوا د منځنۍ آسیا د امنیت لپاره جوړ شوه؛ خو اوس یې اصلي او ناظر غړي زیات شوي او په یوه ډول یې لويدیځ ضد دریځ غوره کړی دی.
اړوند خبرونه:
د شانګهای هېوادونو استازیو په تاجکستان کې د افغانستان په اړه د همغږۍ ګډه هوکړه وکړه
د شانګهای ټولنې د اړیکو ډله دې د افغانستان لپاره پخپل حال پاتې شي – پاکستان
تازه خبرونه
استرالیا د افغانستان لپاره ځانګړې استازې وټاکله
د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې لهمخې؛ امانډا مک ګریګور به د افغانستان لپاره د اسټرالیا د پخواني استازي ګلین میلز پر ځای دنده ترسره کوي.
![](https://www.ariananews.af/wp-content/uploads/2024/07/Amanda.jpg)
د اسټرالیا بهرنیو چارو وزارت د خبر پاڼې له مخې؛ دې هېواد د افغانستان لپاره امانډا مک ګریګور نومې نوې استازې ټاکلې.
د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې لهمخې؛ امانډا مک ګریګور به د افغانستان لپاره د اسټرالیا د پخواني استازي ګلین میلز پر ځای دنده ترسره کوي.
مک ګریګور د کاناډا په سفارت کې د ډیپلوماتې په توګه هم کار کړی او د اسټرالیا د حکومت د لومړي وزیر او کابینې لوړپوړې سلاکاره وه.
د اسټرالیا بهرنیو چارو وزیر پیني وانګ ویلي: مک ګریګور، چې په قطر کې میشته ده؛ له خپلو ګډ فکر لرونکیو هېوادونو سره به همکار کوي، چې له طالبانو (د افغانستان اسلامي امارت) څخه د بشري حقونو او د افغانانو د ملاتړ په اړه وضاحت وغواړي.
اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي؛ ډیری هیوادونه د افغانستان پر واقعیتونو پوه شوي او هڅه کوي، چې له بېلابېلو لارو له اسلامي امارت سره اړیکه ونیسي.
نوموړي له هغو هېوادونو، چې په کابل کې یې سفارتونه ندي پرانیستي او له قطر څخه د سفارت چارې پرمخ وړي؛ غوښتنه کړې، چې په کابل کې خپل سفارتونه بېرته پرانیزي.
ویل کیږي، چې مک ګریګور پېنځه کاله د اسټرالیا په دفاع وزارت کې کار کړی او له څه وخت راپدیخوا په لبنان کې د اسټرالیا د سفارت مرستیاله وه.
-
د هوا حالاتو بدلونونه4 days ago
په هلمند ولایت کې هوا بېساري توده ده
-
تازه خبرونه4 days ago
په دوحه کې د مدني ټولنو د غونډې ګډونوالو نومونه پټ وساتل شول
-
تازه خبرونه2 days ago
استرالیا د افغانستان لپاره ځانګړې استازې وټاکله
-
سوداگري3 days ago
افغانستان او ازبکستان د ګډې سوداګرۍ خونې پر جوړولو هوکړه وکړه
-
تازه خبرونه5 days ago
ملګرو ملتونو د افغانستان په اړه د دوحې د ناستې پیل ګټور وباله
-
تازه خبرونه3 days ago
د پاکستان دفاع وزیر د افغانستان پروړاندې د بریدونو ګواښ وکړ
-
سوداگري2 days ago
د ازبکستان او افغانستان خصوصي سکټورونو ترمنځ سوداګریز تړونونه لاسلیک شول
-
سوداگري5 days ago
کابل ته یو شمېر ازبکستانيو پانګوالو سفرکړی