تازه خبرونه
په افغانستان کې له وروستیو سیلابونو ۹۵ کسانو ته مرګ و ژوبله اوښتې

د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې په چارو کې د دولت وزارت ویلي، چې په هېواد کې د وروستيو سيلابونو د مړو شمېر ۳۸ کسانو ته رسېدلی او ۵۷ نور ټپيان دي.
د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې په چارو کې د دولت وزارت چارواکي وايي؛ وروستیو سېلابونو د اته ولایتونو اوسېدونکي اغېزمن کړي او د ځاني زیانونو کره شمېر اوس هم معلوم نهدی.
د دغې سرچینې د څرګندونو له مخې؛ که څه هم د دې پېښې د قربانیانو وروستی شمېر په لاس کې نهلري؛ خو زیاتوي، چې اوسمهال له وروستیو سیلابونو ۳۸ کسان مړه، ۵۷ ټپیان او دوه نور ورک شوي دي.
د یاد وزارت ویاند شفیع الله رحیمی وایي؛ د دغو سیلابونو له کبله څه باندې ٩٠٠ د استوګنې کورونه بشپړه او جزوي ويجاړ شوي، سلګونه څاروي له منځه تللي او د څه باندې اووه زره جريبه ځمکې حاصلات او باغونه هم له منځه تللي دي.
دغه راز سیلاب ځپلي له حکومت او مرستندويه ادارو څخه د مرستو غوښتنه کوي.
د راپورونو پر بنسټ، د وروستیو سیلابونو تر ټولو ډېر زیانونه د میدان وردګ ولایت اوسیدونکیو ته اوښتي؛ خو د میدان وردګ د دې پېښې زیانمن شوي کسان وايي، چې تر اوسه ورسره لازمې مرستې نهدي شوي او له دولت او مرستندویه موسسو څخه د دوی د ستونزو د اواري غوښتنه کوي.
پرمیدان وردګ سربېره کابل، خوست، پکتیا، کونړ، نورستان، غزني او ننګرهار هم وروستیو سېلابونو اغېزمن کړي دي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، چې په هېواد کې د وروستیو سیلابونو د قربانیانو د ستونزو د اواري لپاره به له ټولو امکاناتو کار واخلي.
د هوا پېژندنې ادارې وړاندويېنه کړې، چې د روانې اوونۍ د دوشنبې او سې شنبې په ورځو کې به د کابل په ګډون د هېواد ۱۷ ولايتونه د سختو بارانونو او سيلابونو شاهد وي.
تازه خبرونه
د روسیې سترې محکمې د اسلامي امارت نوم د منع شویو ډلو له نوملړه لرې کړ
د روسیې د سترې محکمې قاضي اولیګ نیفیدوف په یوه حکم کې اعلان وکړ: “هغه بندیز، چې پخوا د طالبانو (اسلامي امارت) پر فعالیتونو لګول شوی و او د ممنوعه ډلو په فډرالي نوملړ کې راغلي وه، چې اوس وځنډول شو.”

د روسیې سترې محکمې په هېواد کې له ۲۰۰۳ کال راپدېخوا د اسلامي امارت پر فعالیتونو بندیز لګولی و، چې اوس یې نوم د ممنوعه ډلو له نوملړ څخه وویست.
د روسیې د سترې محکمې قاضي اولیګ نیفیدوف په یوه حکم کې اعلان وکړ: “هغه بندیز، چې پخوا د طالبانو (اسلامي امارت) پر فعالیتونو لګول شوی و او د ممنوعه ډلو په فډرالي نوملړ کې راغلي وه، چې اوس وځنډول شو.”
د نوموړي د څرګندونو له مخې، دا پرېکړه سمدلاسه نافذه ده.
د روسیې د ممنوعه ډلو له نوملړ څخه د اسلامي امارت د لرې کولو غوښتنه تېره میاشت د دې هېواد د لوی څارنوال لخوا وړاندې شوه.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد مخکې د روسیې دولتي خبري سرچینې تاس ته ویلي وه، چې دا اقدام به د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو په پیاوړتیا کې مرسته وکړي او “زمونږ په نظر خورا ارزښتناک دی.”
له دې مخکې د تېر کال په می میاشت کې د روسیې بهرنیو چارو او عدلیې وزارتونو ولسمشر پوتین ته د منع شویو ډلو له نوملړ څخه د اسلامي امارت د لرې کولو په اړه د وړاندیزونو یو نوملړ وړاندې کړی و. دیادونې دهو چې اسلامي امارت د روسیې له دې پرېکړې هرکلی کړی او څرګندوي، چې دا کار به د اړیکو په پیاوړتیا کې رغنده رول ولوبوي.
تازه خبرونه
د قطر د دولت وزیر له امیر خان متقي سره ټیلیفوني خبرې وکړې

