Connect with us

تازه خبرونه

پاکستان دې د ژمي پر مهال د افغانانو د ایستلو لړۍ ودروي – ملګري ملتونه

خپور شوی

د

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د چارشنبې پر ورځ له پاکستان څخه وغوښتل، چې د ژمي په سخت موسم کې دې د بې اسنادو افغان کډوالو ایستل ودروي؛ ځکه، چې پولیس د کورونو لټول او د هغو افغانانو شړل روان ساتلي، چې له سیمو وتلي نه‌دي.

د اسلام‌آباد د تېرې میاشتې د اعلان له مخې؛ پاکستان له یو میلیون ډېر بې اسناده کډوال، چې ډېري یې افغانان دي وباسي. دا کار پر افغانستان د هغو تورونو پر بنسټ کوي، چې د پاکستان ضد وسله‌والو ته یې پناه ورکړې ده.

د رویترز خبري آژانس څرګنده کړې، چې د اوکتوبر له لومړۍ نېټې راپدیخوا له ۳۷۰ زره ډېر افغانان له پاکستان څخه وتلي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې سیمه ییز ویاند بابر بلوچ رویترز تلویزیون ته په یوه مرکه کې ویلي: یو ان اچ سي آر د پاکستان له حکومت غوښتي، چې د ژمي په دې سخت موسم کې دې د کډوالو روانه ډله‌ییزه ستنېدا ودروي؛ ځکه، چې په افغانستان کې ساړه واقعاً وژونکې دي او د انسانانو ژوند اخیستلی شي.

هغه دا هم ويلي: مونږ د هغو ناکراره ښځو، ماشومانو او نرينه‌وو په اړه خبرې کوو، چې د حرکت په حال کې دي او ډله ډله له پاکستان څخه وځي.

دې ادارې زیاته کړې؛ د افغانانو ستنېدا باید په خپله خوښه وي او پاکستان باید هغه زیانمنونکي کسان وپېژني، چې نړیوال ملاتړ ته اړتیا لري.

په پاکستان کې له ۴ میلیون ډېر افغان کډوال او پناغوښتونکي میشت دي، چې شاوخوا یو اعشاریه اووه  میلیون یې بې اسناده دي.

په راپور کې راغلي، چې په ۲۰۲۱ ز. کال کې د افغانستان اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته ډېر کسان راغلي او د ۱۹۷۹ ز.کال پر افغانستان د شوروي له یرغله هم ګڼ شمېر حضور لري.

د پاکستان پولیس د هغو کډوالو په استوګنځایونو کې کور پر کور لټون کوي، چې په خپله خوښه وتلي نه‌دي. دوی خپلې هڅې د کراچۍ له بندري ښاره پیل کړي، چې سلګونه زره افغانانو په کې ژوند کوي. که  څوک ترې پاتې وي جبري وایستل شي.

رویټرز راپور ورکړی چې په زرګونه افغانان په پاکستان کې د شړلو د مخنیوي لپاره پټ شوي او ځان د طالبانو ( اسلامي امارت ) تر واکمنۍ خوندي نه بولي.

اسلام‌آباد تر دې دمه د نړیوالو ټولنو او کډوالو ادارو غوښتنې منلې نه‌دي منلي او نه یې د ایستلو پر پلان له سره غور کړی دی.

د پاکستان سترې محکمې د چارشنبې پر ورځ د بشري حقونو د فعالانو هغه غوښتنلیک منلی، چې په کې له پاکستان څخه د ایستلو د درولو غوښتنه شوې ده.

تازه خبرونه

د خوړو نړیوال پروګرام له څه باندې ۲۵۰ زره افغانانو سره مرسته کړې

دغه پروګرام د پنجشنبې پر ورځ ویلي، په دې مرستو کې د اوړو، غنمو، سابو، غوړيو، دال، نخود او مالګې په ګډون دوه زره ټنه خوراکي توکي وه.

Published

on

د خوړو نړیوال پروګرام په یوه راپور کې څرګنده کړې، چې د چین پر مرسته یې په تېرو میاشتو کې د افغانستان له څه باندې ۲۵۰ زره کسانو سره مرسته کړې ده.

دغه مرسته په داسې حال کې شوې، چې د خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان کې د بودجې د کمښت له خطر سره مخ و.

دغه پروګرام د پنجشنبې پر ورځ ویلي، په دې مرستو کې د اوړو، غنمو، سابو، غوړيو، دال، نخود او مالګې په ګډون دوه زره ټنه خوراکي توکي وه.

د راپور له مخې؛ دا مرستې په ټول افغانستان کې پر څه باندې ۳۵ زره کورنیو وېشل شوې دي.

دې پروګرام ویلي؛ د چین لخوا له هغو افغانانو سره د خوراکي توکو مرسته په داسې حال کې شوې، چې دا پروګرام د بودجې له کمښت سره مخ دی.

په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام مشر ویلي: افغانستان په نړۍ کې د لوږې یو مرکز دی او په ټول هېواد کې د درې پر څلورمې برخې ډېر خلک داسې ځواکمن خواړه نلري، چې د خوارځواکۍ مخه ونیسي.

په افغانستان کې د چین سفارت د اقتصادي او سوداګریزو چارو سلاکار ویلي، چې اوسمهال ډېر افغانان له «نا امیدۍ او لوږې» سره مخ دي.

