Connect with us

تازه خبرونه

په افغانستان کې دې ځورونې بندې او د بندیانو حقونه ژر تر ژره خوندي شي – یوناما

خپور شوی

د

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي یا یوناما په خپل یوه تازه راپور کې، چې نن د وږي ۲۹ / د سپتمبر ۲۰ خپور شوی؛ د بشري حقونو د سرغړونو څه باندې ۱۶ سوه قضیې ثبت کړي، چې د افغانستان د واکمنو چارواکو لخوا د افرادو د نیولو او د بند پرمهال ترسره شوې دي.

د یوناما د بشري حقونو څانګې دغه راپور د ۲۰۲۲ ز. کال د جنورۍ له لومړۍ څخه د ۲۰۲۳ کال د جولای تر ۳۱ نېټې پورې د افغانستان له ۳۴ ولایتونو څخه په ۲۹ هغو کې له بشري حقونو څخه د سرغړونو قضیې ثبت کړې دي.

دغه راز څرګنده شوې، چې نږدې پنځوس سلنه تاوتریخوالی یوازې د ځورونې او نورو ظالمانه، ناانساني یا سپکاوي وړ چلند یا سزا اړوند کړنې دي.

دغه پېښې په ټولیزه توګه؛ د کورنیو چارو وزارت او د دوی د استخباراتو دعمومي ریاست تر واک لاندې ساتن‌ځایونو کې د نیولو او د بند په بهیر کې په پراخه کچه ترسره شوې دي.

دغه راز تر واک لاندې زندانونو کې هم ورته پېښې مستندې شوې دي. د اعترافاتو یا نورو معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره ساتل شوي کسان د فزیکي وهلو، برښنا ورکولو، ساه بندولو، فشار او په جبري ډول د اوبو د څښلو، سترګو تړلو او ګواښلو له سخت درد او کړاو سره مخ شوي دي.

همدارنګه څرګنده شوې، چې وکیلانو ته د لاسرسي د نه‌شتوالي په ګډون د قانوني بهیر نه‌شتون هم یوه معمولي چاره ده .

د یوناما د دغه راپور له مخې؛ دغه سرغړونې د زندانیانو د بشري حقونو د ښې ساتنې او د امنیتي منسوبینو د چلند د تنظیم لپاره د حکومتي لارښودونو او سپارښتنو سره – سره رامنځته شوې دي.

راپور موندلي، چې د ۲۰۲۲ ز. کال په جنورۍ کې د واکمنو چارواکو د مشر لخوا د چلند د خپاره شوي کود په ګډون د یو لړ ورته نورو لارښودونو سره – سره، په عملیاتي کچه دغه لارښوونې څارل شوې نه‌دي .

دې راپور په یوشمېر برخو کې د څېړنو د ترسره کولو د وړتیا په ګډون د چارواکو د امنیتي برخې او زندانونو د چارواکو د مسلکیتوب بېړنۍ اړتیا ته هم نغوته کړې ده.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمیشنر ولکر تورک ویلي: د وهلوـ ټکولو، برښنا ورکولو، د اوبو اړوند ځورونې او د ا فرادو او د هغوی د کورنیو پر وړاندې د ګواښونو ترڅنګ د ډېرو نورو ظالمانه او سپک چلند شخصي راپورونه ځوروونکي او په هر ډول حالت کې منع شوي دي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ دغه راپور ښیي، چې ځورونې د اغېزمنو څېړنو پرځای د یوې وسیلې په توګه کارول شوې دي.

هغه ویلي: زه له ټولو اړوند چارواکو غواړم، چې د دې ناوړه چلند د مخنیوي لپاره کوټلي او ډاډمن ګامونه پورته او له عاملینو سره یې حساب وکړي. د ځورونې د ترویج مسله او په بند کې د خوندیتوب له کړنلارو څخه د سیستماتیکو سرغړونو، لکه وکیلانو ته د لاسرسي د نشتوالي مسلې باید د واکمنو چارواکو لخوا هر اړخیز حل شي.

