Connect with us

تازه خبرونه

د افغان ـ امریکا خبرې پر اقتصاد، بشري حقونو، د مخدره توکو د قاچاق پر مخنیوي را وڅرخېدې

خپور شوی

د

(Last Updated On: )
د امریکا بهرنیو چارو وزارت په قطر کې له دوه ورځنیو خبرو وروسته د دوشنبې پر ورځ څرګنده کړې، چې امریکایي چارواکي له اسلامي امارت سره پر اقتصادي ثبات او د مخدره موادو د قاچاق د مخنیوي په اړه تخنیکي خبرو اترو ته چمتو دي.
افغان پلاوي د افغانستان اسلامي امارت له چارواکو او مشرانو څخه د سفرونو او نورو محدودیتونو د لرې کولو او په بهر کې د افغانستان بانک د شتمنیو د بېرته راستنیدو غوښتنه وکړه.
پر ۲۰۲۱ ز. کال د جمهوریت له نسکورېدو سره امریکا په افغانستان کې ۲۰ کلنه جګړه پای ته ورسوله، خپل سرتېري، ملکي وګړي او افغان همکاران یې ووېستل او دیپلوماتیکې اړیکې یې ودرولې؛ د افغانستان بهرنۍ شتمنۍ یې کنګل او مرستې وځنډول شوې. دې وضعیت د خلکو اقتصاد تر سیوري لاندې راوست او ان اوس هم، چې ځینې بندیزونه لرې شوي؛ خو بیا هم افغانان له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د بشري حقونو د بحران په اړه ژوره خواشيني ښودلې او په یوه اعلامیه کې یې څرګنده کړې؛ امریکايي پلاوي له طالبانو غوښتي، چې د نجونو منځنۍ زده‌کړې او د میرمنو کار کولو بندیز لرې او بندي شوي امریکایان خوشې کړي.
امریکايي پلاوي د اسلامي امارت له استازیو سره پر اقتصادي حالت او د بانکي سکتور پر ننګونو هم خبرې کړې دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ويلي امريکايي چارواکو د انفلاسیون کمېدو او په ۲۰۲۳ ز. کال کې د صادراتو او وارداتو د ودې په اړه د اسلامي امارت معلومات مثبت ارزولي او د افغانستان د اقتصادي ثبات په اړه يې نورو تخنيکي بحثونو ته هم چمتووالی څرګند کړ.
 
رویترز راپور ورکړی، چې د اسلامي امارت ډېري مشران بهر ته د سفر لپاره د ملګرو ملتونو اجازې ته اړتیا لري او د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د افغانستان بانکدارۍ سکتور هم د بندیزونو له کبله زیانمن شوی دی.
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی، چې په دې ناسته کې د دواړو لوریو تر منځ د باور جوړونې، په دغه لاره کې د عملي ګامونو اخيستلو، تورنوملړ او بندیزونو لرې کولو، د افغانستان بانک زېرمو آزادولو، د افغانستان اقتصادي ثبات ساتلو، مخدره موادو پر خلاف د مبارزې او بشري حقونو پر موضوعاتو خبرې شوې دي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ دا دواړه غوښتنې د دې لپاره دي، چې افغانان وکولی شي له بهرنیو مرستو پرته سیاسي او اقتصادي وده او پراختیا رامنځته کړي.
د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو سره سم د افغانستان بانک شاوخوا اووه میلیارد دالر پانګه د نیویارک په فدرالي بانک کې کنګل شوه، چې اوس یې نیمایي برخه په سویس کې له بانکي ارزښتونو برخمنه خوندي شوې ده.
د رویترز د څرګندونو له مخې؛ د افغانستان بانک تر دې دمه هېواد ته د دغو شتمنیو د بېرته راستنولو په اړه د امریکا د ملاتړ په ترلاسه کولو کې پاتې راغلی دی.

تازه خبرونه

اسلامي امارت د مسکو په اړه مثبت نظر لري – روسيه

اورچوک ټینګار کړی، چې د روسیې د لوی څارنوال دفتر د هېواد د منع شویو ډلو له نوملړ څخه د اسلامي امارت د لرې کولو په لټه کې دی.

Published

on

(Last Updated On: )

د روسیې د لومړي وزیر مرستیال الکسي اورچوک ويلي، چې اسلامي امارت د روسیې په اړه مثبت نظر لري.

نوموړي ویلي، چې له موجوده ننګونو سره- سره روسیه له افغانستان سره د ژورې اړیکې لپاره فرصت ویني.

د روسيې دې چارواکي ایزویستیا ورځپاڼې ته ویلي، چې د افغانستان واکمنان د روسیې په اړه مثبت چلند لري او د اقتصادي اړیکو پراختیا ته ډېره لېوالتیا لري.

هغه زیاته کړې، چې د هېواد د منع شویو ډلو له نوملړ څخه د اسلامي امارت لرې کول به د افغانستان له اقتصادي ظرفیت څخه د ګټې اخیستنې لپاره یو فرصت دی.

هغه وایي: “افغانستان ډېرې ستونزې لري؛ خو دا وړتیا هم لري، چې زمونږ په تمه دي. مونږ له افغانانو سره اړیکې لرلي. دوی غواړي پرمختګ وکړي او په سوله کې ژوند وکړي. دوی د روسیې په اړه مثبت نظر لري او د اقتصادي اړیکو پراختیا ته ډېره لېوالتیا لري. سربېره پر دې که د منع شویو ډلو له نوملړه څخه د طالبانو د ایستلو پرېکړه وشي؛ نو له دې هېواد سره به د اړیکو لپاره غوره فرصتونه پرانستل شي.”

