Connect with us

تازه خبرونه

د افغانستان امانت صندوق تر اوسه ۲۷۰ میلیون ډالر ګټه کړې – انوارحق احدي

خپور شوی

د

(Last Updated On: )

په سویس کې د افغانستان امانت صندوق مدیره پلاوي غړي انوارالحق احدي ويلي، دې صندوق تر اوسه ۲۷۰ میلیون ډالر ګټه کړې ده.

انوار الحق احدي تېر ماښام (چارشنبه د کب درویشتمه) ازادي راډيو ته څرګنده کړې؛ کېدی شي، چې د اړتیا په صورت کې د امانت صندوق له درې نیم میلیارډ ډالرو ګټې څخه په افغانستان کې کار واخیستل شي.

هغه زیاته کړې: ځینې پروژې، ځینې دولتي بنسټیز لګښتونه، چې دولت یې د ورکړې توان نلري او د افغانستان د خلکو لپاره اړین دي؛ هم هلته کارول کیږي. په هر حال د پلاوي څلور غړي باید د داسې لګښتونو لپاره په بشپړه توګه رضایت ولري. په تېره ناسته کې څه باندې یوه میاشت مخکې د جنورۍ پر نهه‌ویشتمه پرېکړه وشوه، چې که افغان حکومت د آسیایي بانک پور ورکولی نشي او دوی ټینګار کوي، چې مونږ یې ورکړو؛ نو ممکنه ده، چې دغه پیسې ورکړ شي، ځکه آسیایي بانک افغانستان ته بشري مرستې وړاندې کوي او مونږ نه‌غواړو د دې بانک بشري مرستې بندې شي. البته له نړیوال بانک سره هم ورته قضیه وه؛ خو دا پور پخپله حکومت ورکړ او مونږ ته یې د ورکولو اړتیا رامنځته نشوه.

احدي په داسې حال کې د دغو پیسو د لګولو په تړاو د افغانستان د امانت صندوق د مدیره پلاوي د ټولو څلور غړو د تائید خبره کوي، چې د ترکیې TRT خبري څانګې پرون په یوه راپور کې ویلي؛ دغه چارواکي، چې د افغانستان د امانت صندوق د پیسو لګولو په اړه په بحثونو کې ښکېل دي وایي د افغانستان د ویجاړ شوي مالي سیستم د ثبات لپاره باید دا پیسې ازادې شي، ځکه د دوی د څرګندونو له مخې دا کار د افغانستان د ځپل شوي اقتصاد د ژغورلو لپاره اړین دی.

د راپورونو له مخې؛ د دغه صندوق د مدیره پلاوي څلور غړي انوارالحق احدي، شاه محمد محرابي، جې شامبو او الکساندر باومن له شاوخوا یو نیم کال راپدیخوا د دې صندوق د پیسو لګولو په اړه همغږۍ ته نه دي رسېدلي.

يوې سرچينې د نوم نه‌ښودلو پر شرط یادې خبري سرچینې ته ويلي؛ که څه هم د پلاوي ټول غړي پدې همغږي دي، چې دغه پيسې بايد خوندي پاتې شي، خو د افغانستان له بې‌‌وزلو خلکو سره د مرستې لپاره یې باید ګټه ولګول شي.

د ۲۰۲۱ ز. کال په اګست کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د افغانستان بانک اووه میلیارډ ډالر شتمني په امریکا کې کنګل شوه، چې نیمایي ( درې نیم میلیارده ډالره ) یې د جوبایډن د پرېکړې له مخې آزاده او په سویس کې امانت صندوق ته ولیږدول شوه.

درې نیم ملیارډ پاتې شتمني په امریکا کې د سپتمبر د یوولسمې د بریدونو د قربانیانو د کورنیو د حقوقي دعوې پر بنسټ بېله شوې ده.

د افغانستان چارسمبالی حکومت هڅه کوي، چې دغه کنګل شوې شتمنۍ ژر تر ژره ازادې شي.

د جمهوریت پر مهال د افغانستان بانک، چې د هېواد د پولي ثبات مسوول و هم شتمني یې د پولي ملاتړ په توګه له هېواده بهر ساتله.

