Connect with us

سیمه ییز خبرونه

د هند په تونل کې ۴۱ بند پاتې کسانو ته نږدې يوو – هندي ژغورونکي

خپور شوی

د

(Last Updated On: )

هندي چارواکو د سې شنبې پر ورځ ویلي؛ د ژغورونکيو ډله له هغو ۴۱ کسانو یوازې شپږ یا اووه متره واټن لري، چې له دوه اوونیو ډېر د همالیا د لویې لارې په تونل کې بند پاتې دي.

دا د هند له ټولو بې‌وزله ایالتونو څخه د ټیټ معاش لرونکي کارګران دي، چې د نومبر پر ۱۲ د تونل له ړنګیدو راپدیخوا د اوتراکند ایالت په څلورنیم کیلومتره تونل کې بند پاتې دي.

چارواکو ویلي؛ د موږکانو پر نوم نومول شوي کان کیندونکي، چې د دوشنبې پر ورځ د ماشینونو له ناکامۍ وروسته د ډبرو او جغلو له لارې د لاس په واسطه د کیندلو لپاره راوړل شوي وه؛ په یوه شپه کې یې ښه پرمخ ولاړل.

رویترز راپور ورکړی، د ژغورنې مشر دیپک پاتل ویلي، هغو ته د رسېدو لپاره شاوخو ۶ یا ۷ متره پاتې دي او د سې شنبې پر ورځ به ټول وژغورل شي.

دوی ته د پایپ له لارې خواړه، اوبه، رڼا، اکسیجن او درمل رسیږي.

سیمه ییز خبرونه

د ایران د پخواني ولسمشر رییسي د چورلکې د غورځېدو وروستۍ پایلې اعلان شوې

د ایران د دولتي ټلویزیون د څرګندونو له مخې: وروستی راپور پای ته رسیدلی؛ چورلکه د خرابې هوا او اقلیمي شرایطو له کبله راغورځېدلې ده.

Published

on

(Last Updated On: )

رویټرز د یکشنبې پر ورځ د ایران د دولتي ټلویزیون د څرکندونو له مخې ویلي؛ د دې هېواد د پخواني ولسمشر رییسي د چورلکې غورځیدل د خرابې هوا له کبله رامنځته شوي، چې په کې رییسي او ورسره مل پلاوی مړه شوي دي.

د ایران د دولتي ټلویزیون د څرګندونو له مخې: وروستی راپور پای ته رسیدلی؛ چورلکه د خرابې هوا او اقلیمي شرایطو له کبله راغورځېدلې ده.

د ایران د پوځ د پېښې د څېړلو عالي کمیټې په خپور شوي راپور کې راغلي، چې د رییسي او د هغه د ملګرو د سپرلۍ چورلکه د سخت غبار او خرابې هوا له کبله له غره سره لګېدلې ده.

د پېښې د څېړنو بورډ په پېښه کې د هر ډول ناوړه لوبې یا برید خبره رد کړې ده.

د ایران د پوځ په یوه لومړني راپور کې، چې هغه مهال خپور شوی و هم په پېښه کې د ناوړه لوبې یا برید له شواهدو څه ویل شوي نه‌ول.

د ایران سخت دریځی ولسمشر ابراهیم رییسي، چې د مذهبي مشر ایت الله علي خامنه‌يي د احتمالي ځای‌ناستي په توګه هم ورته کتل کیدل؛ د روان کال په می کې هغه مهال مړ شو، چې چورلکه یې د آذربایجان پولې ته نږدې په یوه غرنۍ سیمه کې راوغورځېده.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

په لویدیځه غاړه کې د ډزو له کبله درې اسرائیلیان ووژل شول

رویټرز راپور ورکړی، چې پوځ د ایدنا ترقومیه په اړوند سیمه کې برید تائید کړی او وایي، چې امنیتي ځواکونه د بریدګرو په لټه کې دي.

Published

on

(Last Updated On: )

اسرائیلي چارواکو ویلي، درې اسرائیلیان د یکشنبې پر ورځ هغه مهال ووژل شول، چې د دوی پرموټر د اشغال شوې لوېدیځې غاړې هیبرون ښار ته نږدې ډزې وشوې.

رویټرز راپور ورکړی، چې پوځ د ایدنا ترقومیه په اړوند سیمه کې برید تائید کړی او وایي، چې امنیتي ځواکونه د بریدګرو په لټه کې دي.