اورچوک ټینګار کړی، چې د روسیې د لوی څارنوال دفتر د هېواد د منع شویو ډلو له نوملړ څخه د اسلامي امارت د لرې کولو په لټه کې دی.

له دې مخکې اسلامي امارت له روسیې سره د ډیپلوماټیکو اړیکو د ښه‌والي په برخه کې له پرمختګ هرکلی کړی او د نږدې اړیکو غوښتنه یې کړې وه.

مخکې له دې د افغانستان لپاره د روسیې استازي ضمیر کابلوف اعلان کړی و، چې مسکو غواړي د ۲۰۲۵ کال په پسرلي کې د روسیې او افغانستان ترمنځ دوه اړخیزه کاري ډله جوړه کړي.

کابلوف ویلي وه، چې دا ډله به د اقتصادي همکاریو د بین الحکومتي کمیسیون ځای ونیسي؛ ځکه، چې اسلامي امارت لا تر اوسه پر رسمیت پېژندل شوی ندی.

Continue Reading

تازه خبرونه

یوناما په افغانستان کې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون د پایلو په اړه خپل راپورخپور کړ

یوناما ویلي، چې اسلامي امارت د دې قانون د پلي کولو د ملاتړ لپاره په ۲۸ ولایتونو کې د والیانو پر مشرۍ اجرائیوي کمیټې جوړې کړې دي.

Published

on

(Last Updated On: )

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون د پایلو په اړه په یوه راپور کې لیکلي؛ د دې قانون پر بنسټ د اسلامي امارت محتسبان پراخ واکونه لري.”

یوناما ویلي، چې اسلامي امارت د دې قانون د پلي کولو د ملاتړ لپاره په ۲۸ ولایتونو کې د والیانو پر مشرۍ اجرائیوي کمیټې جوړې کړې دي.

د دغه راپور له مخې، دا کمیټې د امربالمعروف وزارت د زرګونو محتسبانو هڅې بشپړوي، چې ډېری یې نرینه دي.

د یوناما په راپور کې دا هم راغلي، چې په ټول افغانستان کې نرینه، ښځې، اقلیتونه او ځوانان د امربامعروف قانون د پلي کولو له کبله پر بېلابېلو درجو اغېزمن شوي دي.

دې بنسټ زیاته کړې، چې له محرم پرته پر سفر د بندیز له کبله روغتیایی خدماتو ته د ښځو لاسرسی نور هم محدود شوی دی.

یو شمېر ښځینه روغتیايي کارکوونکو یوناما ته ویل؛ دوی ته اجازه نه ورکول کیږي، چې خپلو کاري ځایونو ته ننوځي؛ ځکه، چې محرم نلري.

د یوناما دا راپور د ۲۰۲۴ کال د اګست له یوویشتمې څخه د ۲۰۲۵ کال د مارچ تر یودېرشمې پورې د امربالمعروف او نهی عن امنکر د قانون د پلي کېدا پر څرنګوالي او پایلو بیاکتنه ده.

د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د دې راپور په غبرګون کې ویلي، چې دا وزارت په ټولو ولایتونو کې زرګونه ښځې له جبري ودونو ژغورلي او ورسره یې مرسته کړې ده.

دې وزارت زیاته کړې، چې د ناغوښتل شویو دودونو او ودونو د له منځه وړلو لپاره یې د سرغړونو مخه هم نیولې ده.

د دې وزارت د څرګندونو له مخې؛ یو شمېر غرضي کړیو په دې اړه د اسلامي امارت ټولې لاسته راوړنې له پامه غورځولي او غواړي د خپلو شومو موخو د ترلاسه کولو لپاره د خلکو ذهنیتونه مغشوش کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د افغانستان د همغږۍ ډلې غونډه د ترکیې پر کوربتوب جوړه شوه

په کابل کې د ترکیې سفارت چارواکو نن سهار (پنجشنبه د وري یوویشتمه) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې د افغانستان د همغږۍ ډلې (ACG) غونډه پرون په استانبول کې وشوه او نن به هم روانه وي.

Published

on

(Last Updated On: )

په کابل کې د ترکیې سفارت څرګنده کړې، چې د افغانستان د همغږۍ ډلې د دوه‌یمې ورځې غونډه هم د مرستندویه هېوادونو په ګډون په استانبول کې جوړه شوه.

په کابل کې د ترکیې سفارت چارواکو نن سهار (پنجشنبه د وري یوویشتمه) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې د افغانستان د همغږۍ ډلې (ACG) غونډه پرون په استانبول کې وشوه او نن به هم روانه وي.

په خبرپاڼه کې راغلي؛ په دې غونډه کې به د افغانستان لپاره د نړیوالې ټولنې د لومړیتوبونو او پلانونو په اړه بحث وشي، چې د هېوادونو د نوښتونو او پروژو ترمنځ د همغږۍ د ډاډمنولو له پلوه اړین دی.

د یادونې ده، چې یوناما له دې مخکې د غونډې له ګډونوالو وغوښتل، چې د افغانانو لپاره حیاتي ملاتړ روان وساتي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!