دې پروګرام ټینګار کړی، چې په افغانستان کې ډېري کورنۍ د ژمي په میاشتو کې د خوراکي توکو دوامداره بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

ملګري ملتونه وايي؛ تېر کال د بودجې د کمښت له کبله ونه‌ توانېدل، چې له ۱۰ میلیون افغانانو سره د خوراکي توکو مرستې وکړي او سږ کال ۱۱ میلیون افغانانو له دې پروګرام څخه خوراکي مرستې ترلاسه کړې ندي.

Continue Reading

تازه خبرونه

قطر او بریټانیا د افغانستان پر وضعیت خبرې وکړې

په خبرپاڼه کې راغلي، چې دواړو لوریو په افغانستان کې د بشري وضعیت په ځانګړي توګه په دې هېواد کې د روغتیايي خدمتونو او پوهنې په اړه بحث او خبرې وکړې.

Published

on

د قطر بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د سې شنبې پر ورځ ( د تلې څلیریشتمه ) د قطر او بریټانیا استازو په لندن کې د بشري حقونو د سرمشریزې په څنډه کې د افغانستان په اړه خبرې کړې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې دواړو لوریو په افغانستان کې د بشري وضعیت په ځانګړي توګه په دې هېواد کې د روغتیايي خدمتونو او پوهنې په اړه بحث او خبرې وکړې.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت د دې غونډې په اړه نور جزئیات خپاره کړي ندي.

دغه راز په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین په دې هېواد کې د ترکیې له سفیر سره د افغانستان او ترکیې پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړې دي.

سهیل شاهین په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې په دې کتنه کې د افغانستان پر تعلیمي، روغتیايي، کرنې او د پانګونې پر فرصتونو هم خبرې وشوې.

اوسمهال اسلامي امارت د نړۍ کوم هېواد پر رسمیت ندی پېژندلی او ور سره رسمي اړیکې نلريله هیڅ هېواد سره رسمي اړیکي نه لري؛ خو له یو شمېر هېوادونو سره یې غیر رسمي اړیکي په ځانګړي ډول له ګاونډیانو سره پوره تودې ښکاري او اوسمهال په نورو هېوادونو کې د اسلامي امارت ۴۰ سیاسي استازولۍ فعالې دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د ایران سرحدي ځواکونو قومندان د افغانانو ډله‌ییزې وژنه رد کړه

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د افغانستان اسلامي امارت بېلابېلو حکومتي ادارو او ډیپلوماټیکو استازولیو په دې اړه هراړخیزه څېړنه پیل کړې ده.

Published

on

د ایران سرحدي ځواکونو قومندان برید جنرال رضا شجاعي د چارشنبې پر ورځ ناوخته هغه ادعاوې رد کړې، چې ګواکې ایراني ځواکونو په سیستان بلوچستان ولایت کې پر شاوخوا ۳۰۰ کسیزې ډلې افغان مهاجرو ډزې کړي او مرګ و ژوبله یې وراړولې ده.

د چارشنبې پر ورځ سهار وختي داسې راپورونه خپاره شول، چې د ایران او پاکستان پولې ته څېرمه ایراني ځواکونو ۲۶۰ افغان کډوال پر ډزو وژلي دي.

د ایران د بشري حقونو بنسټ حال‌وش د دوه تورنو ژوندي پاتې کسانو د څرګندونو له مخې له یادې ادعا پرده پورته کړه.

د حال‌وش دې څرګندونې په ټولنیزو رسنیو کې غصه او بېلابېل غبرګونونه راپارول؛ خو ایراني چارواکو دا ادعاوې رد کړې دي.

د سیستان او بلوچستان ولایت د سرحدي ځواکونو قومندان رضا شجاعي وايي؛ په دې ادعاوو کې هیڅ حقیقت نشته او څرګندوي، چې ایران تل د افغان کډوالو هرکلی کړی او بشري حقونو ته یې درناوی خپل حق بولي.

هغه ویلي، چې دا ادعاوې د ایران او افغانستان ترمنځ د نفاق اچولو هڅه ده.

د افغانستان لپاره د واشنګټن پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم د دې ادعاوو په اړه خپل ځانګړی غبرګون ښودلی او د پنجشنبې پر سهار یې د ایکس په یوه پوسټ کې څرګنده کړې: که د ایران لخوا د افغان کډوالو د وژلو راپور رښتیا شي؛ نو دا وحشت به ایران ته ناوړه پایلې ولري.

هغه زیاته کړې: د مګړې ایران دا پېښه ردوي.

اسلامي امارت د چارشنبې پر ورځ ناوخته تائید کړه، چې د دغو تورونو په اړه یې پلټنې پیل کړي دي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د افغانستان اسلامي امارت بېلابېلو حکومتي ادارو او ډیپلوماټیکو استازولیو په دې اړه هراړخیزه څېړنه پیل کړې ده.

دا، چې پېښه د افغانستان له پولو هاخوا په ایران کې رامنځته شوې او په اړه یې معلومات هم نا تائید شوي دي؛ نو اسلامي امارت ویلي؛ د حقایقو له بشپړ وضاحت وروسته به بیا وروستۍ پرېکړه وشي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2024 Ariana News. All rights reserved!