Connect with us

تازه خبرونه

پاکستان دې د افغانانو د ایستلو لړۍ ودروي – د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر

خپور شوی

د

د نومبر د لومړۍ نېټې له نږدې کېدو سره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمیشنرۍ دفتر د جمعې پر ورځ د پاکستان له حکومته غوښتي، چې د بشري حقونو له ناورین څخه د مخنیوي لپاره دې د افغانانو پر زوره ایستل او شړل وځنډوي.

د دې بنسټ ویاندې راوینا شمداساني په یوه اعلامیه کې څرګنده کړې: مونږ له دوی غواړو، چې اړو خلکو ته دې خوندیتوب روان وساتي، چې باعزته او داوطلبانه ستانه شي او له نړیوال قانون سره په بشپړ ډول مطابقت ولري.

هغې زیاته کړې: مونږ باور لرو ډېري هغه کسان، چې له ایستلو او شړلو سره مخ دي که بېرته افغانستان ته ستانه شي د بشري حقونو د سرغړونو له جدي خطر( خپلسري نیولو، ځورولو، ظالمانه او نورو نا انساني چلند) سره مخ کیږي.

هغې ویلي؛ مونږ د پاکستان دې اعلان ډېر اندېښمن کړي یوو، چې دوی غواړي د نومبر له لومړۍ نېټې وروسته بې اسناده بهرني اتباع وباسي؛ نو پر دې پرېکړې به له یو اعشاریه څلور میلیون ډېر بې اسناده افغانان اغېزمن کړي، چې په پاکستان کې پاتې دي.

په پاکستان کې له دوه میلیون دېر بې اسناده افغانان ژوند کوي، چې لږ تر لږه ۶۰۰۰۰۰ یې د ۲۰۲۱ ز. کال په اګست میاشت کې د افغانستان اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته له افغانستان څخه وتلي دي.

هغه کسان، چې له خطر سره مخ دي؛ مدني فعالان، خبریالان یا د بشري حقونو مدافعین، پخواني حکومتي چارواکي او د امنیتي ځواکونو غړي او البته په ټوله کې ښځې او نجونې دي، چې په افغانستان کې له ګواښ سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې او د مهاجرت نړیوالې ټولنې د اکتوبر د درېیمې نېټې له اعلان راپدیخوا افغانستان ته د راستنیدونکیو په شمېر کې د پام وړ زیاتوالی ثبت کړی دی. د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ او مهاجرت نړیوالې ټولنې وروستی راپور ښيي، چې د اکتوبر تر ۱۵ مې نېټې پورې له پاکستان څخه د ستانه شویو افغانانو شمېر ۵۹۷۸۰ کسانو ته رسېږي، چې ۷۸ سلنه راستنیدونکیو له پاکستان څخه د وتلو لامل د نیول کیدو وېره یاده کړې ده.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ د دفتر د معلوماتو له مخې؛ اوس‌مهال په افغانستان کې شاوخوا ۳۰ میلیون خلک مرستو ته اړتیا لري او ۳.۳ میلیون نور په کور دننه بې ځایه شوي دي.

تازه خبرونه

امریکا اوس له نورو هېوادونو سره پر مشترکاتو کارکول غواړي- عبدالحی قانت  

عبدالحی قانت د دوشنبې پر ورځ( د مرغومي لومړۍ ) په ایکس پاڼه کې ولیکل، چې د ټرمپ اداره نور نه غواړي امریکا د تېر په څېر پر نورو هېوادونو د خپلې خوښې نظامونه وتپي او لومړیتوبونه ورته وټاکي.

Published

on

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د سټراټیژیکو څېړنو مرکز رییس عبدالحی قانت ويلي، چې د امریکا د ملي امنیت د نوې اعلان شوې سټراټیژۍ له مخې؛ امریکا د تېر پر پرتله د نورو هېوادونو په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه غواړي او اوس به امریکا له نورو هېوادونو سره پر ګډو مشترکاتو کار کوي.

عبدالحی قانت د دوشنبې پر ورځ( د مرغومي لومړۍ ) په ایکس پاڼه کې ولیکل، چې د ټرمپ اداره نور نه غواړي امریکا د تېر په څېر پر نورو هېوادونو د خپلې خوښې نظامونه وتپي او لومړیتوبونه ورته وټاکي.