د تېر کال په سلواغه کې سپینې ماڼۍ ویلي وه، چې د افغانستان کنګل شوې پیسې به پخپل حال همداسې خوندي پاتې وي.

تازه خبرونه

د افغانستان او ازبکستان د کرنې په سکټور کې به همکاري پراخه شي

د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ وزارت چارسمبالي( سرپرست) عطاءالله عمري د ازبکستان د کرنې له وزیر ابراهیم عبدالرحمن اوف سره په تاشکند کې کتلي او د کرنې او مالدارۍ په برخو کې یې د همکاریو پر پراخېدو ټینګار کړی.

Published

on

(Last Updated On: )

ازبکستان د کرنې د سکټور په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره همکارۍ ته لېوالتیا څرګنده کړې او د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا یې خبرې کړې دي.

د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ وزارت چارسمبالي( سرپرست) عطاءالله عمري د ازبکستان د کرنې له وزیر ابراهیم عبدالرحمن اوف سره په تاشکند کې کتلي او د کرنې او مالدارۍ په برخو کې یې د همکاریو پر پراخېدو ټینګار کړی.

عطاءالله عمري د پانګونې فرصتونو ته په نغوته (اشاره) کې ډاډ ورکړی، چې افغان لوری به پانګوالو ته اسانتیاوې برابرې کړي.

د ازبکستان د کرنې وزیر د کرنیزو توکو د تبادلې، تخمونو برابرولو او تخنیکي همکاریو ژمنه وکړه.

د ازبکستان لوري دا هم ویل، چې هېواد یې چمتو دی د کرنې په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره همکاري وکړي.

د کرنې وزارت رهبرۍ د ازبکستان د کرنې وزارت ترڅنګ د اوبو او انرژۍ وزارت له چارواکو سره هم کتلي او هغوۍ ژمنه کړې، چې د افغانستان د اوبو په مدیریت کې به پانګونه او همکاري وکړي.

د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند غلام محمد کاظم وایي: ((د  واړو خواوو د غیر معیاري توکو د لېږد، نباتي کرنتین او حیواني روغتیا په برخو کې د همکارۍ پرېکړه کړې ده. د هېواد  د کرنې وزیر په کرنه، مالدارۍ او نورو برخو کې د پانګونې پراخ فرصتونه ازبکستاني لوري ته تشریح کړل او ډاډ یې ورکړ، چې افغانستان به پانګوالو ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړي)).

د اقتصادي چارو ځیني شنونکي هم وايي، چې له افغان لوري سره د کرنې او مالدارۍ په برخو کې د ازبکستان همکاري او پر ظرفیتونو ګډه پانګونه کولی شي د کرنې او مالدرۍ سکټور د پراختیا لپاره زمینه برابره کړي. ازبکستان ډېرو کرنیزو توکو ته اړتیا لري او افغانستان کولی شي د پنبې، وریجو، مېوو او سبو د تولید په برخه کې اغېزناک رول ولوبوي.

دغه راز ازبکستان چمتو دی، چې اصلاح‌ شوي کرنیز تخمونه افغانستان ته ورکړي، چې بزګران یې وکري او له حاصلاتو وروسته یاد هېواد چمتو دی، چې بېرته دغه تولیدات وپېري.

د اقتصادي چارو شنونکی قطب الدین یعقوبي وایي: (( له افغان لوري سره د کرنې او مالدارۍ په برخو کې د ازبکستان همکارۍ او د دې سکټور پر شته ظرفیتونو ګډه پانګونه کولی شي د کرنې او مالدرۍ ته د پراختیا زمینه برابره کړي)).

 د افغانستان د کرنې وزارت پر مشرۍ تللي پلاوي د لیدنو پر مهال ژمنه کړې، چې د نباتي کرنټین او د حیواني روغتیا په برخو کې به د بندرونو له لارې نږدې همکاري کوي، چې سریع الفساد محصولاتو ته لازمې اسانتیاوې برابرې شي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په تورخم کې راستنېدونکو ته منظم، چټک او معیاري خدمتونه وړاندې کېږي

د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر د خبرپاڼې له مخې؛ د دې ولایت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریيس بازمحمد عبدالرحمن زیاته کړې، چې په تورخم کې ټولو راستنېدونکو افغان کډوالو ته منظم، چټک او معیاري خدمتونه وړاندې کېږي.

