سیمه ییز خبرونه
د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي د چورلکې د راغورځېدو په پېښه کې مړ شو

رویټرز خبري آژانس د ایراني سرچینو د راپور له مخې څرګنده کړې، چې ایراني چارواکو د دوشنبې پر ورځ په ختیځ آذربایجان ولایت کې د چورلکې د لټون پر مهال د هغې د پاتې شونو له موندلو وروسته ویلي، چې د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي او د هغه د بهرنیو چارو وزیر د چورلکې د راغورځېدو په پېښه کې مړه شوي دي.
دغه لوړپوړي ایراني چارواکي د نوم نه ښودلو پر شرط رویټرز خبري اژانس ته ویلي، ولسمشر رییسي، د بهرنیو چارو وزیر او په چورلکه کې سپاره ټولې نورې سپرلۍ مړې شوې دي.
د ایران مهر خبري آژانس د چورلکې د سپرلۍ د مړینې پخلی کړی او ویلي یې دي، چې د چورلکې ټول مسافر د ایران د ولسمشر او بهرنیو چارو وزیر په ګډون مړه شوي دي.
یوه ایراني چارواکي له دې مخکې رویټرز خبري آژانس ته ویلي وه، چې د یکشنبې پر ورځ د رییسي او بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان لېږدوونکې چورلکه پوره سوځېدلې ده.
دولتي ټلویزیون له سایټ څخه د اخیستل شویو انځورونو له مخې څرګنده کړې، چې الوتکه د غره پر څوکه لګېدلې او راغورځېدلې ده. که څه هم د راغورځیدو د علت په اړه رسمي څه ندي ویل شوي.
د ایران دولتي خبري آژانس ایرنا ویلي، رییسي د امریکا په بیل ۲۱۲ چورلکه کې الوتنه کوله.
۶۳ کلن رئیسي په ۲۰۲۱ کال کې د ولسمشر په توګه وټاکل شو او د واک د ترلاسه کولو راپدیخوا یې د اخلاقي قوانینو د سختولو امر کړی، د حکومت ضد مظاهرو پر وړاندې یې د خونړیو لاریونونو څارنه کړې او د نړۍ له قدرتونو سره یې په اتومي خبرو کې خپل سخت دریځ وړاندې کړی دی.
د ایران ستر مشر ایت الله علي خامنهيي، چې د ایران د بهرنۍ تګلارې او د ایران د اټومي پروګرام په اړه وروستۍ خبره کوي؛ له دې مخکې ایرانیانو ته ډاډ ورکړی، چې د دولت په چارو کې به هیڅ ډول ګډوډي نه رامنځته کیږي.
دا پېښه په داسې حال کې رامنځته کېږي، چې په ایران کې د سیاسي، ټولنیزو او اقتصادي کړکېچونو پر سر اختلافونه ډېر شوي دي. د ایران مذهبي واکمن د تهران د جنجالي اټومي پروګرام او په اوکراین کې د جګړې پر مهال له روسیې سره د ژورو پوځي اړیکو له کبله له نړیوالو فشارونو سره مخ دي.
رییسي د یکشنبې پر ورځ د آذربایجان په پوله کې د قز-قالاسي بند د یوې ګډې پروژې د پرانستلو لپاره تللی و، چې له الوتنې وروسته له غبارونو څخه په ډاکه سیمه کې چورلکه ورکه شوه او نن سهار یې پاتې شوني وموندل شول.
سیمه ییز خبرونه
هند به ډېر ژر پوځي برید وکړي – د پاکستان دفاع وزیر
هغه د دوشنبې پر ورځ په یوه مرکه کې رویټرز ته ویلي: “مونږ خپل ځواکونه پیاوړي کړي؛ ځکه دا (برید) اوس شونی دی؛ نو په دې حالت کې سټراتیژیکې پرېکړې باید وشي او دا پرېکړې شوې ده.”

د پاکستان دفاع وزیر خواجه آصف ويلي، هند به ډېر ژر پر هېواد پوځي برید وکړي.
هغه د دوشنبې پر ورځ په یوه مرکه کې رویټرز ته ویلي: “مونږ خپل ځواکونه پیاوړي کړي؛ ځکه دا (برید) اوس شونی دی؛ نو په دې حالت کې سټراتیژیکې پرېکړې باید وشي او دا پرېکړې شوې ده.”