قانت زیاته کړې: د تروریزم پدیده، چې تېر ۲۵ کاله امریکا ته مستقیم خطر و؛ نور د دوی په سټراټیژۍ کې مهم ځای نلري.

د نوموړي د څرګندونو له مخې: اوس امریکا له نورو ننګونو سره مخ ده، چې غواړي له هغو سره ښه تعامل ولري؛ ځکه، چې د ټرمپ اداره نور د تېر په څېر نه غواړي پر نورو هېوادونو نظامونه وتپي.

قانت وایي: د امریکا قوي سیاسي جوړښت، اقتصاد، نړیوال مالي سیسټم، ټکنالوژي، پوځي ځواک، د سیاسي اتحادونو نېټ ورک، جغرافیه، نرم قدرت او د امریکايانو د وطن پالنۍ احساس هغه اړینې برخې دي، چې د امریکا نوې سټراټیژي پرې ټینګار کوي.

نوموړي زیاته کړې؛ امریکا په نړۍ کې د سټراټیژیک اهمیت پېنځه سیمې یادې کړي، چې دوی به په کې د خپلو دښمنانو د نفوذ مخنیوی کوي.

د عبدالحی قانت د څرګندونو له مخې؛ امریکا ته لودیځه نیمه وچه ډېره اړینه ده او هغه سیمه رانغاړي، چې د امریکا شاوخوا هېوادونو په کې میشت دي.

قانت وایي: امریکا غوړاي، چې د چین او روسیې په ګډون نورهېوادونه د لویدیځې وچې په نظامي، اقتصادي او سیاسي برخو کې سټراټیژیکې همکارۍ ونلري؛ امریکا دا سیمه په تاریخي لحاظ د خپل نفوذ طبیعي ساحه بولي او هیڅکله لوی هېوادونه دې سیمې ته نږدې نه‌پرېږدي.

د یادې سټراټیژۍ له مخې؛ امریکا په دې سیمه کې خپل متحدین ساتي او هڅه به کوي، چې له نورو هېوادونو سره هم کار وکړي.

قانت زیاته کړې؛ امریکا په آسیایي هېوادونو کې غواړي اقتصادي فرصتونه د ځان پر ګټه وکاروي او د خپلو متحدینو په واسطه د چین د نور ډېر پرمختګ مخه ونیسي؛ خو نه غواړي، چې له چین سره په مستقیم ټکر کې ښکېل شي.

دغه راز قانت لیکلي: د ټرمپ اداره د اروپا پر سیاستونو نیوکې کوي‌ او غواړي، چې دوی بدلون ته وهڅوي. امریکا به د داسې اروپا ملاتړ روان وساتي، چې دوی د روسیې په اړه خپل موقف په اوکراین کې له جګړې څخه د ثبات او سولې په طرف بدل او خپلې ګټې په آسیا کې خوندي کړي.‌

همدارنګه قانت په منځني ختیځ کې د امریکا سټراټیژۍ ته هم نغوته کړې او څرګندوي: د منځني ختیځ ډېری حکومتونه د امریکا نږدې ملګري دي او د ملګرتیا ساتنه ورته د ایران پر وړاندې اړینه ده. کوښښ کوي، چې د اسلامي نړۍ نور هېوادونه هم د ابراهم له تړون سره یو ځای کړي او اسرائیل له ټولو سره طبیعي اړیکو ته وهڅوي. د فلسطین اوربند به روان ساتي، چې حماس بیا د اسرائیلو امینت وننګوي. سوریه بالقوه ننګونه بولي؛ خو د سیمې د هیوادونو پر ملاتړ به په سیمه کې ثبات خوندي کوي.

قانت دا هم لیکلي، چې امریکا په تاریخي لحاظ په افریقا کې د رژیمونو په بدلولو او لبرال آیډیالوژۍ پر خپرولو تمرکز کړی؛ خو د ټرمپ اداره په دې باور ده، چې له دې وروسته به هڅه کېږي، چې په دې سیمه کې روانو ټکرونو(کانګو – وراندا او سودان) ته د حل لاره پیدا او د بالقوه ټکرونو (ایټوپیا، سومالیا او ایرټریا) مخنیوی وکړي. امریکایان په دې باور دي، چې د تروریزم پدیده اوس د افریقا سیمې ته لېږدول شوې؛ خو د راپورته کېدلو مخه به یې ونیول شي.