د راپور د څرګندونو له مخې؛ اوسني واکمن چارواکي باید په دې اړه ګامونه پورته کړي؛ د پیاوړو حقوقي مرستو چوکاټ رامنځته او د جرمي قضیو د عدالت په بهیر کې داسې خنډونو ته لاسرسی ومومي، چې له اغېزمن قضایي څار پرته د خپل‌سرو نیونو د لوړې کچې له کبله رامنځته شوې دي. خپل‌سرې نیونې او د نیول شویو کسانو د څېړنو د بشپړېدو پر تمه د وخت اوږیدو، له بندي شويو کسانو سره د ناوړه استفادې خطررامنځته کړی دي .

په راپور کې راغلي، چې د واکمنو له‌خوا پر ساتن‌ځایونو د ځواکمنې څارنې د ډاډمنولو لپاره اخیستل شوي ګامونه تائیدوي؛ له هغې ډلې د کورنیو چارو وزارت او استخباراتو عمومي ریاست  د بشري حقونو د ریاستونو او د زندانونو د څارنې کمیتې، د سترې محکمې د کمیتو، فرمانونو او احکامو د څارنې د نوي عمومي عالي ادارې د کار دوام، چې دنده یې له ساتن‌ځایونو څارنه او د ناوړه ګټه اخیستنې د تورونو څېړنه ده.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې او د یوناما مشرې روزا اوتنبایوا ویلي: که څه هم د مشرتابه لخوا د لارښوونو په برخه کې ځینې هڅونکې نښې شته او همدارنګه له یوناما سره د رغنده ښکېلتیا لپاره د ډېرو واکمنو چارواکو لیوالتیا ترسترګو کیږي او له زندانونو د لیدنې اجازه ورکړ شوې؛ خو دغه مستند شوې قضیې د ټولو له‌خوا د بېړنیو او ګړندیو کړنو اړتیا پر ګوته کوي.

نوموړې وایي؛ له واکمنو چارواکو سره د نورې ښکېلتیا لپاره جدي اړتیا لیدل کیږي، چې دغه اعمال پای ته ورسیږي. زه هیله لرم، چې دغه راپور او سپارښتنو ته به لومړیتوب ورکړ شي. مونږ خپلو هڅو او د افغانستان خلکوته ژمن یوو، چې له دو ی سره په بې پرې بڼه او ښه نیت رغنده ښکېلتیا ولرو.

ویل کیږي، چې افغانستان د ملګرو ملتونود یوه غړي هېواد په توګه د بشری حقونو او بنسټیزو آزادیو په اړه د ګڼو نړیوالو تړونونو پر درناوي مکلف دی.

تازه خبرونه

امریکا اوس له نورو هېوادونو سره پر مشترکاتو کارکول غواړي- عبدالحی قانت  

عبدالحی قانت د دوشنبې پر ورځ( د مرغومي لومړۍ ) په ایکس پاڼه کې ولیکل، چې د ټرمپ اداره نور نه غواړي امریکا د تېر په څېر پر نورو هېوادونو د خپلې خوښې نظامونه وتپي او لومړیتوبونه ورته وټاکي.

Published

on

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د سټراټیژیکو څېړنو مرکز رییس عبدالحی قانت ويلي، چې د امریکا د ملي امنیت د نوې اعلان شوې سټراټیژۍ له مخې؛ امریکا د تېر پر پرتله د نورو هېوادونو په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه غواړي او اوس به امریکا له نورو هېوادونو سره پر ګډو مشترکاتو کار کوي.

عبدالحی قانت د دوشنبې پر ورځ( د مرغومي لومړۍ ) په ایکس پاڼه کې ولیکل، چې د ټرمپ اداره نور نه غواړي امریکا د تېر په څېر پر نورو هېوادونو د خپلې خوښې نظامونه وتپي او لومړیتوبونه ورته وټاکي.

قانت زیاته کړې: د تروریزم پدیده، چې تېر ۲۵ کاله امریکا ته مستقیم خطر و؛ نور د دوی په سټراټیژۍ کې مهم ځای نلري.

د نوموړي د څرګندونو له مخې: اوس امریکا له نورو ننګونو سره مخ ده، چې غواړي له هغو سره ښه تعامل ولري؛ ځکه، چې د ټرمپ اداره نور د تېر په څېر نه غواړي پر نورو هېوادونو نظامونه وتپي.