خواجه آصف ویلي، چې پاکستان د تیارسئ په حالت کې دی او یوازې هغه وخت به خپلې اټومي وسلې وکاروي، چې د هېواد شتون ته یې “مستقیم ګواښ” وي.
د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې د ۲۶ کسانو له وژل کېدو وروسته د هند او پاکستان ترمنځ کړکېچ زیات شوی دی.
رویټرز راپور ورکړی، چې د هند بهرنیو چارو او دفاع وزارتونو تر اوسه په دې اړه د دوی پوښتنو ته ځواب نه دی ورکړی.
د پهالګام له برید وروسته هند ویلي، چې دوه مشکوک بریدګر پاکستانیان ول. پاکستان دا تور رد کړی او د بې طرفه څېړنو غوښتنه یې کړې ده.
خواجه آصف ویلي، چې اسلام آباد د فارس خلیج هېوادونو او چین په څېر له دوستانه هېوادونو سره اړیکه نیولې او بریټانیا، امریکا او نورو هېوادونو ته یې هم وضعیت تشریح کړی دی.
آصف زیاته کړې، چې د خلیج ځینو عربي هېوادونو له دواړو خواوو سره خبرې اترې کړې دي، خو هغه د دغو هېوادونو نومونه پډاګه نکړل.
هند پر پاکستان تور پورې کړی، چې په کشمیر کې د وسلوالو ملاتړ کوي؛ خو اسلامآباد دا تور ردوي.
چین د دوشنبې پر ورځ هیله څرګنده کړې، چې دواړه خواوې به زغم وښيي.
خواجه آصف دا هم زیاته کړه، چې امریکا تر اوسه پورې په دې مسله کې له لاسوهنې ډډه کړې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره اوونۍ ویلي، چې هند او پاکستان به خپلې ستونزې په خپله حل کړي؛ خو بیا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې له دواړو خواوو سره په اړیکه کې دی او دوی یې وهڅول، چې “مسؤلانه چلند” وکړي.
سیمه ییز خبرونه
د بندر عباس چاودنې د مړو شمېر ۴۰ کسانو ته پورته شو
مخکې له دې د چاودنې له کبله د مړو شمېر لږ تر لږه ۲۵ او د ټپیانو شمېر له ۸۰۰ څخه ډېر ښودل شوی و.

د ایران د هرمزګان والي محمد آشوري اعلان کړی، چې د دې ولایت د بندر عباس ولسوالۍ په بندر رجايي کې د چاودنې له کبله د مړو شمېر ۴۰ ته رسېدلی دی.
مخکې له دې د چاودنې له کبله د مړو شمېر لږ تر لږه ۲۵ او د ټپیانو شمېر له ۸۰۰ څخه ډېر ښودل شوی و.
د ایران د صدا و سیما د راپور له مخې؛ په یاد بندر کې د اور وژنې عملیات اوس هم روان دي او په بندر کې اور اوس هم په بشپړه توګه کابو شوی ندی.
چاودنه د شنبې پر ماسپښین (د غویی شپږمه) وشوه، چې له کبله یې په بندر کې اور ولګېد.
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د وضعیت د څېړلو او د ټپیانو د پوښتنې لپاره بندر عباس ته تلی دی.
د چاودنې لامل لا تر اوسه روښانه ندی.
د ایران رسنیو راپور ورکړی، چې چاودنه د نامعلوم دلیل له کبله د دې بندر د تېلو په یوه زیرمه کې شوې ده.
سیمه ییز خبرونه
پر کشمیر د هند د اوبو بندولو په پاکستان کې وېره خپره کړه
هند اعلان کړی، چې دا ځنډ به تر هغې پورې روان وي، چې “پاکستان په باوري او نه بدلیدونکي ډول له ترهګرۍ خپل ملاتړ ونهدروي.”

د پاکستان بزګرانو خپلو ۸۰ سلنه کروندو ته د اوبو د راتلونکي په اړه له هغې وروسته اندېښنه څرګنده کړې، چې هند د چارشنبې پر ورځ د نړیوال بانک پر منځګړیتوب د ۱۹۶۰ کال د سیند د اوبو اړوند تړون وځنډاوه.
هند اعلان کړی، چې دا ځنډ به تر هغې پورې روان وي، چې “پاکستان په باوري او نه بدلیدونکي ډول له ترهګرۍ خپل ملاتړ ونهدروي.”