ویل کیږي، چې د امریکا د ملي امنیت په سټراټیژۍ کې د افغانستان په اړه هېڅ ذکر نشته.

Continue Reading

تازه خبرونه

د ټول عمر لپاره د عاصم منیر بښل د اسلام خلاف عمل دی

دغه ديني عالم د دوشنبې پر ورځ د یوې غونډې پر مهال ټینګار کړی، چې په اسلام کې هیڅوک له قانونه پورته ندي او واکمن او لوړپوړي چارواکي هم د خپلو کړنو په اړه پر حساب ورکولو مکلف دي.

Published

on

د پاکستان نومیالي ديني عالم مفتي تقي عثماني د پاکستاني پوځ د مشرتابه په اړه پر وروستیو پرېکړو د نیوکې پر مهال ویلي، چې د پاکستان د پوځ ستردرستیز جنرال عاصم منیر ته د ټول عمر لپاره معافیت ورکول او محکمې ته د هغه نه حاضرول؛ د اسلام له اصولو او لارښوونو سره په ټکر کې دي.

دغه ديني عالم د دوشنبې پر ورځ د یوې غونډې پر مهال ټینګار کړی، چې په اسلام کې هیڅوک له قانونه پورته ندي او واکمن او لوړپوړي چارواکي هم د خپلو کړنو په اړه پر حساب ورکولو مکلف دي.

د مفتي تقي عثماني د څرګندونو له مخې؛ عدالت او حساب‌وړاندې کول د اسلامي نظام بنسټیز ارکان او ارزښتونه دي او زورواکو ته دايمي مصونیت ورکول د شریعت له روح سره سمون نلري.

مفتي تقي عثماني زیاته کړې؛ په قانون کې د خلکو او چارواکو ترمنځ توپیر رامنځته کول د ولسي باور د کمزورۍ او په ټولنه کې د بې‌عدالتۍ د پراخېدا لامل ګرځي.

هغه له اړوند ادارو وغوښتل، چې په سیاسي او پوځي پرېکړو کې اسلامي ارزښتونه، لارښوونې او د عدالت اصول په پام کې ونیسي.

د دې ديني عالم دا څرګندونې په داسې وخت کې راپورته شوي، چې په پاکستان کې د پوځ د رول او د پوځي مشرانو د صلاحیتونو د حدودو په اړه بحثونه له بېلابېلو غبرګونونو او نظرونو سره مخ شوي دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

پر کابل برید د هیڅ پلمې له مخې د منلو وړ ندی

په غونډه کې مولانا فضل الرحمن د پاکستان پر پوځي پالیسیو نیوکه کړې او څرګندوي؛ د دښمنانو د پر نښه کولو پر پلمه پر افغانستان برید د منلو وړ ندي.

Published

on

د جمعیت علمای اسلام ګوند د مشر مولانا فضل الرحمن پر مشرۍ د “پاکستاني امت یووالي” تر سرلیک لاندې د پاکستاني عالمانو د غونډې ګډونوالو د کابل او اسلامآباد له حکومتونو غوښتي، چې رامنځته شوي اختلافات د خبرو له لارې حل کړي.

په غونډه کې مولانا فضل الرحمن د پاکستان پر پوځي پالیسیو نیوکه کړې او څرګندوي؛ د دښمنانو د پر نښه کولو پر پلمه پر افغانستان برید د منلو وړ ندي.

هغه پاکستاني پوځ ته په خطاب کې ویلي: “که تاسې پر کابل برید پدې پلمه کوئ، چې ګواکې ستاسې دښمن هلته حضور لري؛ نو بیا ولې کله، چې هند په پاکستان کې خپل دښمنان پر نښه کوي ورسره مو غبرګون توپیر مومي؟”

هغه دا ټینګار هم کړی، چې د کړکېچ دوام د دواړو خواوو پر ګټه ندی او له اوسنیو بحرانونو څخه د وتلو یوازنۍ لار په اختلافاتو کې د ښکېلو لوریو خبرې، همغږي او متقابل درناوی دی.

دا غونډه په داسې وخت کې ترسره شوې، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې په وروستیو میاشتو کې له یو اړخیزو ننګونو، هوایي او ځمکنیو بریدونو او کړکېچونو سره مخ، لارې بندې او سوداګري پر ټپه درېدلې ده.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!