قانت وایي: د امریکا قوي سیاسي جوړښت، اقتصاد، نړیوال مالي سیسټم، ټکنالوژي، پوځي ځواک، د سیاسي اتحادونو نېټ ورک، جغرافیه، نرم قدرت او د امریکايانو د وطن پالنۍ احساس هغه اړینې برخې دي، چې د امریکا نوې سټراټیژي پرې ټینګار کوي.

نوموړي زیاته کړې؛ امریکا په نړۍ کې د سټراټیژیک اهمیت پېنځه سیمې یادې کړي، چې دوی به په کې د خپلو دښمنانو د نفوذ مخنیوی کوي.

د عبدالحی قانت د څرګندونو له مخې؛ امریکا ته لودیځه نیمه وچه ډېره اړینه ده او هغه سیمه رانغاړي، چې د امریکا شاوخوا هېوادونو په کې میشت دي.

قانت وایي: امریکا غوړاي، چې د چین او روسیې په ګډون نورهېوادونه د لویدیځې وچې په نظامي، اقتصادي او سیاسي برخو کې سټراټیژیکې همکارۍ ونلري؛ امریکا دا سیمه په تاریخي لحاظ د خپل نفوذ طبیعي ساحه بولي او هیڅکله لوی هېوادونه دې سیمې ته نږدې نه‌پرېږدي.

د یادې سټراټیژۍ له مخې؛ امریکا په دې سیمه کې خپل متحدین ساتي او هڅه به کوي، چې له نورو هېوادونو سره هم کار وکړي.

قانت زیاته کړې؛ امریکا په آسیایي هېوادونو کې غواړي اقتصادي فرصتونه د ځان پر ګټه وکاروي او د خپلو متحدینو په واسطه د چین د نور ډېر پرمختګ مخه ونیسي؛ خو نه غواړي، چې له چین سره په مستقیم ټکر کې ښکېل شي.

دغه راز قانت لیکلي: د ټرمپ اداره د اروپا پر سیاستونو نیوکې کوي‌ او غواړي، چې دوی بدلون ته وهڅوي. امریکا به د داسې اروپا ملاتړ روان وساتي، چې دوی د روسیې په اړه خپل موقف په اوکراین کې له جګړې څخه د ثبات او سولې په طرف بدل او خپلې ګټې په آسیا کې خوندي کړي.‌

همدارنګه قانت په منځني ختیځ کې د امریکا سټراټیژۍ ته هم نغوته کړې او څرګندوي: د منځني ختیځ ډېری حکومتونه د امریکا نږدې ملګري دي او د ملګرتیا ساتنه ورته د ایران پر وړاندې اړینه ده. کوښښ کوي، چې د اسلامي نړۍ نور هېوادونه هم د ابراهم له تړون سره یو ځای کړي او اسرائیل له ټولو سره طبیعي اړیکو ته وهڅوي. د فلسطین اوربند به روان ساتي، چې حماس بیا د اسرائیلو امینت وننګوي. سوریه بالقوه ننګونه بولي؛ خو د سیمې د هیوادونو پر ملاتړ به په سیمه کې ثبات خوندي کوي.

قانت دا هم لیکلي، چې امریکا په تاریخي لحاظ په افریقا کې د رژیمونو په بدلولو او لبرال آیډیالوژۍ پر خپرولو تمرکز کړی؛ خو د ټرمپ اداره په دې باور ده، چې له دې وروسته به هڅه کېږي، چې په دې سیمه کې روانو ټکرونو(کانګو – وراندا او سودان) ته د حل لاره پیدا او د بالقوه ټکرونو (ایټوپیا، سومالیا او ایرټریا) مخنیوی وکړي. امریکایان په دې باور دي، چې د تروریزم پدیده اوس د افریقا سیمې ته لېږدول شوې؛ خو د راپورته کېدلو مخه به یې ونیول شي.

ویل کیږي، چې د امریکا د ملي امنیت په سټراټیژۍ کې د افغانستان په اړه هېڅ ذکر نشته.