هند دا هڅه په کشمیر کې د تېرې اوونۍ له برید وروسته کړی ده. هند په دې پېښه کې پر پاکستان د لاس لرلو تور لګولی او ویلي یې دي، چې د هغو درې وسلوالو څخه دوه یې، چې پر سیلانیانو یې برید کړی او ۲۶ کسان یې ووژل؛ پاکستانیان ول.
اسلام آباد په پېښه کې خپل لاس لرل رد کړي او وایي، چې ” د پاکستان د اوبو د بندولو یا اړولو هر ډول هڅه به د جګړې یو عمل وګڼل شي.”
دا تړون سند او د هغې څانګې د اټومي وسلو لرونکو سیالان وېشي.
د هند د اوبو سرچینو وزیر چندرا کانت راګوناتھ پتیل په ایکس پاڼه کې لیکلي: “مونږ به ډاډ ترلاسه کړو، چې د سند سیند د اوبو یو څاڅکی هم پاکستان ته ونه رسیږي.”
هغه په پاکستان کې د اندېښنو په اړه پوښتنو ته ځواب ورنکړ.
د هند دوه حکومتي چارواکو، چې د نوم نه ښودلو پر شرط یې خبرې کولې ویلي، چې هېواد یې کولی شي د کانالونو پر کارولو په څو میاشتو کې خپلو کروندو ته اوبه واړوي. په داسې حال کې، چې د اوبو برښنا بندونو لپاره هم پلانونه جوړوي، چې بشپړېدل به یې ممکن له څلورو څخه تر اووه کلونو پورې وخت ونیسي.
اقتصاد پوهانو ويلي، چې دا یوازې کرنه نده د اوبو کمښت د برښنا تولید ته هم زیان رسوي، چې په بالقوه توګه اقتصاد فلج کوي.
وقار احمد نومی، چې یو اقتصاد پوه او د بریټانوي مشورتي شرکت اکسفورډ پالیسي په مدیریت کې د ډلې مشر دی ویلي، چې پاکستان د هند لخوا له تړون څخه د وتلو ګواښ کم اټکل کړی دی.
هغه ويلي: “هند د اوبو د بهېدو د مخنیوي لپاره سمدستي بېخبنا(زیربنا) نلري. په ځانګړي توګه د سیلابونو په وخت کې؛ نو دا دوره د پاکستان لپاره د اوبو په سکټور کې د بې کفایتۍ د حل لپاره یوه مهمه کړکۍ برابروي.”
رویټرز راپور ورکړی، چې په وروستیو کلونو کې د هند لومړي وزیر نریندرا مودي حکومت هڅه کړې، چې پدې تړون بیا خبرې اترې وکړي او دواړو هېوادونو د کیشن ګنګا او راټیل د اوبو برښنا فابریکو د اوبو ذخیره کولو ساحې د اندازې په اړه په هاګ کې د منځګړي په توګه ځینې شخړې حل کړي.
ووهرا ویلي: “مونږ اوس کولی شو خپلې پروژې آزادې تعقیب کړو.”
هند د پنجشنبې پر ورځ پاکستان ته په یوه لیک کې څرګنده کړې، چې د تړون له لاسلیک راپدېخوا شرایط بدل شوي، چې مخ پر زیاتېدونکی نفوس او د اوبو برښنا ته اړتیا ښیي.
-
تازه خبرونه2 days ago
ایران او افغانستان په ملک پوله کې بندیان تبادله کړل
-
سوداگري4 days ago
د کرنې مرستیال وزیر په یوه نندارتون کې د ګډون لپاره ایران ته روان شو
-
سوداگري2 days ago
يو افغان سوداګر د پنجشېر د اوسپنې کان پر کیندنه ۱۲ میلیون ډالر پانګونه کوي
-
سیمه ییز خبرونه2 days ago
د بندر عباس چاودنې د مړو شمېر ۴۰ کسانو ته پورته شو
-
تازه خبرونه2 days ago
د غبرګولي پر اوومه د ۱۴۰۴ کال د کانکور ازموینه اخیستل کیږي
-
سیمه ییز خبرونه3 days ago
پر کشمیر د هند د اوبو بندولو په پاکستان کې وېره خپره کړه
-
لوبی1 day ago
د افغانستان کرکټ الف لوبډله د سریلانکا کرکټ الف لوبډلې سره یوه ټیسټ لوبه کوي
-
تازه خبرونه3 days ago
په کاناډا کې د ونکوور پر فلیپیني ننداریزو مراسمو د یوه موټر ورختلو مرګ او ژوبله رامنځته کړه