لوبی
عبدالله المطیري کویتی د افغانستان فوتبال ملي لوبډلې د مشر روزونکي په توګه وټاکل شو

د کویت اوسیدونکی عبدالله المطیري کویتي د انوش پر ځای د افغانستان فوتبال ملي لوبډلې د نوي مشر روزونکي پر توګه وټاکل شو.
د افغانستان فوتبال فدراسیون په فیسبوک پاڼه کې د نوموړي انځور خپور شوی او څرګندوي، چې کویتی به ډېر ژر د تړون د لاسلیک، د روزنیز کمپ جوړولو او ملي لوبډلې ته د استعدادونو د غوراوي لپاره کابل ته راشي.
ټاکل شوې د افغانستان فوتبال ملي لوبډلې د غوراوي کمپ په کابل کې د هېواد د تکړه څېرو د پېژندلو لپاره جوړ شي.
د افغانستان فوتبال فدراسیون ويلي؛ هغه لوبغاړي، چې له افغانستان څخه بهر دي هم په روزنیزو کمپونو کې برخه اخلي او د افغانستان فوتبال ملي لوبډلې ته به د ګډون بلنه ورکړ شي.
لوبی
د هند ۲۰۲۵ غوره لیګ د ۱۸ کلنې زړه راکښونکې بریا جشن نمانځل کیږي
د هند غوره لیګ سږکال په خپل اتلسم پړاو کې دی او پرته له شکه د نړیوال کرکټ په کلني کلیزه کې یو له خورا زړهراکښونکو پېښو څخه ګرځیدلی دی.

سره له دې، چې د هند غوره لیګ (IPL) لوبو پرانیستې ته څلور ورځې پاتې دي؛ آریانا راډیو ټلویزیوني شبکه په افغانستان کې خپلو کرکټ مینهوالو ته له خوښۍ ډک زیری وړاندې کوي، چې یو ځل بیا به دا په زړه پورې سپورتي پېښه د دوی تر کورونو ورسوي.
د هند غوره لیګ سږکال په خپل اتلسم پړاو کې دی او پرته له شکه د نړیوال کرکټ په کلني کلیزه کې یو له خورا زړهراکښونکو پېښو څخه ګرځیدلی دی.
د برانډ فاینانس د ارزونې د راپور له مخې؛ د هند غوره لیګ ځلېدا دومره پراخه ده، چې د برانډ ټولیز ارزښت یې په ۲۰۲۴ کال کې ۱۲ ميلیارډ ډالر اټکل شوی، چې د ۲۰۲۳ کال د ۱۰.۷ میلیارډ ډالرو پر پرتله ۱۳ سلنه زیاتوالی ښیي.
برانډ فاینانس زیاته کړې؛ چینای سوپر کینګز لوبډلې په ۲۰۲۴ کال کې د ۱۲۲ میلیون ډالرو له برانډ ارزښت سره د هند غوره لیګ ترټولو قیمتي فرنچایز په توګه مخکښ دی.
دا ۵۲ سلنه وده په لویه کچه د دوی د پخواني لوبډلمشر ایم ایس ډهوني د تلپاتې میراث دی.
د چینای سوپر کینګز تر څنګ ممبي انډینز دی، چې ارزښت یې ۱۱۹ میلیون ډالر دی او د رائل چلینجرز بنګلور، چې ارزښت یې ۱۱۷ میلیون ډالر دی؛ دریم ځای لري.
کلکته نایټ رایډرز او دفاعي اتلان له ۱۰۹ میلیون ډالرو سره د حیدرآباد سنرایزرز د ۸۵ میلیون ډالرو سره، د راجستان رویالز د ۸۱ میلیون ډالرو سره او د ډیلي کیپیټلز د ۸۰ میلیون ډالرو سره په نورو وروستیو درجو کې دي.
د شنبې پر ورځ به په کلکته کې د پرانیستې لوبه د کلکته نایټ رایډرز او رویال چلینجرز بنګلور تر منځ ترسره شي.
د هند غوره لیګ سیالۍ د مارچ پر دوهویشتمه پیل کیږي او دوه میاشتې به روانې وي.
دا سیالي به د ۲۰۲۵ کال د می پر پېنځهویشتمه پای ته ورسیږي.
په ټول افغانستان کې د کرکټ مینهوال کولی شي د شنبې پر ورځ ( د وري دوهیمه/ د مارچ دوهویشتمه) د ماښام پر ۶:۱۵ له آریانا ټلویزیون څخه وګوري.
د کلکتې نایټ رایډرز او رویال چلینجرز بنګلور ترمنځ لومړۍ لوبه به په همدې ورځ د ماښام پر ۶:۳۰ پیل شي.
د نورو خبرونو او تازه معلوماتو لپاره د آریانا تلویزیون او آریانا نیوز ټولنیزې پاڼې وګورئ.
لوبی
ایرلینډ د مالي ستونزو له کبله له افغانستان سره کرکټ لوبه وځنډوله
ټاکل شوې وه، چې دا لوبې سږکال په ایرلینډ کې ترسره شي.

