تازه خبرونه
له نړۍ سره د اسلامي امارت تعامل وارزول شو
![](https://www.ariananews.af/wp-content/uploads/2024/05/MoFA.jpg)
د بهرنیو چارو وزارت د چارشنبې پر ورځ ( د غبرګولي نهمه ) ویلي، چې په ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز کې د « دوحه ۳: له نړیوالې ټولنې سره د اسلامي امارت د تعامل څرنګوالی» تر سرلیک لاندې علمي ناسته تر سره شوې ده .
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد څرګنده کړې، چې د بهرنیو چارو وزارت د درېیم سیاسي ریاست د رییس ذاکر جلالي پر مشرۍ د دوحې د غونډو پر مخینه او د اسلامي امارت د دریځونو پر عواملو پراخ بحث تر سره شو.
د ذاکر جلالي د څرګندونو له مخې؛ د دوحې غونډې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو له لوري د فریدون سینیرلي اوغلو د خپلواکې ارزونې پربنسټ راپیل شوې دي. د دې لړۍ لومړۍ غونډه د ۲۰۲۳ ز. کال په مې او دوهیمه هغه د ۲۰۲۴ ز. کال په فبروري کې جوړه شوه.
ذاکر جلالي ویلي، چې د دې لړۍ په دوهیمه غونډه کې هم د اسلامي امارت د شرایطو د نه پوره کېدو له کبله له ژور غور وروسته د مشرتابه لخوا د نه ګډون پرېکړه وشوه او سمبولیک ګډون په کې بېګټې وبلل شو.
جلالي څرګنده کړې: اسلامي امارت له نړیوالې ټولنې سره تعامل غواړي؛ خو دا تعامل د افغانستان د سیاسي خپلواکۍ، ديني او ملي ارزښتونو او د وطن او نظام د حیثیت په بیه نهغواړي.
دغه راز نوموړي زیاته کړې؛ اوس د لومړۍ او دوهیمې غونډې پر پرتله د غونډې د جوړوونکیو او کوربنو په تعامل کې مثبت بدلون لیدل کېږي.
هغه ویلي؛ په وروستیو ورځو کې د ملګرو ملتونو د مرستیالې په ګډون ګڼ پلاوي کابل ته راغلل، چې په راتلونکې ناسته کې د افغان حکومت د ګډون زمینه برابره کړي.
ذاکر جلالي وایي؛ ټاکل شوې، چې د اسلامي امارت استازي به د درېیمې غونډې په اصلي بحثونو کې ګډون وکړي.
هغه زیاته کړې: دا ځل د دوحې د درېیمې غونډې په اجنډا کې مثبت بدلون تر سترګو کېږي؛ د بحث اساسي محورونه به مالي او بانکي وضعیت، مخدره توکو پرخلاف مبارزه او کروندګرو ته بدیل معیشت، د خصوصي سکتور وده او اقلیمي بدلون اړوند مسایل وي.
جلالي دا هم ویلي: د بحث محورونو ته په پام داسې برېښي، چې د غونډې د اجنډا په اړه به اساسي ستونزه نه وي؛ خو اسلامي امارت د غونډې د وروستيو جزئیاتو د شریکولو په تمه دی، چې په رڼا کې یې پرېکړه وکړي.
ویل کیږي، چې په دې علمي بحث کې د بهرنیو چارو وزارت د بېلابېلو څانګو کارکوونکیو او ډیپلوماټانو ګډون کړی و او د موضوع په اړه یې خپل نظرونه وړاندې او پر بېلابېلو اړخونو یې بحثونه وکړل.
تازه خبرونه
تحول: په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت د جوړولو غوښتنې
تازه خبرونه
د روسیې او چین ولسمشرانو د شانګهای غونډې په څنډه کې وکتل
د شانګهای همکاریو ټولنه په ۲۰۰۱ کې د چین او روسیې لهخوا د منځنۍ آسیا د امنیت لپاره جوړ شوه؛ خو اوس یې اصلي او ناظر غړي زیات شوي او په یوه ډول یې لويدیځ ضد دریځ غوره کړی دی.