په سلګونو اسرائیلي سرتېرو د تېرې چهارشنبه راپدېخوا په لویدیځه غاړه کې له څو میاشتو راپدېخوا ترټولو لوی عملیات ترسره کړل، چې د اسرائیلو د څرګندونو له مخې؛ هدف یې د اسلامپالو وسله‌والو له منځه وړل دي.

دې عملیاتو د اوربند لپاره نړیوال راپارولي دي.

لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي؛ درې پولیس په موټر کې سپاره ول، چې د یکشنبې پر ورځ ووژل شول.

نتانیاهو د غزې په تړانګه کې د یکشنبې پر ورځ د شپږ اسرائیلي برمته شویو مړي، چې له یوه تونل څخه موندل شوي له نغوتې سره وویل: مونږ د یوه ظالم دښمن پر وړاندې په ټولو جبهو کې جنګیږو، چې غواړي مونږ ټول ووژني.

د مالیې وزیر بزالل سموتریچ، چې د اسرائیلو د امنیتي کابینې سخت دریځه غړی دی؛ په لویدیځه غاړه کې د فلسطیني وسله‌والو پر ضد د نورو ډېرو اقداماتو غوښتنه وکړه.

هغه پر ​​اسرائیلو د اوکټوبر اوومې وژونکي برید ته په نغوته کې ویلي: مونږ باید اوس هغه څه وکړو، چې په هغه بده شپه مو تر سره نکړل؛ غواړو یو برید وکړو او ترهګرۍ له ځپونکې برید سره مخ کړو.

هغه د یکشنبې د برید له له سیمې په خبرو کې ویلي: مونږ په ټولو جبهو کې د تروریزم له منځه وړلو ته ژمن یوو.

د اسرائیلو د امبولانس خدماتو ویلي وه، چې دوه کسان وژل شوي او درېیم یې سخت ټپي دی.

حماس، چې په غزه کې له اسرائیلو سره په جګړه اخته دی، په لویدیځه غاړه کې یې د برید ستاینه کړې؛ خو ادعا یې نده کړې او وایي، چې دا د غزې په تړانګه کې د قتل عام او نسلي وژنې طبیعي غبرګون دی.

په خبرپاڼه کې راغلي دي: مونږ پر ټولو هغو کسانو غږ کوو، چې وسلې لري؛ خپلې مرمۍ د نیواکګرو پر سینه ولګوي، چې د غزې په تړانګه کې یې عامه تر سره کوي.

اسرائیل د غزې په جګړه کې نسلي‌وژنه ردوي.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

په پاکستان کې د دوه مسافر وړونکیو بسونو د چپه کېدو له کبله ۳۴ کسان مړه شول

د پاکستان کورنیو چارو وزارت د قربانیانو شمېر ۲۹ کسان بولي.

Published

on

(Last Updated On: )

پاکستانيو چارواکو د یکشنبې پر ورځ ( د وږي څلورمه ) اعلان وکړ، چې د پاکستان په شمال ختیځ او سویل لویدیځ کې د دوه مسافر وړونکیو بسونو په ټکرونو کې لږ تر لږه ۳۴ کسان مړه شوي او لسګونه نور ټپیان دي.

له دغو بسونو څخه یو یې له ایران څخه پنجاب ته زیارت‌کوونکي لېږدول، چې له ټکر وروسته کندې ته وغورځېد.

پاکستانۍ ورځپاڼې ډان د امنیتي سرچینو د څرګندونو له مخې خبر ورکړی، چې په یوه مسافر وړونکي بس کې شاوخوا ۷۰ زیارت‌کوونکي سپاره ول، چې ډېري یې د لاهور او ګوجرانواله اوسېدونکي وه.

د پاکستان پولیسو اعلان کړی، چې په دې پېښه کې اووه ټپي کسان روغتون ته وړل شوي او د لږ تر لږه ۱۱ کسانو مړي هم موندل شوي دي.

د پاکستان کورنیو چارو وزارت د قربانیانو شمېر ۲۹ کسان بولي.

د پاکستان کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د دواړو پېښو د قربانیانو له کورنیو سره خپله خواخوږي څرګنده کړې ده.

د چارشنبې پر ورځ هم په ایران کې د پاکستانيو زیارت‌کوونکیو یو مسافر وړونکي بس چپه شوی و، چې له کبله یې ۲۸ کسان مړه شوي او ۲۳ نور ټپیان ول.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!