Connect with us

تازه خبرونه

په افغانستان کې دننه دې خپلمنځي خبرې پيل شي – اروپایي ټولنه

خپور شوی

د

(Last Updated On: )

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي په افغانستان کې دننه د خپلمنځي خبرو پر پيلولو ټینګار څرګند کړ او وایي؛ باید ټول افغانان د خپلو سیاسي، قومی او سیمه‌ییزو ګټو په اړه پرېکړه وکړي.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی، چې تازه کابل ته راغلی نن په یوه خبري غونډه کې د شته ستونزو د حل لپاره د افغانانو ترمنځ خپلمنځي خبرې ضروري ګڼي.

توماس نیکلاسون ویلي؛ هغه افغانان، چې له هېواده بهر اوسیږي باید له دې خبرو اترو بې برخې پاتې نشي.

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړی استازی توماس نیکلاسون وایي: خبري اترې کیدای شي په د اخل کې ترسره شي؛ فکر نه کوم، چې له هېواده بهر اوسیدونکي افغانان دې له دې خبرو اترو وویستل شي. زما تجربه داده، چې د معنا لرونکیو خبرو لپاره تاسې مخامخ خبرو ته اړتیا لری او یو له بل سره تعامل وکړی. دا تر دې ډېره اسانه ده، چې په یو مشخص ځای کې ترسره شي؛ خو باید یو ګرد میز ولرو.  نیکلاسون وايي؛ په داسې حال کې، چې څه باندې ۲۸ میلیون افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري، خو د اسلامي امارت له لوري په کورنیو او بهرنیو بنسټونو کې د میرمنو د کار ځنډول اړمنو کسانو ته د مرستو رسولو چارې ټکنۍ کړي دي.

د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي څرګنده کړې؛ په نادولتي بنستوټو کې د میرمنو د کار ځنډول د بشري مرستو بهیر ټکنی کړی او دغه اتحادیه هڅه کوي د دې ستونزې پر اوارولو افغانستان ته د بشري مرستو د پراخولو لپاره زمینه برابره کړي. 

نوموړي ویلي؛ د دسمبر پر ۲۴ نیټه، چې د اسلامي امارت له لوري په نادولتي بنسټونو کې د میرمنو د کار ځنډول اعلان شول، د بشري مرستو رسولو ستونزې یې ډېرې کړي، که څه هم په افغانستان کې سخت ژمی د پای ته رسیدو په حال کې دی؛ خو بشري حالت مخ پر خرابېدو دی، څه باندې ۲۸ میلیون افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري، چی ډېری برخه یې له ۸ کلونو کم عمرماشومان دي، اروپايي ټولنې په تېرو ۱۸ میاشتو کې له دغه هېواد سره ۴۱۷ میلیون دالربشري مرسته کړې ده.

د اروپايي ټولنې دغه لوړپوړی دیپلومات که څه هم د میرمنو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونو د پرانیستلو لپاره هلې ځلې کوي؛ خو ټینګار کوي، چې دا ستونزه دې د راتلونکي وري تر میاشتې حل شي.

هغه وایي: ما د میرمنو د زده‌کړې موضوع په څو ناستو کې د سرپرست حکومت له وزیرانو سره شریکه کړې، هغو د نجونو د زده‌کړو حق تائیدوي، خو زمونږ له لوري له پرلپسې هڅو سره سره باوري نه یم، چې ووایم په راتلونکي نوي کال کې دې د نجونو پرمخ ښوونځي او پوهنتونونه خلاص شي.

له دې مخکې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازي له آریانا نیوز سره په خبرو کې ویلي، که اسلامي امارت له نړیوالې ټولنې سره په خپلو ژمنو عمل وکړي او افغانستان د خلکو خوښه ترلاسه کړي؛ دغه ټولنه چمتو ده، چې اسلامي امارت پر رسمیت وپېژني.

تازه خبرونه

د روسیې سترې محکمې د اسلامي امارت نوم د منع شویو ډلو له نوملړه لرې کړ

د روسیې د سترې محکمې قاضي اولیګ نیفیدوف په یوه حکم کې اعلان وکړ: “هغه بندیز، چې پخوا د طالبانو (اسلامي امارت) پر فعالیتونو لګول شوی و او د ممنوعه ډلو په فډرالي نوملړ کې راغلي وه، چې اوس وځنډول شو.”

