Connect with us

تازه خبرونه

پاکستان او افغانستان دې د  تي تي پي په اړه نوې خبرې پیل کړي

خپور شوی

د

(Last Updated On: )

په اسلام‌آباد کې د یوې مشورتي غونډې ویناوالو د پاکستان او افغانستان له حکومتونو غوښتي، چې د تحریک طالبان پاکستان او له پولې هاخوا د ترهګرۍ پر وړاندې د شته کړکېچ د پای ته رسولو لپاره دې نوې خبرې پیل کړي.

دا غونډه د جمعې پر ورځ ( د زمري ۲۰ ) په اسلام‌آباد کې د سولې د مطالعاتو انستیتوت له‌خوا د دواړو هېوادونو د پوهانو، سیاستوالو، ژورنالیستانو، دیني عالمانو او د افغانستان د چارو د څانګوالو په ګډون جوړه شوې وه.

د «دی نیشن» ورځپاڼې د راپور له مخې؛ د دې غونډې ګډونوالو ویلي، چې پاکستان د افغانستان په اړه په خپلو سیاستونو کې بې ثابته دی. اسلام‌آباد باید د دغه ګاونډ هېواد لپاره رښتینې او هراړخیزه پالیسي جوړه او عامه کړي.

ويناوالو ويلي؛ پاکستان بايد د افغانستان له اسلامي امارت سره تونده لهجه ونه‌کاروي، ځکه خبرې اترې د پرمختګ يوازنۍ لار ده.

دوی دا هم ویلي، چې د افغانستان او پاکستان پر پوله د اغزن تار لګولو نوښت له افغانستان څخه د ترورېزم په مخنیوي کې په بشپړه توګه کارنده نه‌دی او پاکستان باید د دغه ډول تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره خپله وړتیا ډېره کړي.

د پاکستان یوه نومیالي خبریال هارون رشید، چې په دې غونډه کې یې ګډون کړی و؛ څرګنده کړې، چې د تحریک طالبان پاکستان مسله د پاکستان او افغانستان په دوه اړخیزو اړیکو کې لوی خنډ دی.

نوموړي زیاته کړې؛ دې مسلې کړکیچ رامنځته کړی. تر هغې به روانه وي، چې دواړه لوري دې ستونزې ته د حل لار پيدا نه‌کړي.

هغه ټینګار کړی، چې پاکستان باید د تحریک طالبان پاکستان د کمزوري کولو لپاره پر یوې ستراتیژۍ کار وکړي.

په چمن (بلوچستان) کې د جمعیت علمای اسلام د مولانا فضل الرحمن څانګې مرکزي مشر مفتي محمد قاسم حقاني وړاندیز کړی؛ د سیمه ییزو دیني عالمانو او پښتنو مشرانو یو پلاوی دې په کابل کې له اسلامي امارت سره وویني، چې د دواړو ترمنځ پر ټولو مسایلو خبرې وشي. د تحریک طالبان پاکستان په ګډون دې هېوادونه د پاکستان په اړه بحث وکړي.

ده همداراز ویلي: د دواړو هېوادونو ترمنځ د مسایلو د بحث او حل لپاره دې په کابل او اسلام‌آباد کې د پاکستان او افغانستان د عالمانو بېلابېل کنفرانسونه جوړ شي.

د بلوچستان د جماعت اسلامي امیر مولانا عبدالحق هاشمي ویلي؛ تر ټولو لومړی دې د افغان طالبانو (اسلامي امارت) او د پاکستان تحریک طالبان ایدیالوژیک بنسټ وپېژندل شي؛ ځکه دواړه عصري جمهوري نظام نه‌مني او باید په دې اړه هم خبرې وشي.

یو بل خبریال سمیع یوسفزي ویلي، چې اسلام‌آباد باید په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان د وسله‌والو د شتون په اړه له سختو اقداماتو لاس واخلي.

هغه زیاته کړې، چې پاکستان باید د اسلامي امارت پر ضد له سختو څرګندونو ډډه وکړي.

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام د سمیع الحق د څانګې عمومي منشي مولانا یوسف شاه ویلي، چې پاکستاني او افغان چارواکي باید سره کېني او د خپلو مسلو د اواري لپاره له یو بل سره خبرې وکړي.

هغه زیاته کړې: د دواړو لورو حکومتونه باید خپل جديت وښيي؛ ځکه، چې مسوولیت د دوی پر اوږو دی.

په اسلام‌آباد کې د قائداعظم پوهنتون د دفاعي او ستراتېژيکو مطالعاتو استادې داکترې سلما ملک ټينګار وکړ، چې پاکستان بايد د افغانستان په اړه يوه رښتینې او هر اړخيزه تګلاره جوړه کړي.

د سياسي چارو کارپوه او د سيمه ييزو مسايلو شنونکی افراسياب خټک ويلي، چې پاکستان بايد د افغانستان په اړه پخپلې تګلارې له سره غور وکړي؛ ځکه اوسنۍ پاليسي نيمګړې ده او د ټولو ستونزو ريښه ده.