په بهرنیو چارو کې د دولت وزیر محمد بن عبدالعزیز الخلیفي د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له چارسمبالي امیر خان متقي سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو رییس ضیا احمد تکل په یوه رسنیزه خبرپاڼه کې لیکلي، چې په دې ټیلیفوني خبرو کې د ډیپلوماټیکو اړیکو د ودې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ د پراختیا او دوحې ته د امیرخان متقي د راتلونکي سفر په اړه هم خبرې شوې دي.
تازه خبرونه
د افغانستان او پاکستان استازو په اسلام آباد کې پر سوداګرۍ خبرې وکړې
په اسلامآباد کې د افغانستان سفارت ویلي؛ د دواړو خواوو ترمنځ به بېلابېلې تخنیکي غونډې ترسره شي، چې د شته ننګونو په اړه بشپړ بحث وشي او د دوه اړخیزې سوداګرۍ د ودې لپاره مناسبې حل لارې ولټول شي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارسمبالي(سرپرست) نورالدین عزیزي له خپل پاکستاني سیال سره وکتل او دواړو خواوو د سوداګرۍ، ټرانزیټي همکارۍ، شته ننګونو، ممکنه حل لارو او د دواړو هېوادونو لپاره د نورو مهمو مسایلو په اړه خبرې وکړې.
په اسلامآباد کې د افغانستان سفارت ویلي؛ د دواړو خواوو ترمنځ به بېلابېلې تخنیکي غونډې ترسره شي، چې د شته ننګونو په اړه بشپړ بحث وشي او د دوه اړخیزې سوداګرۍ د ودې لپاره مناسبې حل لارې ولټول شي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت دا هم ویلي، چې په دې ناسته کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ورورګلوۍ او دوستۍ، متقابلو ګټو او د تاریخي او اوږدمهاله سوداګریزو اړیکو پر ټینګار د اپټا تړون د غځولو، د ټرانزیټ اسانتیاوو او د توکو د قاچاق مخنیوي، پاکستان ته د افغانستان د ډبرو سکرو صادراتو، د تورخم بندر د ۲۴ ساعته فعالیت، د غلام خان بندر له لارې دوه اړخیزه سوداګري، د دواړو حکومتونو د خاورې له لارې د بار وړونکو موټرو د لېږد، بانکي تضمین او د بندرونو د تنظیم لپاره د جامع میکانیزم د تنظیم په اړه بحثونه او خبرې وشوې.
-
نړۍ5 days ago
د اوکراین د شخړې د حل لپاره خبرې ښې روانې دي – ټرمپ
-
نړۍ4 days ago
اروپايي ټولنه د فلسطین له ادارې سره مالي ملاتړ زیاتوي
-
تازه خبرونه19 hours ago
اروپايي ټولنې د کډوالو د ایستلو لپاره د خوندي هېوادونو نوملړ اعلان کړ
-
تازه خبرونه4 days ago
په تورخم کې راستنېدونکو ته منظم، چټک او معیاري خدمتونه وړاندې کېږي
-
تازه خبرونه4 days ago
د افغانستان او ازبکستان د کرنې په سکټور کې به همکاري پراخه شي
-
تازه خبرونه2 days ago
د پاکستان ځانګړی استازی کابل ته راغی
-
سیمه ییز خبرونه2 days ago
د بل اړخ په اړه ډېر خوشبین نهیم – آیتالله خامنهیي
-
سیمه ییز خبرونه19 hours ago
ټرمپ د ایران پر اټومي تاسیساتو د اسرائیلو د پلان شوي برید مخه ونیوله