Published

on

(Last Updated On: )

د روسیې سترې محکمې په هېواد کې له ۲۰۰۳ کال  راپدېخوا د اسلامي امارت پر فعالیتونو بندیز لګولی و، چې اوس یې نوم د ممنوعه ډلو له نوملړ څخه وویست.

د روسیې د سترې محکمې قاضي اولیګ نیفیدوف په یوه حکم کې اعلان وکړ: “هغه بندیز، چې پخوا د طالبانو (اسلامي امارت) پر فعالیتونو لګول شوی و او د ممنوعه ډلو په فډرالي نوملړ کې راغلي وه، چې اوس وځنډول شو.”

د نوموړي د څرګندونو له مخې، دا پرېکړه سمدلاسه نافذه ده.

د روسیې د ممنوعه ډلو له نوملړ څخه د اسلامي امارت د لرې کولو غوښتنه تېره میاشت د دې هېواد د لوی څارنوال لخوا وړاندې شوه.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد مخکې د روسیې دولتي خبري سرچینې تاس ته ویلي وه، چې دا اقدام به د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو په پیاوړتیا کې مرسته وکړي او “زمونږ په نظر خورا ارزښتناک دی.”

له دې مخکې د تېر کال په می میاشت کې د روسیې بهرنیو چارو او عدلیې وزارتونو ولسمشر پوتین ته د منع شویو ډلو له نوملړ څخه د اسلامي امارت د لرې کولو په اړه د وړاندیزونو یو نوملړ وړاندې کړی و. دیادونې دهو چې اسلامي امارت د روسیې له دې پرېکړې هرکلی کړی او څرګندوي، چې دا کار به د اړیکو په پیاوړتیا کې رغنده رول ولوبوي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د قطر د دولت وزیر له امیر خان متقي سره ټیلیفوني خبرې وکړې

Published

on

(Last Updated On: )

په بهرنیو چارو کې د دولت وزیر محمد بن عبدالعزیز الخلیفي د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له چارسمبالي امیر خان متقي سره ټیلیفوني خبرې وکړې.

د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو رییس ضیا احمد تکل په یوه رسنیزه خبرپاڼه کې لیکلي، چې په دې ټیلیفوني خبرو کې د ډیپلوماټیکو اړیکو د ودې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ د پراختیا او دوحې ته د امیرخان متقي د راتلونکي سفر په اړه هم خبرې شوې  دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د افغانستان او پاکستان استازو په اسلام آباد کې پر سوداګرۍ خبرې وکړې

په اسلام‌آباد کې د افغانستان سفارت ویلي؛ د دواړو خواوو ترمنځ به بېلابېلې تخنیکي غونډې ترسره شي، چې د شته ننګونو په اړه بشپړ بحث وشي او د دوه اړخیزې سوداګرۍ د ودې لپاره مناسبې حل لارې ولټول شي.

Published

on

(Last Updated On: )

د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارسمبالي(سرپرست) نورالدین عزیزي له خپل پاکستاني سیال سره وکتل او دواړو خواوو د سوداګرۍ، ټرانزیټي همکارۍ، شته ننګونو، ممکنه حل لارو او د دواړو هېوادونو لپاره د نورو مهمو مسایلو په اړه خبرې وکړې.

په اسلام‌آباد کې د افغانستان سفارت ویلي؛ د دواړو خواوو ترمنځ به بېلابېلې تخنیکي غونډې ترسره شي، چې د شته ننګونو په اړه بشپړ بحث وشي او د دوه اړخیزې سوداګرۍ د ودې لپاره مناسبې حل لارې ولټول شي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت دا هم ویلي، چې په دې ناسته کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ورورګلوۍ او دوستۍ، متقابلو ګټو او د تاریخي او اوږدمهاله سوداګریزو اړیکو پر ټینګار د اپټا تړون د غځولو، د ټرانزیټ اسانتیاوو او د توکو د قاچاق مخنیوي، پاکستان ته د افغانستان د ډبرو سکرو صادراتو، د تورخم بندر د ۲۴ ساعته فعالیت، د غلام خان بندر له لارې دوه اړخیزه سوداګري، د دواړو حکومتونو د خاورې له لارې د بار وړونکو موټرو د لېږد، بانکي تضمین او د بندرونو د تنظیم لپاره د جامع میکانیزم د تنظیم په اړه بحثونه او خبرې وشوې.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!