Published

on

(Last Updated On: )

د ننګرهار په تورخم کې د عمري کمپ له لارې راستنېدونکي کډوال پخپل وخت ثبتېږي، خواړه ترلاسه کوي، نغدي مرستې ورکول کېږي او د ملي دفاع وزارت له لوري خپلو اصلي سیمو ته انتقالېږي.

د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر د خبرپاڼې له مخې؛ د دې ولایت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریيس بازمحمد عبدالرحمن زیاته کړې، چې په تورخم کې ټولو راستنېدونکو افغان کډوالو ته منظم، چټک او معیاري خدمتونه وړاندې کېږي.

نوموړي ویلي؛ د کډوالو د سم مدیریت، اسانتیاوو او همغږۍ لپاره نه ستړې کېدونکي ګامونه اخيستل کيږي او د ملي او نړیوالو بنسټونو همکاري هم پیاوړې شوې ده.

دغه راز د یادې سرچینې د څرګندونو له مخې؛ د ننګرهار  عامې روغتیا رییس  امین الله شریف په دې اړه د EPR  غونډې پرمهال ډاډ څرګند کړ، چې په تورخم کې به راستنېدونکو هېوادوالو ته روغتیايي خدمات نور هم پراخ شي.

ویل کیږي، چې راستنېدونکي کډوال هم له برابر شویو خدمتونو خوښ دي او د حکومت له اقداماتو مننه کوي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د افغان کډوالو پر وړاندې دې د پاکستانيو پولیسو ناوړه چلند ودرول شي

د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ امیرخان متقي په خپلو خبرو کې د افغان مهاجرینو پر جبري ایستنې او د ځینو ارګانونو له لوري له مهاجرینو سره په نامناسب چلند خپله خواشیني څرګنده کړه او روان ناسم چلند یې پاروونکې او د دواړو هېوادونو د اړیکو پر زیان وباله او د دې وضعیت د بدلولو غوښتنه یې وکړه.

Published

on

(Last Updated On: )

له پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري ایستلو د بهیر له ګړندۍ کېدو وروسته د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي(سرپرست) امیر خان متقي په کابل کې د پاکستان د سفارت له شارژدافیر سره په دې اړه خبرې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ امیرخان متقي په خپلو خبرو کې د افغان مهاجرینو پر جبري ایستنې او د ځینو ارګانونو له لوري له مهاجرینو سره په نامناسب چلند خپله خواشیني څرګنده کړه او روان ناسم چلند یې پاروونکې او د دواړو هېوادونو د اړیکو پر زیان وباله او د دې وضعیت د بدلولو غوښتنه یې وکړه.

د بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ په کابل کې د پاکستان سفارت چارسمبالي عبیدالرحمن نظاماني د  بهرنیو چارو وزارت له چارسمبالي امیرخان متقي سره د لیدنې پرمهال د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر سیاسي او اقتصادي مسائلو هر اړخيزې خبرې کړې دي.

د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي: د پاکستان سفارت چارسمبالي ویلي، چې د اسلامي امارت تشویش درک کوي او یاده موضوع به له اړوند ارګانونو سره شریکه کړي.

د اړوند څرګندونو له مخې؛ هره ورځ سلګونه کورنۍ له پاکستان څخه جبري ایستل کیږي او افغانستان ته ننوځي، چې تر اوسه پورې په تېرو لس ورځو کې نږدې ۵۰ زره کورنۍ بېرته هېواد ته راستنې شوې دي.

اسلام‌آباد ويلي، چې د امنیتي پېښو د کمولو لپاره د افغان کډوالو د شړلو هوډ لري؛ خو کابل وايي، چې افغانان د پاکستان په ناامنۍ کې ښکېل ندي.

ویل کیږي، چې د دواړو لوریو لخوا د متقابلو اغېزمنو اقداماتو پر کولو او د لوړ پوړیو پلاوو پر تګ راتګ ټینګار وکړ.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!