تازه خبرونه

د روسیې سترې محکمې د اسلامي امارت نوم د منع شویو ډلو له نوملړه لرې کړ

د روسیې د سترې محکمې قاضي اولیګ نیفیدوف په یوه حکم کې اعلان وکړ: “هغه بندیز، چې پخوا د طالبانو (اسلامي امارت) پر فعالیتونو لګول شوی و او د ممنوعه ډلو په فډرالي نوملړ کې راغلي وه، چې اوس وځنډول شو.”

Published

on

(Last Updated On: )

د روسیې سترې محکمې په هېواد کې له ۲۰۰۳ کال  راپدېخوا د اسلامي امارت پر فعالیتونو بندیز لګولی و، چې اوس یې نوم د ممنوعه ډلو له نوملړ څخه وویست.

د روسیې د سترې محکمې قاضي اولیګ نیفیدوف په یوه حکم کې اعلان وکړ: “هغه بندیز، چې پخوا د طالبانو (اسلامي امارت) پر فعالیتونو لګول شوی و او د ممنوعه ډلو په فډرالي نوملړ کې راغلي وه، چې اوس وځنډول شو.”

د نوموړي د څرګندونو له مخې، دا پرېکړه سمدلاسه نافذه ده.

د روسیې د ممنوعه ډلو له نوملړ څخه د اسلامي امارت د لرې کولو غوښتنه تېره میاشت د دې هېواد د لوی څارنوال لخوا وړاندې شوه.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد مخکې د روسیې دولتي خبري سرچینې تاس ته ویلي وه، چې دا اقدام به د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو په پیاوړتیا کې مرسته وکړي او “زمونږ په نظر خورا ارزښتناک دی.”

له دې مخکې د تېر کال په می میاشت کې د روسیې بهرنیو چارو او عدلیې وزارتونو ولسمشر پوتین ته د منع شویو ډلو له نوملړ څخه د اسلامي امارت د لرې کولو په اړه د وړاندیزونو یو نوملړ وړاندې کړی و. دیادونې دهو چې اسلامي امارت د روسیې له دې پرېکړې هرکلی کړی او څرګندوي، چې دا کار به د اړیکو په پیاوړتیا کې رغنده رول ولوبوي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د قطر د دولت وزیر له امیر خان متقي سره ټیلیفوني خبرې وکړې

Published

on

(Last Updated On: )

په بهرنیو چارو کې د دولت وزیر محمد بن عبدالعزیز الخلیفي د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له چارسمبالي امیر خان متقي سره ټیلیفوني خبرې وکړې.

د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو رییس ضیا احمد تکل په یوه رسنیزه خبرپاڼه کې لیکلي، چې په دې ټیلیفوني خبرو کې د ډیپلوماټیکو اړیکو د ودې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ د پراختیا او دوحې ته د امیرخان متقي د راتلونکي سفر په اړه هم خبرې شوې  دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د افغانستان او پاکستان استازو په اسلام آباد کې پر سوداګرۍ خبرې وکړې

په اسلام‌آباد کې د افغانستان سفارت ویلي؛ د دواړو خواوو ترمنځ به بېلابېلې تخنیکي غونډې ترسره شي، چې د شته ننګونو په اړه بشپړ بحث وشي او د دوه اړخیزې سوداګرۍ د ودې لپاره مناسبې حل لارې ولټول شي.

Published

on

(Last Updated On: )

د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارسمبالي(سرپرست) نورالدین عزیزي له خپل پاکستاني سیال سره وکتل او دواړو خواوو د سوداګرۍ، ټرانزیټي همکارۍ، شته ننګونو، ممکنه حل لارو او د دواړو هېوادونو لپاره د نورو مهمو مسایلو په اړه خبرې وکړې.

په اسلام‌آباد کې د افغانستان سفارت ویلي؛ د دواړو خواوو ترمنځ به بېلابېلې تخنیکي غونډې ترسره شي، چې د شته ننګونو په اړه بشپړ بحث وشي او د دوه اړخیزې سوداګرۍ د ودې لپاره مناسبې حل لارې ولټول شي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت دا هم ویلي، چې په دې ناسته کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ورورګلوۍ او دوستۍ، متقابلو ګټو او د تاریخي او اوږدمهاله سوداګریزو اړیکو پر ټینګار د اپټا تړون د غځولو، د ټرانزیټ اسانتیاوو او د توکو د قاچاق مخنیوي، پاکستان ته د افغانستان د ډبرو سکرو صادراتو، د تورخم بندر د ۲۴ ساعته فعالیت، د غلام خان بندر له لارې دوه اړخیزه سوداګري، د دواړو حکومتونو د خاورې له لارې د بار وړونکو موټرو د لېږد، بانکي تضمین او د بندرونو د تنظیم لپاره د جامع میکانیزم د تنظیم په اړه بحثونه او خبرې وشوې.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!