Connect with us

لوبی

د آسیا جام ته له نږدې کېدو سره د سیالیو د مینه‌والو لیوالتیا هم مخ پر ډېرېدو ده

خپور شوی

د

(Last Updated On: )

د ۲۰۲۳ آسیا جام لوبو ته له نږدې کېدو سره د کرکت مینه‌والو لیوالتیا مخ پر ډېرېدو ده او د هېوادونو لوبډلې هم په سیالیو کې د ګډون او بري لپاره د خپلو لوبغاړیو نوملړونه اعلانوي.

یو شمېر هېوادونو تر اوسه د خپلې لوبډلې جوړښت نه‌دی اعلان کړې؛ خو افغان مینه‌وال دې د دې لپاره صبر وکړي، چې د کرکت کوم لوبغاړي به په لوبډلو کې راڅرګند شي.

آریانا تلویزیون، چې د دغو زړه راکښونکي تورنمنت او سیالیو د خپرولو حق ترلاسه کړې؛ د لوبو د خپراوي مهالوېش یې هم وروستی کړی دی. په ټول هېواد کې مینه‌وال کولی شي دا لوبې د اګست له ۳۰ څخه هره ورځ د ماسپښین له ۰۱:۳۰ څخه تر وروستۍ فاینل لوبې، چې د سپتمبر پر ۱۷ نېټه په کولمبو کې ترسره کیږي؛ پر ژوندۍ بڼه وګوري.

د سږ کال په تورنمنت کې به شپږ لوبډلې برخه واخلي، چې دوه ګروپونه به په کې وي؛ هند، نیپال او پاکستان په الف ګروپ کې او افغانستان، سریلانکا او بنګله دېش په ب ګروپ کې دي.

پاکستان، نیپال او بنګله دېش تر دې دمه د ۲۰۲۳ کال اسیا جام لپاره خپلې لوبډلې اعلان کړي او پاتې لوبډلې به هم ډېر ژر خپلې لوبډلې اعلان کړي.

د کرکت نړۍ د دغو سياليو لپاره چمتووالی نيسي؛ د افغانستان مينه‌وال هيله من دي، چې په لوبډلو کې به داسې تجربه لرونکي لوبغاړي سرراپورته کړي، چې وکولی شي لوبډله فاينل ته ورسوي.

افغانستان به په ګروپي پړاو کې لومړۍ لوبه د سپتمبر پر ۳ نېټه د پاکستان په لاهور ښار کې له بنګله دېش سره کوي. له دې وروسته به لوبډله د سپتمبر پر پېنځمه په لاهور کې هم له سریلانکا سره لوبه کوي.

دلته کلیک وکړئ.

د سیالیو بشپړ مهالویش لیدلو لپاره  داځای کېکاږئ.

لوبی

د افغانستان کرکټ الف لوبډله د سریلانکا کرکټ الف لوبډلې سره یوه ټیسټ لوبه کوي

د افغانستان الف لوبډلې یو شمېر لوبغاړو په ملي لوبډلې کې هم لوبه کړې ده.

Published

on

(Last Updated On: )

د افغانستان او سریلانکا الف کرکټ لوبډلې به د سېشنبې پر ورځ (د غویی نهمه) په یوه غیر رسمي ټیسټ لوبه کې له یو بل سره مخ شي.

د افغانستان الف لوبډلې یو شمېر لوبغاړو په ملي لوبډلې کې هم لوبه کړې ده.

د افغانستان الف لوبډلې جوړښت:

بهیرشاه، دروېش رسولي، اعجاز احمد مهري، عمران میر، ریاض حسن، عبدالمالک، عصمت عالم، شمس الرحمن، ضیا الرحمن، افسر ځاځی (ویکټ کیپر)، اکرام علیخېل (ویکټ کیپر)، عرب ګل، بشیر احمد، فرید احمد، فریدون داوودزی، خلیل ګربز، محمد ابراهیم، محمد سلیم، یما عرب، ضیاءالرحمن.

د سریلانکا الف لوبډله:

کمیل میشارا، ناوانیډو فرنانډو، پاسینډو سوریابنډارا، پاون راټنایکه، راوینډو رسانټا، سونال ډینوشا، وانویا سهان، لحیرو اوډارا (ویکټ ساتونکی)، صیډیرا سماراویکراما (ویکټ ساتونکی) اسانکا منوج، دیلشان ماډوشنکا، ډیلوم سوډدیرا، ایسیټا ویجسونډرا، میلان راټنایکه، شیران فرنانډو، تارینډو راتنایکه.

Continue Reading

لوبی

د افغانستان الف کرکټ لوبډلې د سریلانکا پر وړاندې ماتې وخوړه

Published

on

(Last Updated On: )

د افغانستان الف کرکټ لوبډلې د سریلانکا الف لوبډلې پر وړاندې د ۵۰ اوریزو سیالیو په درې اړخیزه لړۍ کې د ۴ ویکټو پر توپیر ماتې وخوړه.

دا لوبه د چارشنبې پر ورځ د متحده عربي اماراتو په پلازمېنه ابوظبي کې ترسره شوه.

د لوبې پچه سريلانکا وګټله؛ خو په خپله یې د توپ‌اچونې پرېکړه وکړه او افغان ابدالیانو یا الف لوبډلې ته یې د توپ‌وهنې یا بېټېنګ بلنه ورکړه.

افغان الف لوبډلې د سريلانکا الف لوبډلې ته په ټاکل شویو ۵۰ اورونو کې د اته ویکټو پر له لاسه ورکولو ۲۲۹ منډې هدف ټاکلی و، چې سريلانکا د شپږو لوبغاړو پر سوځېدو په ۳۹ اوورنو کې هدف پوره کړ.

افغانستان مخکې له دې په دې لړۍ کې یوه لوبه د ایرلینډ پر وړاندې او بله د سریلانکا پر وړاندې بایللې وه.

سريلنکا ټولټال څلور لوبې کړي او څلور واړه یې ګټلې دي. له دې سره دې لوبډلې اته امتیازه ترلاسه کړي او د ۵۰ اږریزو لوبو د جدول په سر کې ځای لري.

افغانستان او ایرلنډ له څلورو لوبو یوازې یوه یوه ګټلې او دواړه دوه دوه امیازه لري.

دا لوبې په ابوظبۍ کې د افغانستان په کوربه‌توب روانې دي؛ پایلوبه به د راروانې جمعې پر ورځ( د غویی پېنځمه / د اپرېل پېنځه‌ویشتمه) ترسره شي.

Continue Reading

لوبی

افغانستان د ۲۰۲۶ کال له ۱۹ کلنو ټیټ عمره کرکټ نړیوال جام ته لاره پیدا کړه

افغانستان د نړیوال جام د غوراوي په سیالیو کې خپلې لومړۍ درې لوبې وګټلې، او څلورمه لوبه (د نیپال پر وړاندې) د باران له کبله لغوه شوه.

Published

on

(Last Updated On: )

د افغانستان د ۱۹ کلنو کرکټ ملي لوبډلې د ۲۰۲۶ کال په نړیوال جام کې د لوبېدا  وړتیا ترلاسه کړه.

افغانستان د نړیوال جام د غوراوي په سیالیو کې خپلې لومړۍ درې لوبې وګټلې، او څلورمه لوبه (د نیپال پر وړاندې) د باران له کبله لغوه شوه.

له ۱۹ کلنو د ټیټ عمره ځوانانو کرکټ نړیوال جام به راتلونکي کال په نامیبیا او زیمبابوې کې ترسره شي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!