![](https://www.ariananews.af/wp-content/uploads/2024/07/rs.png)
ولادمیر پوتین او شي جین پینګ پرون د دواړو هېوادونو د اړیکو پر پیاوړتیا خبرې وکړې. لوېدیځو خبري سرچینو ویلي، دا په تېرو شاوخوا دوه میاشتو کې دوهیم ځل دی، چې پوتین او شي سره مخامخ لیده کاته کوي.
د سیمې د دوه قدرتونو دغو مشرانو د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې د شانګهای د دوه ورځنۍ غونډه پرانیسته.
د شانګهای همکاریو ټولنه په ۲۰۰۱ کې د چین او روسیې لهخوا د منځنۍ آسیا د امنیت لپاره جوړ شوه؛ خو اوس یې اصلي او ناظر غړي زیات شوي او په یوه ډول یې لويدیځ ضد دریځ غوره کړی دی.
اړوند خبرونه:
د شانګهای هېوادونو استازیو په تاجکستان کې د افغانستان په اړه د همغږۍ ګډه هوکړه وکړه
د شانګهای ټولنې د اړیکو ډله دې د افغانستان لپاره پخپل حال پاتې شي – پاکستان
تازه خبرونه
استرالیا د افغانستان لپاره ځانګړې استازې وټاکله
د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې لهمخې؛ امانډا مک ګریګور به د افغانستان لپاره د اسټرالیا د پخواني استازي ګلین میلز پر ځای دنده ترسره کوي.
![](https://www.ariananews.af/wp-content/uploads/2024/07/Amanda.jpg)
د اسټرالیا بهرنیو چارو وزارت د خبر پاڼې له مخې؛ دې هېواد د افغانستان لپاره امانډا مک ګریګور نومې نوې استازې ټاکلې.
د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې لهمخې؛ امانډا مک ګریګور به د افغانستان لپاره د اسټرالیا د پخواني استازي ګلین میلز پر ځای دنده ترسره کوي.
مک ګریګور د کاناډا په سفارت کې د ډیپلوماتې په توګه هم کار کړی او د اسټرالیا د حکومت د لومړي وزیر او کابینې لوړپوړې سلاکاره وه.
د اسټرالیا بهرنیو چارو وزیر پیني وانګ ویلي: مک ګریګور، چې په قطر کې میشته ده؛ له خپلو ګډ فکر لرونکیو هېوادونو سره به همکار کوي، چې له طالبانو (د افغانستان اسلامي امارت) څخه د بشري حقونو او د افغانانو د ملاتړ په اړه وضاحت وغواړي.
اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي؛ ډیری هیوادونه د افغانستان پر واقعیتونو پوه شوي او هڅه کوي، چې له بېلابېلو لارو له اسلامي امارت سره اړیکه ونیسي.
نوموړي له هغو هېوادونو، چې په کابل کې یې سفارتونه ندي پرانیستي او له قطر څخه د سفارت چارې پرمخ وړي؛ غوښتنه کړې، چې په کابل کې خپل سفارتونه بېرته پرانیزي.
ویل کیږي، چې مک ګریګور پېنځه کاله د اسټرالیا په دفاع وزارت کې کار کړی او له څه وخت راپدیخوا په لبنان کې د اسټرالیا د سفارت مرستیاله وه.
-
د هوا حالاتو بدلونونه4 days ago
په هلمند ولایت کې هوا بېساري توده ده
-
تازه خبرونه5 days ago
له ابو نصر فراهي بندر څخه افغانستان ته د مالونو لېږد اته برابره زیات شوی – ایران
-
تازه خبرونه4 days ago
په دوحه کې د مدني ټولنو د غونډې ګډونوالو نومونه پټ وساتل شول
-
تازه خبرونه2 days ago
استرالیا د افغانستان لپاره ځانګړې استازې وټاکله
-
سوداگري3 days ago
افغانستان او ازبکستان د ګډې سوداګرۍ خونې پر جوړولو هوکړه وکړه
-
تازه خبرونه3 days ago
د پاکستان دفاع وزیر د افغانستان پروړاندې د بریدونو ګواښ وکړ
-
سوداگري2 days ago
د ازبکستان او افغانستان خصوصي سکټورونو ترمنځ سوداګریز تړونونه لاسلیک شول
-
سوداگري5 days ago
کابل ته یو شمېر ازبکستانيو پانګوالو سفرکړی