(Last Updated On: )رویټرز راپور ورکړی؛ د ملګرو ملتونو امنیت شورا د دوشنبې پر ورځ په غزه کې د اسرائیلو او حماس ترمنځ د اوربند لپاره د ولسمشر جوبایډن له وړاندیز ملاتړ وکړ او له فلسطیني وسلهوالو یې وغوښتل، چې دا تړون د اته میاشتنۍ جګړې د پای ته رسولو لپاره ومني.
حماس د امریکا لهخوا د وړاندې شوي پرېکړه لیک له تصویب هرکلی کړی او څرګندوي؛ د طرحې د اصولو د پلي کولو په برخه کې، چې د خلکو او مقاومت غوښتنه هم ده له منځګړو سره همکارۍ ته چمتو دي.
روسیې له رایې ورکولو ډډه کړې. په داسې حال کې، چې د امنیت شورا پاتې نورو ۱۴ غړیو له هغه پرېکړه لیک څخه ملاتړ وکړ، چې بایډن د می پر یودېرشمه د اسرائیلو پر نوښت د درې پړاویز اوربند طرحه وړاندې کړه.
په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې لینډا ټوماس ګرینفیلډ له رایې ورکولو وروسته شورا ته وویل: “نن مونږ سولې ته رای ورکړه.”
دا پرېکړه لیک د اوربند له نوي وړاندیز هرکلی کوي او ښیي، چې اسرائیلو یې هرګلی کړی دی. له حماس څخه هم د منلو غوښتنه کوي او له دواړو خواوو غواړي، چې پرته له ځنډ او شرط یې بشپړ پلی کړي.
په ملګرو ملتونو کې د الجزایر سفیر عمار بنجاما شورا ته ویلي: الجزایر، چې د شورا یوازنی عرب غړی دی له پرېکړه لیک ملاتړ کوي؛ ځکه دا پرېکړه لیک کولی شي د سمدستي او تلپاتې اوربند پر لوري د یو ګام استازیتوب وکړي.
هغه وایي: دا فلسطينيانو ته د هيلې يوه څرک وړاندې کوي. اوس هغه وخت رارسېدلی، چې وژنې ودرول شي.
په پرېکړه لیک کې جزئیات هم وړاندې شوي او دا په ګوته کوي، چې که د لومړي پړاو خبرې اترې له شپږ اوونیو هم ډېروخت ونیسي؛ اوربند به د خبرو تر پای ته رسېدو پورې روان وي.
د اسرائیلو موخې:
په ملګرو ملتونو کې د روسیې سفیر واسیلي نبنزیا وپوښتل، چې اسرائیل په ځانګړي ډول څه هوکړه کړې او ویلي یې دي، چې امنیت شورا باید ” ناڅرګنده څرګندونې ” ونهمني.
واسیلي نبنزیا شورا ته وویل: مونږ نه غوښتل، چې دا پرېکړه لیک وتړو؛ ځکه څومره، چې مونږ پوهیږو، عربي نړۍ یې ملاتړ کوي.
په ملګرو ملتونو کې د اسرائیلو سفیر ګیلاډ ارډان د رایې ورکولو لپاره حاضر و؛ خو شورا ته یې وینا ونکړه. پرځای یې د ملګرو ملتونو لوړ پوړي اسرائیلي ډیپلوماټې ریوټ شاپیر بن نفتالي دې ادارې ته وویل، چې په غزه کې د اسرائیل موخې روښانه او څرګندې دي.
هغه وایي: اسرائیل لاندې اهدافو ته ژمن دي؛ د ټولو یرغمل شویو خوشې کول ، د حماس نظامي او سیاسي ړوړتیاوو له منځه وړل او ډاډ ترلاسه کول، چې غزه به په راتلونکي کې اسرائیلو ته ګواښ نهجوړوي. دا حماس دی، چې د دې جګړې د پای ته رسیدو مخه نیسي. هوا! یوازې حماس او حماس.
دې شورا په مارچ کې د سمدستي اوربند او د حماس لهخوا د نیول شويو ټولو یرغملو بې شرطه خوشې کولو غوښتنه کړې وه.
له تېرو څو میاشتو راپدیخوا د امریکا، مصر او قطر مذاکره کوونکي هڅه کوي، چې د اوربند منځګړیتوب وکړي؛ خو حماس د غزې په تړانګه کې د جګړې دايمي پای ته رسول او د ۲ اعشاریه ۳ ميليون وګړو له محاصرې څخه د اسرائيلو شاتګ غواړي.
د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ اسرائیل د حماس پر وړاندې، چې پر غزه حاکم دي د اکتوبر د اوومې د برید ځواب ورکوي.
د اسرائیلو د شمېرو له مخې؛ د اکتوبر پر اوومه د حماس په برید کې له ۱۲۰۰ ډېر کسان ووژل شول او له ۲۵۰ ډېر نور یرغمل شول او ویل کیږي، چې په غزه کې له سل ډېر یرغمل دي.
د غزې د روغتیايي چارواکو د څرګندونو له مخې؛ اسرائیلو پر فلسطیني خاوره هوايي، ځمکني او سمندري بریدونه کړي، چې له کبله یې له ۳۷ زره ډېر فلسطینیان وژل شوي او زرګونه نور ټپیان او نږدې ټول فلسطین وران شوی دی.