د ایرلینډ کرکټ بورډ د سېشنبې پر ورځ (د کب یوویشتمه) ویلي؛ د افغانستان پر وړاندې ټاکل شوې لوبلړۍ، چې په کې یوه ټیسټ لوبه، درې ۵۰ اوریزې او درې ۲۰ اوریزې لوبې وې؛ د بودیجې د محدودیتونو له کبله وځنډول شوې.
ټاکل شوې وه، چې دا لوبې سږکال په ایرلینډ کې ترسره شي.
د ایرلینډ کرکټ بورډ اجرائیوي رییس وارن ډیویټرم له نورو لوبډلو سره د سیالیو مهالوېش اعلانولو پر مهال تائید کړه، چې د افغانستان سیالۍ به د مالي ستونزو له کبله ترسره نشي.
هغه ويلي: “دا پرېکړه د بودجې د لنډمهاله ستونزې له کبله رامنځته شوې ده. مونږ باید د کرکټ بورډ له منشور سره سم خپل کار وساتو، چې ټینګار کوي؛ ستراتیژیکو اهدافو ته د رسېدو لپاره پانګونه باید په متوازن ډول ترسره شي.”
د افغانستان کرکټ بورډ تر اوسه پدې اړه څه ندي ویلي.
افغانستان او ایرلینډ، چې دواړه د کرکټ د نړیوالې شورا (ICC) بشپړ غړيتوب لري؛ په ټیسټ لوبو کې دوه ځله سره مخ شوي دي، چې لومړۍ لوبه افغانستان وګټله او دوهیمه هغه د ایرلینډ پر بریا پای ته ورسېده.
په پنځوس اوریزو سیالیو کې دې دوه لوبډلو ۳۲ ځله د یو بل پر وړاندې سیالي کړې، چې افغانستان ۱۸ او ایرلینډ ۱۳ ځله ګټلې دي.
لوبی
فیفا پر پاکستان فوټبال لګېدلي بندیزونه لرې کړل
د راپور له مخې؛ فیفا د فبروري پر شپږمه پر پاکستان فوټبال فډراسیون (PFF) لګېدلي بندیزونه لرې کړل.

د فوټبال نړیوال فډراسیون (فیفا) د اساسنامې له تعدیل او تصویب وروسته پر پاکستان فوټبال فډراسیون لګول شوي بندیزونه لرې کړل.
د راپور له مخې؛ فیفا د فبروري پر شپږمه پر پاکستان فوټبال فډراسیون (PFF) لګېدلي بندیزونه لرې کړل.
د فیفا شورا دفتر په تېره فبرورۍ کې د پاکستان فوټبال فډراسیون او کانګو فوټبال فډراسیون فعالیتونه له مقرراتو څخه د سرغړونو له کبله ځنډولي وه.
پر پاکستان فوټبال فډراسیون لګول شوي بندیزونه؛ د فیفا شورا د اساسنامې د تعدیل شوې نسخې په تصویبولو کې د پاتې راتلو له کبله ول، چې د عادلانه او ډیموکراټیکو ټاکنو ترسره کول او د دې بهیر د یوې برخې په توګه پر فډراسیون د لګول شويو مکلفیتونو پلي کول تضمینوي.
د فیفا په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د پاکستان فوټبال فډراسیون د قوانینو د تعدیل شوې نسخې له تصویب سره د فیفا ټولې غوښتنې پوره کړې دي.
-
لوبی2 days ago
د هند ۲۰۲۵ غوره لیګ د ۱۸ کلنې زړه راکښونکې بریا جشن نمانځل کیږي
-
تازه خبرونه2 days ago
د تورخم دروازې د بیا پرانیستلو او اوربند لپاره د جرګې خبرې پرښه نیت پای ته ورسېدې
-
سوداگري4 days ago
په ۱۴۰۳ کال کې د ۲۹۲ میلیون ډالرو پر ارزښت د هوايي دهلیزونو له لارې سوداګري شوې
-
تازه خبرونه2 days ago
له افغانستان څخه د امریکا د وتلو په پرېکړه او پلي کولو کې ټول ښکېل کسان مسوول دي ـ شان پارنیل
-
تازه خبرونه4 days ago
د ټرمپ حکومت د امریکا غږ کارکوونکي جبري رخصتۍ ته اړ کړل
-
نړۍ1 day ago
پوتین د اوکراین د انرژۍ پر تاسیساتو او بېخبناوو د بریدونو له ۳۰ ورځني اوربند سره هوکړه وکړه
-
تازه خبرونه4 days ago
امریکا په یمن کې د ۳۱ حوثیانو پر وژلو د هوايي بریدونو لړۍ پیل کړه
-
تازه خبرونه20 hours ago
تورخم دروازه د موټرو او ناروغانو پر مخ بیا پرانستل شوه