Continue Reading

تازه خبرونه

د ټول عمر لپاره د عاصم منیر بښل د اسلام خلاف عمل دی

دغه ديني عالم د دوشنبې پر ورځ د یوې غونډې پر مهال ټینګار کړی، چې په اسلام کې هیڅوک له قانونه پورته ندي او واکمن او لوړپوړي چارواکي هم د خپلو کړنو په اړه پر حساب ورکولو مکلف دي.

Published

on

د پاکستان نومیالي ديني عالم مفتي تقي عثماني د پاکستاني پوځ د مشرتابه په اړه پر وروستیو پرېکړو د نیوکې پر مهال ویلي، چې د پاکستان د پوځ ستردرستیز جنرال عاصم منیر ته د ټول عمر لپاره معافیت ورکول او محکمې ته د هغه نه حاضرول؛ د اسلام له اصولو او لارښوونو سره په ټکر کې دي.

دغه ديني عالم د دوشنبې پر ورځ د یوې غونډې پر مهال ټینګار کړی، چې په اسلام کې هیڅوک له قانونه پورته ندي او واکمن او لوړپوړي چارواکي هم د خپلو کړنو په اړه پر حساب ورکولو مکلف دي.

د مفتي تقي عثماني د څرګندونو له مخې؛ عدالت او حساب‌وړاندې کول د اسلامي نظام بنسټیز ارکان او ارزښتونه دي او زورواکو ته دايمي مصونیت ورکول د شریعت له روح سره سمون نلري.

مفتي تقي عثماني زیاته کړې؛ په قانون کې د خلکو او چارواکو ترمنځ توپیر رامنځته کول د ولسي باور د کمزورۍ او په ټولنه کې د بې‌عدالتۍ د پراخېدا لامل ګرځي.

هغه له اړوند ادارو وغوښتل، چې په سیاسي او پوځي پرېکړو کې اسلامي ارزښتونه، لارښوونې او د عدالت اصول په پام کې ونیسي.

د دې ديني عالم دا څرګندونې په داسې وخت کې راپورته شوي، چې په پاکستان کې د پوځ د رول او د پوځي مشرانو د صلاحیتونو د حدودو په اړه بحثونه له بېلابېلو غبرګونونو او نظرونو سره مخ شوي دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

پر کابل برید د هیڅ پلمې له مخې د منلو وړ ندی

په غونډه کې مولانا فضل الرحمن د پاکستان پر پوځي پالیسیو نیوکه کړې او څرګندوي؛ د دښمنانو د پر نښه کولو پر پلمه پر افغانستان برید د منلو وړ ندي.

Published

on

د جمعیت علمای اسلام ګوند د مشر مولانا فضل الرحمن پر مشرۍ د “پاکستاني امت یووالي” تر سرلیک لاندې د پاکستاني عالمانو د غونډې ګډونوالو د کابل او اسلامآباد له حکومتونو غوښتي، چې رامنځته شوي اختلافات د خبرو له لارې حل کړي.

په غونډه کې مولانا فضل الرحمن د پاکستان پر پوځي پالیسیو نیوکه کړې او څرګندوي؛ د دښمنانو د پر نښه کولو پر پلمه پر افغانستان برید د منلو وړ ندي.

هغه پاکستاني پوځ ته په خطاب کې ویلي: “که تاسې پر کابل برید پدې پلمه کوئ، چې ګواکې ستاسې دښمن هلته حضور لري؛ نو بیا ولې کله، چې هند په پاکستان کې خپل دښمنان پر نښه کوي ورسره مو غبرګون توپیر مومي؟”

هغه دا ټینګار هم کړی، چې د کړکېچ دوام د دواړو خواوو پر ګټه ندی او له اوسنیو بحرانونو څخه د وتلو یوازنۍ لار په اختلافاتو کې د ښکېلو لوریو خبرې، همغږي او متقابل درناوی دی.

دا غونډه په داسې وخت کې ترسره شوې، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې په وروستیو میاشتو کې له یو اړخیزو ننګونو، هوایي او ځمکنیو بریدونو او کړکېچونو سره مخ، لارې بندې او سوداګري پر ټپه درېدلې ده.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!